څېړونکي: له پاکستان سره د بهرنیو مالي اسعارو ذخیرې دومره کمې شوې دي چې د دغه هېواد د کنګال کېدو یا ډي فالټ خطر ته اشاره کوي
خو حکومت ویلي، چې دا مهال د نړیوالې مالیاتي ادارې یا آی ایم اېف لخوا د ټکس په برخه کې د نویو شرطونو پوره کولو ته تیار دي او هیله څرګندوي چې له آی ایم اېف څخه به ژر تر ژره د اوه بیلینه ډالره پور پروګرام ترلاسه کړي.
نور تفصیل د سعدیه قاسم شاه په راپور کې