د پاکستان نه دولس کسيزه جرګه د پاکستاني طالبانو سره د خبرو د پاره افغانستان ته رسېدلې ده، په جرګه کې د قبايلي ضلعو مشران او حکومتي چارواکي شامل دي.
څيړونکي وايي د ټي ټي پي سره اصل مذاکرات د پاکستان پوځ کوي او دې جرګې سره د پرېکړې کوم واک اختيار نشته ۔
دا جرګه په داسې حال کې افغانستان ته تللې چې د جمعې په ورځ د پاکستاني علماؤ يو وفد د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو روسته پاکستان ته راستون شوی دی۔
دغه وفد کې د بېلا بېلو مکاتب فکر علماء شامل وؤ چې په پاکستاني طالبانو کې يې شاګردان وؤ او يا د هغوي دمکتبه فکر پلويان وو،
په دې جرګه کې هم د باجوړ نه د پاکستاني طالبانو دمهم کمانډر فقير محمد رور، پخوانی ګورنر شوکت الله، د مومندو نه سنېټیر هلال الرحمان، د شمالي وزيرستان نه د جميعت علماء اسلام پخوانی سنبټبر صالح شاه او د خېبر پښتونخوا د د وزير اعلا د اطلاعاتو صلاح کار برېسټر محمد علي سېف شامل ترڅنګ دولس تنان شامل دي.
د جون په مياشت کې افغانستان ته پاکستاني طالبانو سره مذاکراتو له تللې د قباېلي ضلعې او د ملاکنډ دمشرانو جرګه د پنځوسو غړو نه زياته وه۔
خبريال او څيړونکي مشتاق يوسفزي ددې جرګې په اړه ډيوه ته وويل ددې جرګو ډيره ګټه نشته، حتمي پريکړه نه شي کولی خو دوي کولی شې چې د خبرو د پاره لار هواره کړي او اخري پريکړه به د پاکستان دامنيتي ادارو مشران او پاکستاني طالبان خپل مېنځ کې کوي.
"زما نظر دادی چې په اخر کې به پاکستاني امنيتي ادارې او پاکستاني طالبان خپل مينځ کې ناسته کوي او پريکړه به کوي، د جرګو نه توقعات نشته چې دا مسله به هواره کړي خو دا جرګې يو ښه عمل دی چې روان دی"
د پاکستاني طالبانو سر چينو ډيوه ته ويلي دوي په خپلو دوو مهو غوښتنو، يو د قبايلي ضلعو دپخواني چېثيت په بحالولو او دویمه د دوي قبايلي سيمو ته د تنظيمي ډهانچې سره دبېرته ستنېدو په اړوند کلک ولاړ دي،
سرچینې وایي طالبانو دا غوښتنې د پاکستاني علماؤ جرګې ته هم اېښودې وې او اوس به يې دې جرګې ته هم وړاندې کوي۔
څيړونکي او خبريال شاه رضا شاه ډيوه ته وويل که چرته پاکستاني طالبان د وسلو سره د قبايلي ضلعو دپخواني حالت دبحالۍ وروسته خپلو علاقو ته راشي نو د پښتونخوا ترڅنګ به د ملک ډيرو برخو کې بدامني سېوا شي۔
"د پاکستان په ایين او قانون کې د وسله والو ډلو ځايې نشته، که دوي واپسي غواړي نو د پاکستان د ایين لاندې به واپسي کوي، خو که داسې وشي چې په زرګونو، تربيه شوي وسله وال دې صوبې ته راشي نو بيا به خانه جنګي نه وي نو څه به وي؟ او ايا دا حالت به بيا د اباسين د سيند په پل ودريږي؟"
دطالبانو سرچيني وايي دا مذاکرات د افغان طالبانو په مينځګړيتوب کيږي، داولني پړاؤ کې خبرې د پاکستان د امنيتي ادارو چارواکو او ټي ټي پي کړې وې.
دمطبوعاتي رپورټونو له مخې د پاکستان داستخباراتي ادارې پخواني مشر او د پېښور اوسني کور کمانډر جنرل فېض حميد هم د وړومبي پړاؤ دغو خبرو کې ګډون کړي ؤ.
د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ډيوه ته وويل دوي دا يو خطرناک عمل ګڼي او فېصلې وړاندې نه د طالبانو او پاکستاني امنيتي ادارو ترمېنځه شوې دي۔
"مونږ ته په بريفنګز کې ويل شوي چې دوي به وسله کیږدي، او بغېر د وسلې به راځي، خو هغوي ته سره د وسلې دا علاقه حواله شوې ده۔ اوسنۍ جرګه بې اختياره ده او وړاندې چې کومې فېصلې شوي په هغې به فقط مهر ولګوي"
دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ د کورینو چارو د وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته یو لیکلي ځواب کښې ویل شوې دي چې سږکال وړومبیو شپږو میاشتو کښې دپاکستان دننه د ترهه ګرۍ 434 پیښې رپورټ شوې دي اؤ په دې کښې په مجموعي توګه 323 کسان وژل شوي دي چې پکښې 188 امنیتي مامورین اؤ 135 عام وګړي وو.
دکورنیو چارو د وزارت دا لیکلی ځواب وایي چې تر ټولو زیاتې 247 دترهه ګرۍ پیښې خیبر پښتونخوا صوبه کښې شوې دي اؤ په دې کې د امنیتي سرتېرو اؤ عامو خلکو په ګډون 223 تنان وژل شوي دي۔
د بد امنۍ دا پېښې په داسې حال کې شوي چې د طالبانو او پاکستاني حوومت ترمېنځه د تېرو څو مياشتو راهسې ډزبندي روانه ده۔