دخېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د امن پرځائ کولو د پاره جرګې او احتجاجي پرلتونه روان دي اؤ نن دنهې په ورځ دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم دباجوړ پرلت ته ځان رسولی دی.
په باجوړ کې نن د اولسي پرلت پينځمه ورځ ده، احتجاج کونکي او د جرګو غړي غوښتنه کوي چې د دوي په سيمو کې دې امن پرځائ کړل شي۔
د باجوړ ښار بازار کې احتجاجي پرلت په نولسم اګست پېل شوی، دا پرلت د شپې او ورځې روان وي۔
احتجاج کوونکو ډيوه ته ويلي د ضلعي انتظاميه سره يې دوه ځله مذاکرات شوي خو ناکامه شوي دي او د دوي احتجاجي ناسته به تر هغې روانه وي تر څو چې په سيمه کې د امن دټينګښت ضمانت نه وي ورکړل شوی ،د هدفي وژنو مخه نه وي نيول شوي اؤ لادرکه تنان عدالتونو ته نه وي وړاندې شوي.
د باجوړ په احتجاج کې يو ګډونوال نثار باز ډيوه ته وایي ددې سيمو خلکو په تېرو کلونو کې د بدامنۍ نتجې ليدلې دي او بيا نه شي کولی چې هغه شان حالاتو سره مخامخ شي.
"وړاندې مونږ بدامني ليدلې، کورونه ورانېدل مو ليدلي، د بې کورۍ ژوند مو ليدلی، په دې خلکو ډيرې سختې تېرې شوي اوس يو ځل بيا د بد امنۍ اندازې دي ځکه خلک په احتجاجونو بوخت دي"
د باجوړ پرلت ته نن د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتون هم ورغلی دی.
باجوړ ته دتګ په وخت منظور پښتین ځای په ځای په مومندو او باجوړ کې د امنيتي ادارو لخوا ودرول شوي خو بيا د ځايې انتظاميي لخوا پرلت ته دتلو اجازت ورکړی شو او ماسپښېن باجوړ ته ورسيدو.
ځايې خلکو ډيوه ته ويلي د منظور راتګ سره په سلګونو خلک احتجاجي پرلت ته راغلي وو۔ په باجوړ کې د امن پرځاي کولو په اړوند انتظامي چارواکو ډيوه ته ويلي دوي خپل هرممکن کوشش کوي چې سيمه کې امن ټينګ وساتي او ددې اؤ نزدې وختونو کې په هدفي وژنو کې ککړ يو وسله وال د پوليسو سره مقابله کې وژل شوی هم دی.
بلخوا تېره ورځ په مومندو کې هم د مومند سياسي اتحاد لخوا د امن په نوم لويه جرګه رابلل شوې وه، چې پکې د زياتېدونکې بدامنۍ د مخ نيوي په اړه رياست نه د خپل رول لوبولو غوښتنې شوې وې.
د مومندو دجرګې يو ګډونوال اسماعيل خان ډيوه ته وويل تازه د بد امنۍ لړۍ دوي انديښمن کړي دي۔
"يو اړخ ته مو خلک ورکيږي بل اړخ ته د طالبانو په نښه يو، مونږ دې روانو حالاتو ګنګس کړي يو، نه پوهېږو چې څه حالات به جوړيږي"
څو ورځې وړاندې په سوات او دير کې هم د وسله والو د راتلو په ضد احتجاجونه شوي وو اؤ همدا شان په شپاړسم اګست د عوامي نېشنل ګوند لخوا د پېښور په باچا خان مرکز کې د پښتون امن جرګې په نوم غونډه شوې وه۔
بلخوا د شمالي وزيرستان د اتمانزو قومي جرګې لخوا هم د بدامنۍ په ضد احتجاج روان دی۔
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پېښور دجرګې په مهال ډيوه ته ويلي وو "دا جرګې او احتجاجونه ښايي چې دې وطن کې څه افت دی ، بدامني ده، رياست ته پکار دي چې نن پښتون قام کوم خواستونه کوي هغه دې ومني که نه چې څوک ديوال سره ولګول شي بيا چې په لاس څه ورځي د هغې نه کار اخلي"
د بدامنۍ په خلاف لاريونونه ، احتجاجي ناستې او جرګې وروسته له هغې پېل شوي چې په سوات او دير کې د ځايي خلکو په وینا وسله وال ولیدل شول۔
د سوات پوليسو او پوځي چارواکو هم منلې وه چې سوات کې وسله وال ليدل شوي خو پوځ ویلي وو چې په سوات کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د وسله والو په غټه کچه د شتون خبرونه مبالغه ده او ګمراه کوونکي دي او صوبایي حکومت وايي چې دوي به صوبه کې دامن ټینګښت ته ژمن دي۔