لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام آباد هائیکورټ د بلوڅو زده کوونکو د لادرکه کېدو په اړه د ځانګړي کمېشن په سر د حکومت نه سپیناوی وغوښت


د اسلام آباد هائیکورټ مشر قاضي د وفاقي حکومت نه په دې سپیناوی غوښتی چې د بلوڅو زده کوونکو د ځورول کېدو او د هغوی د جبري لادرکه کېدو د واقعاتو د جاج اخستو لپاره ځانګړی کمېشن ولې تر اوسه ندی فعاله شوی.

د اسلام آباد هائیکورټ مشر قاضي اطهر من الله د بلوڅو زده کوونکو د ځورول کېدو او جبري لادرکه کېدو د یوې قضیې اورېدنې په وخت، حکومت ته د جولائی تر پنځمې نېټې وخت ورکړ چې د ځانګړي کمېشن د کاروايي او فعالیت په اړه عدالت ته سپیناوی وړاندې کړي.

بل اړخ ته د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند د بشري حقونو مرکزي وزير رياض حسين پيرزاده د بلوڅانو جبري لادرکه کېدو د پيښو په سر د پوځي استخباراتي ادارو د تګلارى دفاع کړې ده او دې ته په غبرګون کې د حکومت د لوى اتحادي پيپلز ګوند مرکزي ليډر فرحت الله بابر د رياض پيرزاده د استعفى غوښتنه کړې ده.

ډان ټې وي سره خبرو کې د مسلم لیګ نواز ګوند سره تعلق لرونکي ریاض حسین پیرزاده ویلي چې کويټه يا د بلوچستان صوبې په نور سيموکې د ترهګرۍ د پېښو شویو واقعاتو په تړاو چې کله شکمن بلوڅ اوچت کړى شي، نو ځايي اولس د دې نه د عزت او درناوي مسئله جوړه کړي.

ریاض حسین پیرزاده زیاته کړې چې ګني د بې درکه تنانو مسئله د حکومتي کميشن په ځاى پوځي استخباراتي ادارو آی اېس آی او اېم آي ته سپارل په کار دي.

مګر دې ته خپل سخت غبرګون کې د واکمن مسلم ليګ نواز اتحادي پيبلز ګوند مرکزي ليډر فرحت الله بابر د رياض پير زاده د استعفى غوښتنه کړې ده. فرحت الله بابر د وي او اى ډيوه سره خبرو کې وويل د مرکزي وزير بيان سره به متاثره کورنيو ته مايوسي کيږي او د خلکو جبري اوچتولو پيښو کې ککړ تنان به لا نور هم ډاډ تر لاسه کړي چې ګني د پاکستان رياست د دوی ستونزو هوارولو کې پاته راغلى دى.

د فرحت الله بابر په خبره، رياض پيرزاده اوس حق نه لري چې په خپله څوکۍ پاتې شي.

په وروستیو کې د کورنيو چارو د وزير رانا ثنالله دا بيان هم مخې ته راغلى و چې که خوشې شوي تنان عدالتونو کې د جبري اوچت کېدلو پخلى وکړي نو بيا حکومت د دوی سره مرستې کولى شي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې د نوم نه ښکاره کولو په شرط د اسلام آباد د یو پوهنتون بلوڅ زده کوونکي وويل هايکورټ کې د قضيي اوريدنى وروسته د دوی ستونزې لا نورې هم زياتې شوي او دوی دومره ويره کې دي چې خپل کور ته د تلو زړه نه شي کولى چې په لاره کې بې درکه نه شي.

Recommended

XS
SM
MD
LG