لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو دعوه کړې چې میرعلي کې یې خپل بېرغونه لګولي اؤ ګزمې یې پیل کړې دي


پاکستان کې ناقانونه ګرځول شوې تندروه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان دعوه کړې چې دخیبر پښتونخوا دقبایلي ضلعې شمالی وزیرستان په میر علی بازار څلور لاري کې یې خپل بېرغونه لګولي ګزمې یې هم پیل کړې دي.

صوبایي حکومت وایي په دغو سیمو کې د حکومت واکمني پځاي ده او عملداري د حکومت په لاسونو کې ده

دشمالي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په میرعلي کې دطالبانو لخوا دلګول شوؤ بېرغونو عسکونه اؤ ویډيو په ټولنیزه رسنۍ ټویټر خپره کړې ده اؤ لیکلي یې دي چې چې دوه ورځې وړاندې طالبان میرعلي بازار ته راوتلي اؤ دغه بېرغ یې لګولی دی.

دشپې په تیاره کې جوړه کړل شوې دې ویډيو کې که هرڅو دچا مخونه نه لیدل کیږي خو ګڼ غږونه پکې اوریدل کیږي چې ځان دتحریک طالبان پاکستان غړي ښایي اؤ یو تن دعوه کوي چې د دوي وسله وال میرعلي بازار کې موجود دي،خپل بېرغ یې هسک کړی اؤ خلکو ته اطمینان ورکوي چې هغوئ دې هیڅ خوف اؤ ډار نه کوي.

وي او ای ډیوه سره د خبرو په مهال محسن داوړ وویل دترهګرۍ په اړه هغه د تیرو څلورو کالو راهسې اسمبلۍ کښې خپل غږ پورته کړی اؤ دا ستونزه یې په ګوته کړې ده.

"مونږ کم از کم دا کیسه ژوندۍ ساتلې چې په شمالی وزیرستان کې د امن و امان حالات سم نه دي پاکستاني ادارې نړۍ او ملکي وګړو ته دا وایي چې حالات ټیک دي خو مونږ حقیقت نړی ته په ګوته کړی"

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ نه د زیات اغېزمن ګوند عوامي نیشنل پارټۍ صوبایي سکتر اؤ په صوبایي اسمبلۍ کې پارلیماني مشر سردار حسین بابک هم د دغه پيښې پخلې کړی او وایي د وزیرستان نه دغه خبر راغلی دی.

هغه وي او ای ډیوه ته وويل داسې ښکاري چې خيبر پختونخوا طالبانو ته سپارل شوې ده او حکومت ورته واک او اختیار ورکړی دی او داسی نه بریښي چې ګنې خیبر پښتونخوا هم د پاکستان برخه ده .

"مونږ دنیا ته څه پیغام ورکوو چې په وزیرستان کې واک د چا په لاسو کې دی او دا د ریاست په فعالیتونو یوه لویه پوښتنه ده او دا ډېره د افسوس خبره ده "

د خیبر پښتونخوا حکومت شمالي وزیرستان کې دفعالیتونو دفعالیت تورونه رد کړي اؤ وایي مخالفه سیاسي ګوندونه ددې نه سیاسي ګټې تر لاسه کوي.

په دی هکله د صوبایې حکومت ویاند بیرسټر سیف وایي په دې کی شک نشته چې حالات خراب دي خو داسې نه ده چې په وزیرستان کي حکومتي عملداري نشته .

"په شمالی وزیرستان کې ځايې انتظامیه ده، پولیس دي ، پوځ دی او د حکومت عملداري موجود ده هلته مسایل شته،ددی نه انکارنشته خو داسې هم نه ده چې هرڅه د طالبانو په کنټرول کې دي"

بیرسټر سیف وایي وزیرستان کښې د حکومت عملداری پځائ ده.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا په یو شمیر سیمو کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو دعوې په سوشل میډیا مخې ته راغلې دي چې دصوبې په بیلابیلو برخو کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد احتجاجونو اؤ ولسي پاڅونونه هم شوي دي.

خو دپاکستان حکومت اؤ پوځ وایي ترهګرو ته به اجازه ورنه کړي چې دهیواد امنیت تالا ترغۍ کړي.

دټي ټي پي‌ لخوا دپاکستان حکومت سره د اوربند ختمولو له اعلان راپدیخوا په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ هم چټک شوې ده اؤ‌څېړونکي ددې بریدونو دسیوا کیدو علت دپاکستان دپوځ لخوا ټي ټي‌ پي‌ سره هغه مذاکرات ګڼي چې تېرکال په افغانستان کې پیل شوي وؤ.

دڅېړونکو وینا ده چې ددغو مذاکراتو په نتیجه کې طالبان یو وارې بیا منظم شوي اؤ پاکستان ته راننوتلي دي اؤ دلته یې دخپلې منظمې موجودګۍ دپیغام ورکولو لپاره د ګڼ شمیر بریدونو ذمه وارۍ هم قبولې کړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG