لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ګراني نوره سېوا شوې، رپورټ


د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار ويلي، چين اسلام اباد ته ورکړې د 2.4 اربو ډالرو د قرضې ستنولو موده تر دوو نورو کلونو پورې غځولې ده. خو په ملک کې ګراني نوره سېوا شوې ده.

د پاکستان حکومت روانه مياشت د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف سره د قرض پروګرام د بحالۍ وروسته د بهرنیو پېسو د ذخېرې زياتولو هڅې کوي خو د پاکستان د شمارياتو وفاقي ادارې ویلي په هېواد کې د ګرانۍ کچه روانه اوونۍ هم په ځای وه.

اقتصاد پوهان وايي، د آی اېم اېف د پروګرام سره پاکستان ته موقع په لاس ورغلې د اقتصاد ښه کېدو دپاره اصلاحات وکړي کنه ګراني به نوره سېوا کیږي.

د شمارياتو د وفاقي ادارې د تازه شمېرو ترمخه په روانه اوونۍ کې د تېرې هفتې په مقابله کې هم د ګرانۍ کچه 3.73 فيصده ته ختلې ده.

د شمارياتو د ادارې ترمخه په کليز بنياد د اوړو په بيعه کې 132 فيصدي اضافه او د وريژو په په نرخ کې د 70 فيصدي څخه زياته اضافه رېکارډ کړی شوې ده.

په رپورټ کې ويل شوي هم دا ډول د شکرې يا چينۍ په بيعه کې د 60 فيصدي څخه زياته او د ټماټرو په نرخ کې هم ريکارډ 60 فيصدي اضافه شوې ده.

د پاکستان مرکزي حکومت د کورنيو صارفينو لپاره د بجلۍ په نرخ اضافه کړې او د يو يونټ نرخ یې 42 روپو ته رسولی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي په کوم ډول چې د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر کميږي نو نه ښکاري چې راتلونکې موده کې به د ګرانۍ کچه کمه شي.

اقتصاد پوه شهريار بټ وايي د بجلۍ او ګېسونو په نرخونو کې هم خواوشا 40 فيصدي اضافه شوې ده. په کوم ډول چې د بجلۍ او ګېسونو په نرخونو کې اضافه راغلې ده د دې اغېزې هم مخې ته راغلي دي.

د نوموړي په خبره څنګه چې د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر کم شوی د هغې اثر هم په مجموعي ګرانۍ شته. که د آی اېم اېف سره د لوظنامې څخه ګټه واخستل شي، اصلاحات وشي نو بيا په ګرانۍ کې کمی راتلی شي.

د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار ويلي د چين ايګزم بېنک د پاکستان 2.4 اربه ډالرو قرضه رول اوور کړې ده.

هغه په ټويټر ويلي، په دغو 2.4 اربه ډالرو کې یې 1 ارب او 20 کروړه ډالر قرضه د مالي کال 2023-24 لپاره او هم دغه هومره قرضه یې د د کال 2024_25 ته لپاره رول اور کړې ده. خو پاکستان به په دواړو کلونو کې په دې پور د سود ادايګي کوي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي پاکستان چې ترڅو په خپل اقتصاد کې پراخه بدلونونه ونکړي د نورو هېوادونه څخه پور اخستلو ته به تل لېواله وي.

اسلام اباد کې د اقتصادي چارو کارپوه صدام حسېن وايي د آی اېم اېف سره شوي تړون پاکستان ته فرصت برابر کړی دی باید چې په دې موده کې مرکزي حکومت اقتصادي اصلاحات راولي.

وايي ګراني هم ختمېدې شي خو که اصلاحات وشي.

د پاکستان او آی اېم اېف ترمنځ د قرض لوظنامې لاسلیک کېدو راپدېخوا په پرله پسې توګه د ونډو بازار کې تيزي ليدل کيږي.

د زيارت په ورځ هم د ونډو بازار کې تيزي وه، او د ونډو بازار کې د 550 څخه زياتو پواينټونواضافه شوې ده او انډېکس د 20 مياشتو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

ويل کېږي دا اضافه نزدې 18 فيصدي ده او د زيارت په ورځ انډېکس 47000 پواينټونو څخه اوړېدلی دی.

د ونډو د بازار کار پوهان د ونډو په بازار کې د تېزۍ علت د پاکستان او آی اېم اېف ترمنځ د قرض لوظنامه کېدل بولي.

شهريار بټ ډيوه سره خبرو کې وويل د کله نه چې پاکستان د آی اېم اېف سره د قرض لوظنامه کړې ده نو هېواد ته ورپېښه د ديواليه کېدو خطره کمه شوې ده او د دې لکبله نه يوازې د پاکستان دننه د سرمايه کارانو په اعتماد کې اضافه شوې ده بلکې د نړیوالو پانګه والو هم په پاکستان باور بحال شوی دی.

د نوموړي په وينا، پاکستان سره د ډالرو ذخيره د 4 اربه ډالرو څخه 8 اربه ډالرو ته رسېدلې ده.

خو د امريکايي ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ په قدر کې هم 0.36 اضافه شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG