لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کلیز بنیاد د ګرانۍ کچه 30.82 فيصدو ته لوړه شوې ده


د پاکستان د شمیر شمیرو د وفاقي ادارې لخوا جاري کړې شوو شمېرو کې وېل شوي چې تېره هفته ملک کې په هفته وار ګرانۍ کې 0.69 فيصدي اضافه شوې ده او له دې وروستو په کليزو بنيادونو د ګرانۍ کچه 30.82 فيصدي ته لوړه شوې ده.

د شمارياتو وفاقي محکمې ترمخه تېره هفته د 29 خوراکي توکو بیعې لوړې شوې دي چې په کې شیده، دال ماش، د غنمو اوړه، اوږه، چيني، چرګ، پياز، ټماټر، وړه او غټه غوښه شامل ده.

د تېر جون مياشت کې د پاکستان د حکومت د آی اېم اېف سره د 3 اربو ډالرو د قرض پروګرام ترسره کېدو وروسته اسلام اباد لوظ کړی چې په پټرولو به ټېکس کې 50 فیصدي اضافه راولي او ددې ترڅنګ به د بجلۍ نرخونه هم سېوا کوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي که څه هم د آی اېم اېف سره د تړون وروسته د هېواد عمومي اقتصادي وضعه کې استحکام راغلی دی خو په دې ټول عمل کې بېلات عامو خلکو کړی دی.

د اقتصادي چارو څېړنکار ډاکټر ساجد امين ډيوه ته وايي د بجلۍ ،پټرولو او خوراکي توکو نرخونه بې کچه سېوا شوي دي، د پېسو د ګټلو او روزګار موقعې کمې شوې دي او ددې سره د عامو خلکو د اخستو توان هم ډېر کم شوی دی،

هغه وایي که وکتل شي نو تېره مياشت کې د ګرانې کچه رېکارډ 28 فيصدي ته ختلې ده.

اخوا د پاکستان مرکزي بنک وېلي چې بهرنیو هېوادونو کې د کار کوونکو پاکستاني وګړو له خوا هېواد ته د جولایي په مياشت کې د 2 اربو ډالرو ترسيلات استول شوي چې په کليز بنيادونو د 19 فيصدي ستر کمی په ګوته کوي.

د مرکزي بنک د شمېرو ترمخه تېره میاشت کې د سعودي عرب څخه تر ټولو زیات 48 کروړه ،67 لکه ترسېلات استول شوي دي، د متحده عربي اماراتو نه 31 کروړه، 51 لکه، د برطانيې څخه 30 کروړه، 57 لکه ډالره او د امریکا څخه 23 کروړه او 81 لکه ډالره ترسېلات لېږل شوي دي.

په ترسيلاتو کې دا کمی په داسې وخت کې راغلی چې په هېواد کې اقتدار نګران حکومت ته منتقل کېږي.

د مالي چارو خبريال مهتاب حېدر ډيوه ته وویل په ترسيلاتو کې دا کمې ښایي چې په راتلونکو ورځو کې به د هېواد نه د ډالرو بهر ته تګ او راتګ کې فرق سېوا کېږي، چونکې د پاکستان حکومت په درامداتو لګولي بندېزونه هم پورته کوي او ددې له کبله د جارى کهاتې خساره بيا سېوا کېدای شي.

د اقتصادي بد حالۍ او سياسي عدم استحکام سره مخ پاکستان دا وخت ډالرو ته سخت ضرورت لري او وروستۍ شمیرې ښي چې په دې روانه مياشت کې د ډالرو په ذخيره کې 12 کروړه او 46 لکه کمی راغلی دی او مجموعي شمېره یې 13 اربه، 33 کروړه او 91 لکه ډالره پاتې شوې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG