لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا: بارانونو اؤ سیلابونو کې درې کسان مړه، اووه ژوبل، ګڼ کورونه هم ړنګ شوي


دخېبر پښتونخوا د افتونو په وخت د نظم اداره( پي ډي ايم ای) وايي په تېرو دريو ورځو کې په صوبه کې د بارانونو او سېلابونو له امله درې تنه مړه شوي او ۷ زخميان دي.

ديادې ادارې ترمخه سېلابونو ۳۲۳ کورونو ته زيان هم اړولی دی،چارواکي وايي اغېزمنو علاقو ته يې امدادي ټېمونه ليږلي او د اغېزمن شوؤ خلکو هر قسمه مرستې کوي۔

دپي ډي ايم ای دشمېرو ترمخه د صوبې بېلا بېلو برخو کې دوه سوه يوويشت کورونه په جزوي توګه او يو سل دوه کورونه په مکمله توګه ویجاړ شوي دي۔

د پي ډي ايم اس چارواکو ډيوه سره شريکو کړو معلوماتو کې ويلي دبارانونو او سېلابونو له امله باجوړ، خېبر، کرم،ډي ایي خان،او بر کوهستان کې په متاثره علاقو کې امدادي سامان تقسيم کړی شوی دی،

د خېبر پښتونخوا د موسمياتو محکمې ډپټي ډائريکټر اورنګزېب خان ډيوه ته ويول "د صوبې په جنوبي ضلعو کې په راتلونکو څو نورو ورځو کې هم د بارانونو امکان شته"

د پي ډي ايم ای چارواکو په څلیريشتم جون ډيوه سره شريکو کړو معلوماتو کې ويلي وو د بارانونو له امله د يو ماشوم په ګډون په دير او ډي ایي خان کې دوه تنان مړه شوي،

خو د ډي ايي خا ن ضلعې د پي ډي ايم ای وياند ثنا الله بيټني ډيوه ته وويل په ډي ایي خان کې دوه تنه مړه شوي، ۱۷۶ کورونو ته جزوي نقصان اوړیدلی او څه کورونه په مکمله توګه ړنګ شوي دي.

بلخوا د بر کوهستان دضلعي انتظامي چارواکو ډيوه ته وويل تراوسه د ضلعي انتظاميي چارواکي د شوي زيان دمعلوماتو په راټولولو بوخت دي، او د ویجاړو شوؤ کورونو او دکروندې زمکې ته داوښتي نقصان په اړه یې هم لا کره معلومات نه دي راټول کړي ۔

د موسمي بدلون په اړه پوهه لرونکی خبريال اصف مومند وايي دموسمي بدلون او د کروندې د زمکو او کورونو د باراني اوبو په لارو کې دجوړولو له امله په بارانونو کې زيات مالي او ځاني زيانونه کيږي۔

اصف مومند وي او ای ډیوه ته وويل د پاکستان په ښارونو، کلو او غريزيو علاقو کې هغه ځايونه د بارانو نه ډير متاثره کيږي چې د اوبو په لارو کې جوړ کړی شوي وي۔

"مونږ په باراني نالو کې کلي، ټاونونه او کورونه جوړ کړي دي نو نن هغې مونږ ته دا مسله جوړه کړې ده، که لکي مروت، ټانک او ډي ايي خان ته وګورو دا باراني زمکې دي او دلته روانو بارانانو ډير نقصان کړی دی، هغه کلي ډير زيانمن شوي کوم چې د اوبو په لارو کې جوړ شوي دي، ورسره داسې واړه ډيمونه نه دي جوړ شوي چې ددغسې سيلابونو دباو کم کړي، نو هم دغه وجه ده چې نقصانات زيات کيږي"

د خېبر پښتونخوا حکومت د وزير اعلا د اطلاعاتو معاون بريسټر محمد سېف يو بيان کې ويلي صوبایي حکومت د سېلاب ځپلو د مرستې د پاره ټول وسایل کاروي.

نوموړي ويلي د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ او ضلعې انتظاميو ته يې ويلي چې د سيلاب نه داغېزمن شوو خلکو سره هر قسمه مرسته وکړي.

پاکستان کې د افتونو په وخت د نظم قامي ادارې اېن ډي ايم ای خپل رپورټ کې ويلي د ۱۴ جون نه تر ۲۴ جولایي د ماسپېن يوې بجې پورې په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۳۱۰ تنانو ژوند د لاسه ورکړي او ۲۹۵ پکې زخميان شوي دي.

په دې کې تر ټولو زيات ۱۰۰ تنان په بلوچستان کې،۷۰ په سند،۶۴ پنجاب کې، ۶۲ په خېبر پښتونخوا،۸ ګلګت بلتستان او ۵ تنان په ازاد کشمير کې مړه شوي دي، دغسې دپشکال بارانونو کې څه کم نهه زره کورونه په مکمله او يا جزوي توګه زيانمن شوي دي،

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG