لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يو اېس اېډ په پښتونخوا کې وران شوي سکولونه بيا جوړ کړي


Pakistan school
Pakistan school

د امریکې نړيواله مرستندویه ادارې [يو اېس اېډ] ويلي، په خېبرپښتونخوا کې يې د ترهګرۍ او قدرتي افتونو څخه اغېزمن شوي 229 سکولونه جوړ کړي او 1000 نه زيات يې بحال کړي دي، د مومندو ضلعې اوسېدونکي وايي سکولونو بیرته بحالېدو ته خوشاله دي چې ماشومان يې بيرته زده کړو له ځي.

د خېبرپښتونخوا د مومندو ضلعې اسلم خان وايي په سیمه کې نوي سکول جوړېدو ته خوشاله دي ځکه چې نمسی يې ورته زده کړو له ځي. د مومندو په صافو تحصيل کې لس کاله وړاندې دغه سکول وسله والو په بارودي موادو الوځولی وو.

اسلم خان وايي، "اوس مې پکې نمسې سبق وايي ډير خوشاله دي، کله چې وران شو پلارانو خپل بچي مدرسو ته وليږل خو اوس په سکول کې ورځ په ورځ تعداد زياتيږي".

چارواکي وايي، په مومندو کې وسله والو د 120 نه زياتې تعليمې ادارې په بارودي موادو الوځولې وې ځايې انتظاميه وايي زياتره پکې بيا جوړ کړي شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ټولو قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ ضد جګړې په وخت نزدې 1200 سکولونه په مکمله يا په جزوي توګه وران کړی شوي وو، د زياتره سکولونو د ړنګولو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې وې.

په اسلام اباد کې د امریکې د سفارتخانې په وېب پاڼه ويل شوي، چې د امريکې مرستندويه ادارې يو اېس اېډ په خېبر پښتونخوا کې يې 229 نوي سکولونه جوړ کړي، او په ترهګرۍ او قدرتي افتونو کې اغيزمن شوي 1000 نه زيات سکولونو يې بيا بحال کړي او د دې نه به 10 لکه نه زيات زده کونکي ګټه پورته کوي.

د صافو تحصيل د مخکني وران سکول يو زده کوونکی عدنان خان وايي،"هغه بل سکول ډير وران وو ، په غرمو به ناست وو، چې کله به باران شو استازانو به په ځان چهترۍ نيولې وې او مونږ به داسې په ډاګه ناست وو".

د ياد سکول یو استاز رييس خان وايي، "دې سکول کې وړاندې 50 زدکونکي وو اوس چې کله سکول جوړ شو د ماشومانو شمېر 150 ته ورسېدو".

اسلم خان وايي په جوړ يدونکي سکول کې ټولې اسانتياوې برابريږي، د سوري، څښکلو د اوبو او د ناستي اسانتياوې په وړاندې ودانۍ کې نه وې موجود خو په دې کې هغه ټولې اسانتياوې برابرول کيږي.

د خېبر پښتو د حکومت شمېرو ترمخه په صوبه کې د 22000 نه زيات پرايمري سکولونه دي، چې پکې 61 فيصده د هلکانودي. د بېنظير انکم سپورټ پروګرام د کال 2021 په سروی کې ويل شوي وو په صوبه کې يو 39 فيصده ماشومان د سکولونو نه بهر دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG