په پېښور کې د لېډي ريډنګ هسپتال يو مشر ډاکټر عامر غفور خان د هېپټاېټس نړيوالې ورځې په مناسبت وايي، په پاکستان او په خېبر پښتونخوا کې په خصوصي توګه د هېپټاېټس مريضان اوس هم شته خو د دې مرض علاج کول او له عامه پوهاوي سره یې خاتمه ممکنه ده.
ډاکټر عامر غفور خان وي او ای ډيوه ته وویل،
د پاکستان حکومت د " هېپټاېټس نه ازاد پروګرام ۲۰-۳۰" په نوم يوه منصوبه پېل کوي. په دې پروګرام کې به د ټول ولس د هېپټاېټس د مرض ټسټ کيږي. د چا چې ټسټ مثبت راغلو د هغوي به بيا وړيا علاج کيږي".
د پاکستان څه ۲۲ کروړه نه سېوا ابادۍ کې څه دوه کروړه خلک د هېپټاېټس په مرض اخته دي.
ډاکټر عامر غفور خان وايي، په خېبر پښتونخوا کې زياتره هېپټاېټس سي يا تور زيړی د نور ملک په نسبت زيات دی او د دې وجه هغه دا ښيي چې زياتره مريضانو او عام ولس ته دا پوهه نشته چې هېپټاېټس سي يا تور زيړی د يو کس نه بل ته څنګه انتقال کيږي.
هغه وايي:
د وينې نه دا مرض د يو مريض نه بل ته خوريږي. او د دې نه بچ کېدو لپاره مهم دا دي چې مريض يا عام انسان پاکه او نوې ستن استعمالوي. همدا رنګه چې نايي له لاړ شي نو صفا بلېډ او که مسواک استعمالوي نو چې صفا وي. اکثر خلک چې مسواک استعمالوي نو چې جماعت ته لاړ شي هلته يې پرېږدي، بيا چې نور کسان راشي نو هغوي يې استعمالوي. هر ممکنه هڅه پکار ده چې د دې څيزونو نه ډډه وشي. پکار ده چې يو مريض ستن لګوي يا اپرېشن کوي نو ډاکټر يا کمپوډر ته ووايي، چې ماته به صفا ستن او اوزار استعمالوې.
د صحت ماهران وايي، په هسپتالونو کې او د هسپتالونو نه بهر يو کس نه بل ته وينه ورکولو کې د پاکې وينې او سرنجونو استعمال يقيني کول، د نايانو په دوکانونو کې د صفا اوزار او پاک بلېډ باوري کول داسې اسانې لارې چارې دی چې د يو انسان له هېپټاېټس څخه ژغورلی شي.
ماهران وايي، که د دې ټولو احتياطي چارو نه پرته چاته دا مرض ولګي نو درملنې سره هم د دې علاج ممکنه دی. که چاته لږ هم شک وشي چې بې احتياطي شوې ده نو ځان ته دې ټسټ وکړي او په سرکاري هسپتالونو کې د دې مرض علاج ممکنه دی.