لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د بې درکه اووه کلنې ماشومې مړی موندل شوی، جنسي تېری پرې شوی


د پاکستان تر ټولو غټ کراچۍ ښار کې د یوې اووه کلنې ماشومې مړی يا جسد په داسې حال کې موندل شوی چې دوه ورځې وړاندې بې درکه شوې وه، پوليس او ډاکټران وايي ابتدايي پلټنې ښايي چې د ماشومې سره جنسي تيری شوی او بيا وژل شوې ده.

دا پېښه د کراچۍ په لانډهي سيمه د قايداباد پوليس سټېشن په حدودو کې شوې ده.

د ماشومې مړی چې پرون د جمعې په ورځ د يوې رغېدونکې ودانۍ سره نزدې د کچرې څخه ترلاسه شوی، د پېښې پرضد خلک د قايد اباد تاڼې په حدودو کې په داود چورنګۍ راټول شوي احتجاج يې کړی او د انصاف غوښتنه يې کړې ده.

د ماشومې مړی چې جناح روغتون ته وړل شوی پلار يې مقبول ويلي لور يې د شورو/ چهارشنبې په ورځ بې درکه شوې او دوه ورځې پسې دوی لټون کړی خو نه يې وه موندلې.

د پولیس سرجن ډاکټرې سميه مطبوعاتو ته ويلي، په لومړۍ معاينه کې د ماشومې په وجود د تشدد نخښې لیدل شوي او ښايي د جنسي تيري وروسته وژل شوې ده.

هغې ویلي بيا هم د وژل شوې ماشومې د بدن څخه د ډي اېن اې معاينې دپاره نمونې اخستل شوي دي چې کره معلومات ترلاسه شي.

پوليس ويلي لوړ پوړي افسران يې د پېښې موقعې ته ورغلي او ماشومې د کورنۍ سره يې ليدلي او ډاډ يې ورکړی چې پلټنې يې پېل کړي او په پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راولي.

په کراچۍ کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې يوه ورځ وړاندې د يو کم عمره هلک سره د جنسي تيري په جرم کې عدالت يو تن ته د 14 کلونو بند سزا اورولې ده.

پاکستان کې وخت په وخت د ماشومانو سره د جنسي تيري او بيا وژلو پېښې مخې ته راځي.

د بشري او ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، په ملک کې قوانين موجود دي خو په دغه ډول پېښو کې د کمزورو پلټنو له امله په پېښو کې تورن کسان اول خو معلوم نه شي او بيا که معلوم شي د کمزورو شهادتونو له امله د عدالتونو څخه خوشي شي.

پاکستان کې د ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل د ستمبر په مياشت کې ويلي وو چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د هېواد دننه په 2211 ماشومانو جنسي تېری شوی دی.

ساحل ویلي وو د تېر کال 2021 په پرتله د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو شمېرې د ماشومانو ضد د جنسي تېريو په پېښو کې 17 فیصدي اضافه په ګوته کوي.

ساحل په خپل رپورټ کې زياته کړې وه، د سږني کال په لومړیو شپږو میاشتو کې 802 ماشومان تښتول شوي او ددې ترڅنګ 243 ماشومانې جینکۍ او 298 تنکي هلکان د جنسي تېريو نخښه ګرځول شوي دي.

د رپورټ ترمخه د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې 17 هلکان او 13 انجونې د جنسي تېريو وروسته وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG