لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د هرنایي د احتجاجي پرلت په ملاتړ په نورو سیمو کې هم احتجاجي جلسې پیل شوې دي


واشنګټن ـــــ د بلوچستان په پښتني سیمو کې د هرنایي سیمې د هغه احتجاجي پرلت په ملاتړ جلسې پیل شوې دي چې هلته د عوامي نېشنل ګوند د یو کارکن خالقداد بابړ د وژنې په ضد له تېرو څه دپاسه دوو اوونیو راهیسې روان دی.

پرون په دې لړ کې په لورالای سیمه کې غټه احتجاجي جلسه شوې ده چې پکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند، نېشنل ډیموکرېټک موومنټ او پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ویناوې کړې دي.

په جلسه کې قراردادونه وړاندې شوي او غوښتنه شوې چې د هرنایي د پېښې پلټنه دې وشي او پکې د لاس لرونکو کسانو په خلاف دې ژر قانوني کاروایي وشي او د ملېشه ځواک یا ایف سي واک دې سېول انتظامیې ته وسپارل شي.

بل لور ته پخپله په هرنایي کې هم پرلتوالو پرون د شنبې- خالي په ورځ احتجاجي لاریون کړی چې پکې سلګونو کسانو ګډون کړی وو.

لاریون کوونکو په لاسونو کې تور بیرغونه را اخیستي وو او په شعارونه کې یې په سیمه کې د امن او په ولسي ابادۍ کې د امنیتي ځواکونو د مورچو ختمولو غوښتنې کولې.

په 14م اګست پوځ ویلي وو چې د اګست د 13مې او 14مې په منځنۍ شپه "ترهګرو د بلوچستان د هرنايي په خوست کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی وو، خو پوځ د ترهګرو بريد په کاميابۍ سره شنډ کړی وو".

ځایي خلکو د اګست پر 14مه د پاکستان د ازادۍ په ورځ د پوځي کېمپ مخې ته د هغې پېښې خلاف احتجاج کاوه او ناببره هلته ډزې وشوې چې د اې این پي یو ځوان پکې و وژل شو او د یو پینځه کلن ماشوم په ګډون اته تنه پکې ټپیان شول.

احتجاج کوونکي تور پورې کوي چې دغه ډزې پوځیانو کړې وې خو د پاکستان پوځ دا تورونه ردوي او وایي پر عامو خلکو یې ډزې نه دي کړې.

د بلوچستان صوبایي وزیر نور محمد دومړ مشال رېډیو ته ویلي،‌ حکومت یې د هرنایي د احتجاج کوونکو اکثر غوښتنې منلې دي، وایي "سیاسي ګوندونه یواځې د خپلو ګټو لپاره احتجاجونه کوي".

خو د هرنایي په پرلت کې د نېشنل ډیموکرېټک ګوند ځایي مشر احمد جان وایي پرون د احتجاج شلمه ورځ وه خو وایي حکومت د ولس د غوښتنو په اړه مجرمانه چوپتيا غوره کړې. هغه پرون تر لاریون وروسته پرلت ته وویل:

"د حکومت او اعلی پوځي افسرانو سره چې د احتجاجي کميټۍ په غونډه کې کومې پرېکړې شوې وې پر هغه هم عمل نه دی شوی چې له کبله یې له مجبورۍ زموږ احتجاجي پرلت نور پراخ شوی دی".

د هرنایي د خوست پرلتوال غوښتنه لري چې د څورلسم اګست د پېښې د ټپیانو مقدمه دې درج شي، د خالقداد بابړ کورنۍ ته دې معاوضه ورکړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG