څيړونکي وايي په پاکستان کې په ميډيا زياتره پحثونه د روان سياسي کړکېچ په هکله کيږي او په خېبر پښتونخوا او قبائيلي ضلعو کې روانې ترهګرۍ، معاشي بدحالۍ او د تېر حکومت په کارکردکۍ هیڅ خبره نه کیږي.
دا مهال د پاکستان په ميډيا زياتره خبرونه د لرې کړل شوي وزير اعظم عمران او د هغه د ګوند لخوا په موجوده حکومت دلګول کیدو تورونو په اړه کيږي۔
عمران خان موجوده حکومت ته ايمپورټیډ یا دبهر نه راوستل شوی حکومت وايي او دعوه کوي چې د حکومت یې دیو سازش لاندې نسکور کړل شوی دی خو څيړونکي وايي چې په ميډيا دغه موضوع بحثونه د هغه خبرو پام نه اړوي د کومو وعدې چې عمران خان په حکومت کې له راتلو وړاندې خلکو سره کړې وې۔
پېښور کې میشت خبريال فدا عديل وايي"عمران خان ډيرې غټې غې وعدې کړې وې، د يو کروړ نوکرو ورکولويې وويلي وو او د پنځوسو لکو کورونو جوړولو ترڅنګ يې يو شمېر وعدې کړې وې خو هغه ټولې وعدې د موجوده بحث له امله د پامه غورځېدلې دي"
په پاکستاني ميډيا کې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د روانې بد امنۍ په اړه ژور بحثونه نه کيږي په دې روستيو کې په بلوچستان کې په امنيتي ځواکونو بريدونه شوي، دغسې په خېبر پښتونخوا کې هم په لسګونو خلک او د امنيتي ځواکونو سرتیري وژل شوي دي۔
څيړونکی او خبريال رفعت اورکزی وايي"دومره حالات خراب دي روزانه دوه ،دوه او درې درې دهماکې کيږي خو په دې اړه هيڅ توجو نشته دې"
روانه اوونۍ د پاکستان د شمیرنې ادارې ویلي په پاکستان کې مجموعي ګراني 13.37فیصدي ته زیاته شوې او یوازې د اپریل په میاشت کې پکې 1.6فیصدي اضافه شوې ده.
اداره وایي د مارچ په میاشت کې ګراني 12.7فیصدي وه او په تیرو دوؤ کالو کې دا تر ټولو زیاته ګراني ده خو څيړونکي وايي چې ددې په بنيادي وجوهاتو په ميډيا کې ډيرې کمې څيړنې کيږې،
پېښور کې په معاشياتو پوه خبريال شاهد حميد وايي"د څيزونو قيمتونه ډير زيات شو، زمونږ معاشيات چرته لاړل، زمونږ معاشي صورتحال په کوم ډکر ولاړ دی خو د بد قسمتۍ خبره دا ده چې ټول خلک په سياسي موضوعاتو خبرې کوي"
څيړونکي وايي د پاکستان ميډيا کې په هٖغه موضوعاتو ډير کم بحث کيږي کوم چې د بلوچستان او خيبر پښتونخوا په څېر وړو صوبو سره تړلي وي۔
د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف وايي ميډيا د لاهور ، اسلام اباد او کراچۍ سره دتعلق لرونکو خلکو په مسلو او د هغوي د خوښې په موضوعاتو بحثونه کوي.
"په پاکستان کې چې کومه يو سياسي ډرامه روانه ده د هغې مرکز لاهور،کراچۍ او اسلام اباد دی، ټول د پاکستان د ميډيا مرکزونه هم دغه ځايونو کې دي د پاکستان استخباراتي ادارې هم دغه علاقو کې دي"
په پېښور کې د ټې وي چینلو ځايي مشران وايي دوي خپلو مرکزي ادارو ته د سيمي د مسلو په اړه خبرونه ليږي، چې هغې کې د ترهګرۍ، خلکو ته د ورپېښو مسلو،او نور يو شمېر موضوعاتو په اړه خبرونه شامل وي خو بيا دمیډيا ادارو لخوا دسیمې دموضوعاتو پرځائ سياسي موضوعاتو ته ډيره توجو ورکړل کيږي