پاکستان بزنس فورم ویلي چي د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ پرله پسې توګه غورځېدونکي قدر د هېواد اقتصادي بحران لا پسې نور ژور کړی دی.
په عین حال کې د اقتصادي چارو کارپوهانو هم د هېواد د موجوده اقتصادي وضعیت په ترڅ کې د اقتصادي سقوط وېرې ښودلي دي.
دپاکستان بزنس فورم فورم مشرانو دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندې کړي چې پاکستان دا مهال د بهر ملکي زر مبادلې د ذخيرې د کمښت، د سېوا کېدونکي تجارتي خسارې اؤ د سېلاب له کبله د اوختي مالي نقصان سره مخامخ دی.
د بزنس فورم رپورټ چې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون کې خپور شوی، رپورټ کې دمرکزى بنک څخه یې غوښتل شوي چې باید په مارکېټ کې دډالر په مقابله کې د روپۍ د نرخ په اړه د قیاسونو مخه ونیسي.
هم دا ډول د اقتصاد په اړه د هېواد لويې بروکرېج هاوس ټاپ سکويورټيز په خپل وروستي راپور کې وېلي چي په راتلونکو دريوؤ کلونو کې به پاکستان ته 73 ارب ډالره قرضې بېرته ستنول وي او دا په داسې کې ده چې د بهرملکي زر مبادلې ذخیره 7 اربو ډالرو ته راکوزه شوې ده.
دغه رپورټ کې راغلي چې په تېرو 7 کلونو کې په پاکستان د بهرنیو قرضو او واجباتو له کبله د پورونو مجموعي بار د 65 اربو ډالره څخه 130 اربو ډالرو ته رسېدلی دی.
د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخواني وزیر حفيظ پاشا ډيوه سره خبرو کې وېلي د هېواد په ښکته غورځېدونکي د زر مبادلې ذخایر د اندېښنې وړ خبره ده اؤ دا په داسې حال کې ده چې هېواد ته بهر څخه هم ډالر نه راځي.
ښاغلي پاشا وویل "د پاکستان په اقتصادي توګه د سقوط خطره لا پرځای ده. دا به کېږي که نن نه وي سبا"
ښاغلی پاشا وايي پاکستان ته به په راتلونکو دریوؤ کلونو کې د تجارتي خسارې او د بېرته ستنونکو پورونو په ګډون 100 اربه ډالره پکار وي او دی نه دی خبر چې دا رقم به چرته نه راځي؟
په پاکستان کې د پېسو بدلونکې اتحادیې مشر ملک بوستان ډيوه سره خبرو کې وايي د کله نه چې اسحاق ډار د خزانې د وزارت څوکۍ ترلاسه کړې ده د هغې راپدیخوا د ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ قدر نزدې 7 روپۍ کم شوی او نوموړي د روپۍ د غورځېدونکي ارزښت علت د ډالر افغانستان ته قاچاق ښودلی دی.
وايي نن په انټربنک کې د يو ډالر بېعه 224 روپۍ او په پرانستي مارکيټ کې یو امريکايي ډالرو په 231 او 232 روپۍ پلورل کېدو.
اخوا د اقتصادي چارو يو بل څېړنکار شهريار بټ ډيوه سره خبرو کې وېلي چي د پاکستان اقتصاد دا وخت د بېلابېلو ستونزو سره مخ دی چې پکې لويه وجه د زر مبادلې غورځېدونکي ذخیره ده چې اوس 7 اربه ډالر پاتې شوې ده.
هغه وايي کله چې د بهر ملکي زر مبادلې ذخیرې کمېږي نو په پایې کې برامدات کمېږي او روپۍ د فشار لاندې راځي او اوس مهال هم دغه صورتحال روان دی.
ښاغلې بټ وايي دا وخت په پاکستان کې د ډالر درې بېلا بېل نرخونه چلېږي.
د نوموړي په وینا په بنک کې د يو ډالر قيمت 224 روپۍ دی ،دغه شان په پرانستي مارکيټ کې ديو ډالر نرخ د 231 او 232 روپو ترمنځ دی او بل نرخ د تور بازار رېټ دی. دغلته يو امريکايي ډالر په 245 روپۍ خرڅېږي او په پېښور کې دا نرخ 5 روپۍ زيات دی.
شهريار بټ وايي دا يو خطرناک صورتحال دی. په پاکستان کې د ډالر د بېلا بېلابېلو بېعو له کبله په بهر هېوادونو کې مېشت پاکستاني وګړي د زيات نرخ په لټه کې اوس ډالر د حوالې یا هنډۍ په ذريعه استوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان دا هم وايي پاکستان له به دوستو هېوادونو او مالياتي ادارو سره د پورونو په ځنډېډلي یا ورستیو نېټو د ستنولو لپاره د اوس څخه خبرې پېل کول وي.
ښکاره دې وي چې سعودي عرب په دې وروستیو کې د اقتصادي مرستې په توګه د پاکستان مرکزي بنک کې ايښودلې د 3 اربه ډالرو بېرته ستنولو نېټه غځولې ده خو د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د پاکستان د اقتصاد د نهمې ارزونې خبرې لا هم نه دي پېل شوي.