لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د ايي اېم اېف سره د پور د پروګرام بحالۍ ته نزدې شوي وو


د متحده عرب اماراتو لخوا د پاکستان سره د يو ارب ډالرو د مالي مرستې د اعلان وروسته پاکستاني چارواکي وايي د پاکستان او ايي اېم اېف د ځنډ ښکار شپږ اربه ډالرو د قرض پروګرام بيا بحالۍ ته نزدې شوي دي.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شريف واييي هېواد ېې د ايي اېم اېف ټول شرطونه پوره کړي دي او اوس د ايي اېم اېف سره د لوظنامې نه کولو هېڅ پلمه نه ده پاتې.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ د اوسني پروګرام موده به راتلونکې جون میاشت کې سرته ورسوي او پاکستان ته به د ايي اېم اېف سره د يو بل قرض پروګرام هم ضرورت وي.

نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف د دوه اړخیزه شراکت دارانو لخوا پاکستان ته په دې ورستو د مالي امداد اعلان هرکلې په داسې حال کې کړې چې پاکستان او ايي اېم اېف د شپږ اربه ډالرو د قرض پروګرام د بحالۍ په خبرو کې بوخت دي او څېړونکي وايي که د پاکستان لپاره د ايي اېم اېف پروګرام پرځاې نشو نو هېواد په اقتصادي توګه سقوط کولی شي.

په پاکستان کې د ايي اېم اېف د مشن مشر ناتهن پورټر په جارى کړي بيان کې ويلي ايي اېم اېف هيله لري چې د ضروري فنانسنګ باور به زر تر زره ترلاسه شي او دې سره به د نهې ارزونې په کاميابۍ سره د بشپړ کېدو لاره هواره شي.

د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار تيره ورځ ويلي وو چې متحده عرب اماراتو پاکستان ته د يو ارب ډالرو ورکولو باور ورکړی او له دې ورستو به د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف د قرض پروګرام بحال شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ به دا اوسنۍ قرض پروګرام د راتلونکي جون میاشت کې سرته ورسوي او بل پروګرام ته به ضرورت لري.

"بل قرض پروګرام ته پاکستان له د اوس نه تياري پکار ده. او دا ځکه که پاکستان د دوستو هېوادونو او نورو ګڼ اړخيزه مالي ادارو څخه مرستې غواړي نو باید چې مونږ د ايي اېم اېف سره په پرله پسې قرض پروګرام کې پاتې شو".

هغه وویل که چري پاکستان د ايي اېم اېف سره بل قرض پروګرام خواته نه ځي نو هېواد چې دا اوس د کوم معاشي جنجال او ستونزو سره مخ دې دا به لا نورې سېوا شي.

د چين، سعودي عرب او دا اوس د متحده عربي اماراتو لخوا د پاکستان سره د مالي مرستو دا پرمختګ په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د پاکستان د زر مبادلې ذخيره په پرله پسې ډول کمېږي او دا اوس 4.3 اربه ډالره ته ښکته شوې ده چې د يوې مياشتې دارمدي ضرورتونه هم نشي پوره کولې.

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان د شپږ اربه ډالرو د قرض پروګرام د بيا بحالۍ په لړ کې له مخکې څخه د ايي اېم اېف يو شمېر شرطونه عملي کړي دي. رعايتونه یې ختم کړي. د 170 اربه روپیو نوي ټېکسونو لګول شوي او ددې ترڅنګ ې د تېلو، بجلۍ او ګېسو بېعې هم لوړې کړي دي.

اقتصاد پوهه ډاکټر ساجد امين وايي، "ايې اېم اېف به د سټاف په کچه لوظنامه هله لاسلیک کوي چې باوري شي چې پاکستان به د پروګرام دوران په اقتصادي توګه سقوط وه نکړي او زما په اند دا اوس چې متحده عرب اماراتو، سعودي عرب او چين پاکستان سره کومې مالي مرستې اعلان کړي دي هيله ده چې د قرض پروګرام به ډېر زر بحال شي".

نړيوال بېنک په خپل يو تازه راپور کې ويلي چې د اوسني سیاسي صورتحال په ترڅ کې د پاکستان اقتصاد لا هم د چېلنجونو سره مخامخ دی، په دغه هېواد کې 39 لکه نور خلک د غربت د کرښې لاندې تللي دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف نن د خالي په ورځ لاهور کې يوې غونډې ته په وینا کې ویلي، د پاکستان مشکلات به ختم کړی شي.

هغه وویل، "د نړیوالې مالياتي ادارې په شرطونو کې اخري شرط دا وو چې د خپل دوست هېواد نه څو اربه ډالره راوړئ او نن زه رښتيا ويل غواړم چين دوه مياشتې مخکې اندازه لګولې وه چې پاکستان اوس په مشکلاتو کې ګېرول کيږي، چين د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو په څېر نزدې ملګر دی، نو چين بيا دوه اربه ډالره قرضه یې وروسته نوره اوږده کړه او دوه اربه ډالره یې نور راکړل".

هغه زیاته کړه د ايي اېم اېف ټول شرطونه اوس پوره شوي بله بهانه ورسره نه ده پاتې.

[په دې خبر کې ځینې معلومات د ډیوه خبریال فضل عزيز شريک کړي دي]

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG