لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: داعش په افغانستان کې هغه ځای ته رسېدلې چې امریکې په شام او عراق کې ور تباه کړی وو


پېښور کې د امنیتي چارو څيړونکي وايي، د امریکې د دفاع محکمې( پنټاګان) په پټو اسنادو کې چې افغانستان ته یو وارې بیا د داعش د فعالیتونو مرکز ويل شوي او د رابطو په مرکز یې بدل شوی، دغسې کېدل د دوی په نظر نړیوال امن ته خطر دی.

د پېښور پوهنتون پروفېسر ډاکټر جمیل احمد وايي، د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتلو دووه کاله هم پوره نه دي او دا اسناد ښايي چې افغانستان کې اسلامک سټیټ هغه ځای موندلی کوم چې ورله امریکې په شام او عراق کې وړان کړی وو .

هغه وويل، د افغانستان دا نظام چې د امریکايي ځواکونو نه پس په ځای شوی داعش ته یې هغه ځای ورکړی کوم چې ورله امريکې په شام او عراق کې وېجاړ کړی وو، اوس د افغانستان ځمکه استعمالیږي.

"چې کله یو طالب د ترهګرۍ په زریعه ریاست يا اسلا مي امارت جوړولی شی نو یو بل قوت هم دغه بیانیې سره د اسلامی ریاست یا د خلافت خبره که مخکې بوځی نو افغان طالبانو ته به د دې مذاحمت کول ګران وي ځکه چې د خلکو مرسته به د دوی ( داعش) سره وي".

پروفېسر جمیل احمد فکر کوي د داعش لپاره د خلکو مرستې چې د کوم سماجي عوامل له وجې دي په هغې باندې کار کولو ضرورت دی چې د دغه سوچ مخه ونيولی شی.

"د دې تحریکونو څه غېر مذهبي عوامل هم دي په هغې کار کولو ضرورت دی که دنیا د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره مذاکرات کولی شي نو د داسې قوتونو سره مذاکرات ولې نه شي کېدی چې د ترهګرۍ د لارې خپل مطالبات وړاندې کوي. ترڅو داسې ډلو سره بین مللي مذاکرات نه وي شوي نو دوی نه به د دنیا امن ته خطر وي کله به د افغانستان ځمکه وي اوکله به بل ملک دوی ته ځمکه ورکوي پکار ده د دې په سیاسي او سماجي عوامل باندې کار وکړی شي".

د پېنټاګون په خفیه دستاویزاتو کې ویل شوي چې افغانستان کې موجود ترهګر د یو بل سره تماس کې دي او په اروپا او ایشیا کې د ترهګریزو بریدونو پلانونونه جوړوي.

رپورټ کې ویل شوي چې افغانستان کې موجود ترهګر دامریکا پرضد هم سازشونه کوي. د واشنګټن پوسټ د رپورټ له مخې د بایډن انتظامیې په اسنادو د څه ويلو نه ډډه کړې ده.

او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د دغو اسنادو رپورټ خپرېدو ته په غبرګون کې ويلي، "د امریکا د دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی جعلي سند، د همېشني پروپاګند برخه ده ځینو غربي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د امریکا د دفاع وزارت یو ډاګیزه شوی سند ښيي چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی، موږ دا ادعا په کلکه ردوو".

څيړونکی خبریال مشتاق یوسفزی چې په افغان امورو نظر لري وايي، افغان طالبانو ته دا وخت غټ امنیتي چېلنج د داعش څخه دی او هغوی د دې خطرې نه خبر هم دي او په وروستیو کې يې د داعش پرضد ځای په ځای عمليات هم کړي دي.

"د دې مطلب دا دی چې طالبان خاموش نه دي، د دې خطرې نه خبر دی خو بیا هم داعش غوندې ډلې افغانستان کې ځای موندلی دی او پلویان یې شته خو د پخوا په مقابله کې ډېر څیزونه بدل دی پخوا طالبان او القاعده د امریکې خلاف او اوس داعش هم د افغان طالبانو او هم د امریکې خلاف دي او د دواړو افغان طالبانو او امریکې دشمن یو دی".

سږکال په 23م مارچ د امریکا د سنټرل کمانډ (سېنټکام) مشر جنرال مایکل کوریلا د امریکې قانون سازانو ته ويلي وو چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د داعش د افغان څانګې چې داعش-خراسان ډلې په نوم پېژندلی کیږي د خال خال نښتو باوجود، داعش خراسان ترهګره ډله دې ته نزدې شوې چې خپله جګړه د افغانستان د سرحداتو نه بهر پراخه کړي.

افغانستان کې دداعش دفعالیتونو پراخه کیدو په هکله دپنټاګان اوسني پټ دستاویز په داسې حال کې مخې ته راغلي چې هم د روانې میاشتې په پېل کې په افغانستان د واکمنو طالبانو ویاند پخپله یوه مرکه کې دافغانستان دننه د داعش د فعالیتونو پراخېدو دعوې رد کړې وې.

داعش ډلې په تېر څه یو نیم کال موده کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي].

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG