د مردان د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د نهم مۍ په احتجاج کې په پوځي ودانيو کې د ورانکارۍ د تورونو په سر د شپږو کسانو مقدمې پوځي عدالتونو ته ليږلي دي.
په دغو تورنو کې پوځي عدالتونو ته د صوبې د نورو سيمو ملاکنډ ضلعې نه څلور، د دير ضلعې نه درې او د بنو نه هم د دريو نورو کسانو د مقدمو د سپارلو رپوټونه دي.
دا وخت په هېواد کې د غېر پوځي وګړو په پوځي عدالتونو کې د محاکمه کېدو د قانوني حثيت په اړه بحث روان دی.
تفصيل د حميدالله او عثمان علي په رپورټ کې