لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خزانې وزير بيا تکرار کړې چې ملک به ديواليه نه شي


د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي، د ملک ديواليه کېدو خطره نشته او د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د نهمې ارزونې په پوره کېدو کې د هغه د توقع څخه هم زيات وخت لګي او هيله یې څرګنده کړې چې د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ به په يو څو ورځو کې لوظنامه وشي.

نوموړي دغه خبره د زيارت/پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې يوې دستورې ته په وينا کې کړې ده.

د پاکستان د خزانې وزير بيا بيا دعوه کوي چې ملک به ديواليه نه شي خو اقتصاد پوهان وايي څو پورې چې د نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف څخه پاکستان ته د پور پروګرام نه وي بحال شوی د ملک ديواليه کېدو خطرې به شتون لري.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر ساجد امين ډيوه سره خبرو کې وويل پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې نزدې ټول شرطونه پوره کړي او وايي امېد لري چې لوظنامه به ډېر زر لاسلیک شي

د نوموړي په خبره"دا وخت چې د پاکستان کوم مالي حالت دی نو که د جون د مياشتې پورې پاکستان ته 10 اربه ډالره راهم شي نو په دې به ايله بهرنۍ قرضې ورکړی شي. ماته داسې ښکاري چې که پاکستان د خپلو مالي ستونځو پايداره حل لټول غواړي نو د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره به ورته يوه بله قرض لوظنامه هم کول وي".

پاکستان چې د سخت اقتصادي بحران ښکار دی د زر مبادله ذخيرې يا زېرمې یې د څلور اربه ډالرو څخه هم ښکته غورځېدلي دي، ګراني زياته شوې او پاکستانۍ روپۍ ورځ تر بلې د امريکايي ډالر په مقابله کې خپل قدر بايلي.

د پاکستان د مرکزي بېنک ترمخه د زيارت په ورځ هم په انټر بېنک کې د امريکايي ډالر په وړاندې پاکستانۍ روپۍ نزدې 3 روپۍ او 38 پېسې غورځېدلې ده.

رايټرز خبري ادارې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف د يو چارواکي له قوله ویلي چې پاکستان به ايي اېم اېف ته باور ورکوي چې دوي ته به د دوستو هېوادونو څخه اضافي مالي ملاتړ ترلاسه شي چې داسې د روانو کهاتو د خسارې توله برابر کړی شي.

د اقتصادي چارو خبريال او کارپوهه طاهر امين ډيوه ته وايي د خزانې د وزارت سرچينې وايي چې د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ په لوظنامې نه کېدو کې مهم خڼد هم د دوستو هېوادونو لخوا پاکستان سره د مالي مرستو په اړه واضح ځواب نه ورکول دي.

هغه وويل "چې کله دا ځنډ لرې شي او د دوستو هېوادونو څخه عملي اشاره ترلاسه شي لکه څنګه چې چين پاکستان ته په دې وروستيوکې ډالرې ورکړې نو چې دا کار څومره زر وشي نو د ايي اېم اېف سره به لوظنامه هم وشي".

د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ په اسلام اباد کې د شوو وروستيو خبرو پس د پاکستان حکومت د جنرل سېلز ټېکس په کچه کې 18 فيصدى او په لګژري ټېکس کې 25 فيصدى اضافه کړېده او دغه شان يې د تېلو بيې هم لوړې کړي دي او د ايي اېم اېف په غوښتنه يې د بجلۍ په بلونو د سرچارج شرحه 3 روپو ته سېوا کړې ده.

طاهر امين وايي پاکستان ته به په روان مالي کال کې نزدې د 15 اربه ډالره ضرورت وي چې داسې د زر مبادلې ذخيرې پرې مضبوطې کړي او بهرنۍ قرضې پرې بيرته ورکړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي پاکستان چې اوس مهال د کوم اقتصادي بحران سره مخ دی د دې څخه د وتو يواځينۍ لار د ايي اېم اېف سره د قرض پروګرام بحالېدل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG