لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چين او پاکستان استازو متقي ته په افغانستان کې مخ په زياتېدونکې ترهګرۍ اندېښنې وړاندې کړي


د پاکستان په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو ليدلي، د خپلمنځي سياسي اړيکو پراخولو، ترهګرۍ ضد مبارزې، تجارت سېوا کولو، پانګونو او رابطو په موضوعاتو یې خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون د اتوار په ورځ ویلي، چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي چې د لوړ پوړي پلاوي سره د پينځمې مې نه تر اتمې مې پورې د پاکستان په سفر دی د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري سره یې هم ليدلي.

او په دغه ليدنه کې دواړو وزيرانو د ترهګرۍ ضد مبارزې او دوه اړخيزه اړيکو په ژورولو ټينګار کړی دی.

د وي او اې د خبر ترمخه له دغې وړاندې، د سرچينو په خبره پاکستاني او چينايي استازو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د استازو سره په دغه هېواد کې د ترهګرۍ مخ په زياتېدونکي ګواښ او د ګاونډي هېوادونو دپاره د چېلنجونو په اړوند امنيتي اندېښنې شريکې کړي دي.

ويل شوي، استازو د افغانستان په اقتصادي توګه بيا رغونې په موضوع هم خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د درې واړو هېوادونو پينځمه ناسته پرون شوې ده.

د درې اړخیزه خبرو وړاندې د چين د بهرنيو چارو وزیر چن ګانګ ويلي وو، "چين او پاکستان تیار دي چې د افغانستان د بيا رغونې د هڅو فعاله ملاتړ وکړي خو په طالبانو یې زور راوړی چې خپلې کړې سيمه ييزه او نړيواله ژمنې عملي کړي".

هغه ويلي وو، "مونږ تمه لرو چې طالبان به ټولشموله حکومت او د اعتدال پاليسي غوره کړي او د ګاونډي هېوادونو سره به دوستانه اړيکې وساتي".

هغه زياته کړې چې "دا مهمه ده چې طالبان د ګاونډيانو امنيتي خطرې سنجيده وګڼي او په افغانستان کې د مختلفو ترهګرو ډلو پرضد قوي ګامونه پورته کړي".

د چين د بهرنيو چارو وزیر ویلي، چين تيار دی چې د افغانستان او پاکستان سره په ګډه د ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ په څېر ترهګر ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړي.

بيجنګ د اوږدې مودې راهسې ادعا کوي چې د ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ توندلاري د افغانستان خاوره د چين پرضد کاروي.

او د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري هم ويلي وو، "چې زمونږ دپاره په پاکستان کې، زمونږ مسله، زمونږ سره کرښه د ترهګرۍ مسله ده، چې زمونږ د سیمې ثبات او سیمه ييزه سولې ته جدي ګواښ دی، او د افغانانو د پرمختګ په وړاندې غټ خنډ دی".

پاکستان دعوه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده، او پاکستان تور لګوي چې ترهګر د پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره د افغانستان خاوره کاروي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل رد کړي دي.

پاکستان د طالبانو د واکمنۍ نه وړاندې هم په افغانستان دغه ډول تورونه لګولي خو افغانستان او امريکا به بيا په پاکستان دغه ډول تورونه لګول چې پاکستان په خپله خاوره هغو ترهګرو ته پناه ورکړې چې په افغانستان کې یې ترهګري کوله، خو دواړو هېوادونو بیا تل د دغو تورونو رد کړی دی.

د خالي/ شنبې په ورځ د چين د بهرنيو چارو وزیر د چين پاکستان اقتصادي راهدارې [سي پېک] افغانستان ته د غځولو خبره هم کړې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون ويلي، بلاول بټو زرداري د امير خان متقي سره ليدلي، "په مهمو مسلو، د ترهګرۍ ضد مبارزه، دوه اړخیزه اړيکو ژورولو، ټرانزټ ټرېډ او اړونده موضوعاتو یې خبرې کړي دي".

دغه رنګ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هم ویلي، "د افغانستان او پاکستان د بهرنيو وزیرانو او مل پلاوو په دوه اړخيزه ناسته کې د افغانستان-پاکستان پر اړوندو سياسي-اقتصادي ،تجارتي، ټرانزيټي اړیکو او په یادو برخو کې د لازمو تسهیلاتو د رامنځته کولو او په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او سوداګرو د اسانه تګ راتګ په تړاو هم اغېزمن بحثونه ترسره شول".

د پاکستان په سفر د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د پاکستان د پوځ مشر جنرل سید عاصم منير، سياسي او مذهبي مشرانو سره هم ليدلي دي.

د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا په طالبانو د بندېزونو د کمېټۍ د اجازې وروسته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د پلاوي سره د پاکستان سفر کړی دی.

په 15م اګست کال 2021م کې چې په دویم ځل طالبانو کابل ونیولو او خپل لنډ مهاله حکومت یې اعلان کړو د هغې راپدیخوا دا پاکستان ته د امیر خان متقي دویم سفر دی،پروسکال هم د نومبر په میاشت کې نوموړي اسلام اباد ته سفر کړی وو.

په افغانستان کې د طالبانو واکمني تراوسه پورې يو ملک هم په رسمیت نه ده پېژندلې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG