د پښتو غزل د بابا امیر حمزه خان شینواري د اته ویشتم تلین په مناسبت غونډه شوې
په دغې غونډه کې شاعرانو او ادیبانو حمزه بابا یو څو اړخیز شخصیت بللی او ویل یې چې هغه د تصوف، روحانیت، قومیت او فلسفې په موضوع ګانو ژور لیکل کړي او ورسره یې غزل د کمال حد ته رسولی.
په دغه مهال مشاعره هم شوې او د حمزه بابا کلام په ترنم سره پکې لوستل شوی.
نور حال د ابراهیم شینواري په راپور کې.