لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:دقبایلي ضلعو دامنیت ستونزه اسلام اباد کې په جرګو نه بلکې افغانستان سره په خبرو هواریدی شي


څيړونکي وايي که په تېرو کلونو کې څه هم دپاکستان دپخوانیو قبایلي سیمو چې اوس خېبر پښتونخوا کې ضم شوي دي، مشرانو سره حکومتي چارواکو جرګې کړې دي خو دغه جرګې د قباېلي سيمو په ستونزو ختمولو کې ګټورې نه دي پاتې شوي.

په امنيتي او سياسي چارو نظر لرونکی خبريال ذوالفقار علي وايي اوس هم که وزيراعظم شهباز شريف اوړمه ورځ ميرانشا ته د خپل سفر په مهال دشمالي وزيرستان د مشرانو دجرګې رابللو اعلان کړی ؤ خوهغه وايي دې سره به ددغه سیمې د اوسيدونکيو ستونزې نه ختميږي .

دهغه په وینا په دغه سيمو کې اصل ستونزه بدامني او ترهګري ده او د هغې ختمولو لپاره به د پاکستان حکومت ته د ګاونډي هېواد افغانستان حکومت سره خبرې اترې کول وي دا مسله هوارول وي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل"دې وخت کې په وزيرستان کې چې د ترهه ګرۍ کومې پېښې کيږي دا د دوؤ سياسي ګوندونو او يا د دوؤ قبيلو تر مينځ مسله نه ده چې ته هغه را وغواړې اسلام اباد ته او هلته کې پرې جرګه وکړې او څه حل يې راوباسې"

دنوموړي په وینا ترهګري د پاکستان او افغانستان تر مينځه مسله ده. او پاکستان هره ورځ دا خبره کوي چې د افغانستان په خاوره د ترهګرو تنظيمونو خلکو پناه اخستې ده. او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعماليږي.

ذوالفقار علي زياتوي وزيراعظم جرګه راغوښتی شي ترڅو له خلکو پوښتنه وکړي چې ستاسو دلته څه مسلې څه دي، هغه د تعليم، سړک او يا د صحت مسلې کېدای شي.

خو هغه وایي"تر څو چې ترهګري ده نو د پاکستان حکومت ته پکار ده چې د افغانستان حکومت يا طالبانو سره نېغ په نېغه خبره وکړي. مذاکرات دې وشي او د اعتماد جوړولو لپاره دې داسې ګامونو واخستل شي چې دواړه هېوادونه په شريکه ددې مسلې حل راپېدا کړي. که جرګې په اسلام اباد کې کوي نو زما په خېال ددې څه خاص فاېده ماته نه ښکاري"

خو د پېښور پوهنتون د امن او شخړو په هکله دتحقيقي ادارې يو استاد ډاکټر جميل احمد وايي د جنګ ځپلو علاقو لکه د شمالي وزيرستان په مسلو که داسې قسمه جرګې کيږي او په هغې کې هغه ټول سټېک هولډرز یا فریقین لکه د فوځ مشران. د پنجاب او د ملک سياسي مشران او د دغه علاقې استازي دغه جرګو کې برخه ولري نو دا ددغه علاقې د مسلو د ختمولو لپاره يو ښه ګام دی.

هغه وايي"اوس باقي خبره پاتې شوه د نيتونو، نو که نيت دې ته داسې جوړ شي چې دا مسله حل کول دي او امن راوستل دي نو پاکستان هم دا کولی شي ځکه زه په دې ډول کار کولو ته ډېر په مثبت انداز ګورمه او هيله لرو چې ښه نتيجې به يې راوځي"

خو په پېښور کې د نېشنلسټ تهنک ټېنک تجزياتي ادارې چيئرمېن ډاکټر اختر علي شاه وايي تېرو وختونو کې ډېرو سياسي ګوندونو هم دغه شان د قبایلي سیمو په ستونزو د هغه ځائ خلکو سره جرګې کړې وې او د هغې په بنياد د قباېلي علاقو لپاره مطالبې هم شوې وې. خو د هغه جرګو او د هغه مطالبو هم څه ښه نتيجې راونه وتلې.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه هغه وايي"څو پورې چې دوئ جرګه رابلل غواړي نو په ظاهره توګه سياسي سکورنګ خو به وکړي خو په عملي توګه چې تر څو پورې په بجټ کې دوئ ته د ولسي او سماجي پرمختګ لپاره پېسې نه وي ورکړل شوې تر هغې زه دا واېمه چې د دې به څه عملي نتيجه نه وي"

څيړونکي وايي د شمالي وزيرستان قباېلي ضلعې ستونزه د دوؤ فريقو يا سياسي ګوندونو مسله نه ده دا د دوؤ هېوادونو تر مينځه د ترهګرۍ او بدامنۍ مسله ده. پکار ده چې حکومت په دې د روايتي جرګې کولو پرځای د ګاونډي هېواد سره رابطې وکړي او ددې خاتمې لپاره عملي ګامونه واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG