د 2023م کال د جولای په 30مه، د پېښور په شمال لوېدیځ کې نزدې 80 میله لرې باجوړ کې د مخکې نه وضعه کړکېچنه وه. د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې د کارکنانو غونډه روانه وه او په سټېج باندې اعلانونه کېدل خو مرکزي مشران لا سټېج ته نه وو رارسېدلي. له تېرو څو مياشتو راهیسې په هدفي بريدونو کې د جمعیت د ځايي مشرانو د وژل کېدو پس ډېره وېره پېدا شوې وه، په سټېج د مذهبي شعارونو تر څنګ د "زنده اباد" نعرې وهل کېدې چې يوه زوروره چاودنه وشوه. د چاودنې غږ تر لرې لرې واوريدل شو، هغه څه وشول چې ويره يې د وړاندې نه موجوده وه.
په بريد کې نزدې 54 کسان ووژل شول، د 100 نه زیات ژوبل شول او د جمعیت مشر حمله کوونکي "مفسدین" وبلل. د برید پړه توندروه مذهبي ډلې داعش-خراسان ومنله.
دغه بريد د ديوبند مکتبه فکر په سياسي غونډه د تاريخ تر ټولو لوی بريد وو، تر دې پېښې شاوخوا 22 کاله وړاندې له همدې ځايه څو قدمه لرې د باجوړ په جماعت الدعوه کمپلېکس کې يو څو د هغه وخت عرب مجاهدين ناست وو، چې د «جماعت الدعوه القران والسنت» د مشر شيخ جميل الرحمان او د «حزب اسلامي» د مشر ګلبدين حکمتيار تر منځ د سختې جګړې پس روغې جوړې ته راغلي وو. په دې وخت يو مصری خبريال هم دې ودانۍ ته ورننوتو، شيخ جميل الرحمان څو شېبې وروسته د جمعې لمانځه ته تيار شو او خبریال تمانچه راوویستله ډزې یې پیل کړې، په ډزو کې شيخ جميل الرحمان ووژل شو خو د هغه د ساتونکي په ډزو حمله کوونکی هم پر ځای و وژل شو. د ډزو په اورېدو خلکو ورمنډې کړې، د شيخ جميل الرحمان د مرګ چې کومه ويره وه هغه وشوه، دا شايد په سيمه کې په سلفي مکتبه فکر د تاريخ خطرناک بريد وو ځکه چې شيخ جميل الرحمان په سيمه کې د سلفي سوچ لرونکو سرلښکر وو.
د دغو دوو پېښو تر منځ تړاو څه دی؟
د دې لپاره باید د تاریخ پاڼې واړول شي. لکه نن چې امریکا او متحدین یې له افغانستانه وتلي دي، د 1989م کال د فرورۍ په میاشت کې له افغانستانه د روسي ځواکونو د وتلو لړۍ مکمله شوه، خو لکه څنګه چې نن ورځ "د امریکا ضد جهاد" ډېر تنظیمونه پیدا کړي، د "روس ضد جهاد" تر نیم درځن ډېر جهادي تنظیمونه پیدا کړي وو. دغو جهادي تنظیمونه د مختلفو مذهبي مکتبونو سره تړاو لرلو. د روسانو له وتلو وروسته پوښتنه دا وه چې څوک به پر افغانستان واکمن وي او د کوم نظام لاندې به دا حکومت چلېږي؟
شیخ جمیل الرحمن په 1939م کال کې د افغانستان د کونړ په"نګلام" سیمه کې په ساپي قبیله کې زېږېدلی وو، اصلي نوم یې مولوي محمد حسن وو. ده د پښتونخوا په بېلابېلو مدرسو کې یې ديني زدکړې کړې وې او وروسته يې د صوابۍ د پنجپير له ديني عالم مولانا طاهر څخه زدکړې وکړې، له همدې امله هغه ته "پنجپيری" هم ويل کېده. په عربي نړۍ کې هغه د افغان جهاد له بنياد ایښودونکو څخه ګڼل کیږي. نوموړي د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي په پلیټ فارم کې هم جهاد کړی وو. په پاکستان کې د زدکړو پر مهال چې د سلفي افکارو تر اغېز لاندې راغلی وو، نو له حزب اسلامي سره تګ ورته ستونزمن وو او په 1985م کال کې یې د «جماعت الدعوه القران والسنت» په نوم خپله جهادي ډله جوړه کړه.
شیخ جمیل الرحمن د نورو سلفي علماوو په څېر د دیارلسمې پېړۍ د مشهور دیني عالم امام ابو تیمیه د افکارو د اثر لاندې وو. وروسته یې له عرب شیخ عبدالعزیز سره هم ډېرې نیزدې اړيکې لرلې، چا چې د پاکستان په لاهور کې د دعوت او مشورې د مرکز «جماعت الدعوه» بنياد ایښی وو او د جماعت الدعوه مشرانو پروفیسر حافظ سعید او شیخ جمیل الرحمن سره نیزدې کولو کې یې مهم رول لوبولی وو. ګڼ شمېر جهادي تنظیمونه له عربو سره د نیزدېوالي او د سلفي فکر د تبلیغ له امله د دوی پر ضد شول. اکثره جهادي مشران په دې باور وو چې عربي نړۍ د زیاتې جهادي بودیجې په انتقال کې شیخ جمیل الرحمن ته مخه کړې ده، د شیخ جمیل الرحمن په مشرۍ په جهادي مجله "دعوت" کې د افغان جهاد نورې ډلې به د "بدعت الاحزاب" په نامه يادېدې.
شیخ جمیل الرحمن کونړ سره نیزدې باجوړ کې د خذیفه بن یمان په نوم جهادي تربيتي مرکز هم جوړ کړې وو چې پکې سلګونو عرب، پاکستاني او افغان مجاهدین تربيه کېدل. په دې کې د ملاکنډ ډويژن هم ګڼ شمېر جنګيالي وو، له دې وجې د سلفي مکتبه فکر اثر په ټوله سيمه کې خپور شو. د "دعوت" په نامه مياشتنۍ مجله کې عبدالرحيم مسلم دوست په ادارتي شورا کې شامل وو، د حزب اسلامي په څېر په ملاکنډ ډويژن کې جمات اسلامي هم د دوی په ضد راپاڅېده.
کله چې د روسانو وتل مکمل شو، شیخ جمیل الرحمن د امارت د جوړولو وړاندیز وکړ، حزب اسلامي لومړی اختلاف وښود، خو بیا یې د ټاکنو له لارې د امارت د جوړولو بلنه ورکړه، شیخ ټاکنو ته د شريعت په ضد د کفري نظام نوم ورکړ. په دې اړه د شام دیني عالم ابو بصیر الطرطوسي هم ورته ټاکنو کې د برخه نه اخیستو لارښوونه وکړه، خو بيا هم شيخ ټاکنو ته تيار شو. څنګه چې په کونړ کې د اهلِ حديث مکتبه فکر لرونکو اکثريت وو، د هغې په نتيجه کې شيخ جميل الرحمان ټاکنې وګټلې او د کال 1990م د مۍ په اوومه د کونړ د اسلامي امارت د اولني امير په توګه یې سوګند واخیست، نوموړي سره د حزب اسلامي مشر مولوي فقیرالله هم د نایب امیر په توګه ملګرتيا وکړه.
د ده په امارت کې منظم وزارتونه جوړ شول او په افغانستان کې لومړی ځل د "امر بل المعروف و نهی عن المنکر" څانګه جوړه شوه، چې وروسته افغان طالبانو هم ومنله. په دې امارت کې د سختو شرعي قوانینو او قصاص له مخې پرېکړې وشوې. دا سخت قوانین پخپله د حزب اسلامي د جنګیالیو لپاره ستونزمن ثابت شول، دوی ورو- ورو د حکومت ملاتړ نه مخ اړول شروع کړل او مخالفت یې پیل کړ. حالات داسې شول چې د حزب اسلامي قومندانانو هم خپلې پوستې جوړې کړې. هغه مهال د شیخ جمیل الرحمن ملګري وايي، چې یو وخت د امارت ځینو عسکرو په "چنار ډبا" سیمه کې ګزمه کوله، چې د حزب اسلامي له پوستې پر دوی توغندي وتوغول شول او هغوی یې ووژل. له هغه وروسته د حزب اسلامي او د اسلامي امارت د جنګیالیو جګړه پیل شوه او د 1990م کال د جولای په میاشت کې نوره هم شدیده شوه. بالاخره له یوې سترې جګړې وروسته دا خالص سلفي دولت ړنګ شو او شیخ جمیل الرحمن په باجوړ کې پنا اخیستو ته اړ شو، خو هلته د اختلافاتو له کبله په ډزو ووژل شو او د ده ډلې د دې وژنې پړه پر حزب اسلامي واچوله، خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار به بيا بيا په دې اړه ځان ناخبره ښوده.
له افغانستان نه د روس د وتلو پس چې د حزب اسلامي او په پاکستان کې د جمات اسلامي ګوند د «جمات الدعوه القران والسنت» تر منځ کوم اختلافات وو هغه نن د امريکې له وتلو وروسته د افغان طالبانو، جميعت علماء اسلام فضل الرحمان ګوند او د داعش خراسان تر منځ مخې ته راغلي دي.
په دې سیمه کې د سلفي مکتبه فکر تاريخ او اثرات څه دي؟
کومې خبرې چې تاسو د شېخ جميل الرحمان په اړه په کونړ، باجوړ او ملاکنډ ډويژن کې ولوستې، تر دې وړاندې مولوي افضل د افغانستان په نورستان کې د "دولت انقلابي اسلامي افغانستان" په نوم سلفي دولت جوړ کړی وو او مولوي شریعتي د افغانستان په بدخشان کې هم يو سلفي امارت قايم کړی وو. د نورستان او بدخشان په شمول په کونړ کې د سلفیت د نفوذ له امله، په دې سیمو کې د نورو مکتبونو فکر لرونکو لږ ځای لرلو. له دې سیمو څخه تصوف د بدعت په اعلانولو سره له منځه یووړل شو.
مولانا صوفي محمد چې د پښتونخوا له دير ضلعې سره تعلق لري د شيخ جميل الرحمان سره نیزدې وو. که څه هم صوفي محمد پنجپيری وو، خو وروسته د شيخ جميل الرحمن په څېر سلفيزم ته متوجه شو، هغه له شيخ جميل وروسته په ټول ملاکنډ ډيويژن کې د تحريک نفاذ شريعت محمدي بنياد کښېښود. مولانا صوفي محمد د تحريک اعلانولو څه موده وړاندې د شېخ جميل الرحمان په لاره د جماعت اسلامي نه جدا شوی وو، ځکه چې د شیخ جمیل الرحمن په شان هغه هم جمهوريت کفر ګاڼه. د شېخ جميل الرحمان د وژل کېدو نه پس صوفي محمد خپل تحريک د هغه په څېر روان کړ.
د باجوړ سياسي او سماجي کارکن او تاريخپوه مولانا خانزېب وي او اې ډيوه وويل "تر دې چې خلکو به ګړۍ هم تر ښي لاس تړله او ستړې مه شې دپاره به يې هم يو لاس کاراوه، دا يې د اسلامي لارښوونو په توګه معارفي کړل، د ګس يا کيڼ لاس د ډرايونګ په ځای په ښي لاس د ګاډو چلولو عمل پېل شو، چې له وجې يې ډېرې د ګاډو حادثې هم وشوې، دا ځکه چې دوی ته د ګس لاس ډرايونګ د کفري نظام برخه ښکارېده، دغه شان په کلتوري بڼه د جوماتونو جوړښت هم بدل شو".
د "شريعت يا شهادت" په نامه ریاست ضد غورځنګ صوفي محمد د کونړ په طرز د دولت جوړولو لپاره پيل کړ، په 1994م کال کې د «تور پټکي» په نامه د تورې پګړۍ د ځواک په توګه راڅرګند شو، چې زياتره مشران يې د شيخ جميل الرحمان پلويان وو، دوی د شيخ په جهادي مرکزونو کې روزل شوي وو. په باجوړ، دیر، سوات، ملاکنډ او شانګله کې یې په سرکاري دفترونو بریدونه کړي وو، سرکاري ادارې تړل شوې وې، تعلیمي ادارې هم وتړل شوې. د 1994م کال په نومبر کې په صوبه کې د پيپلز ګوند حکومت وو، د دوی د اسمبلۍ غړی بديع الزمان لومړی په منګوره سوات کې په يوه هوټل کې بندي شو او بيا په ډزو ووژل شو. له دې وروسته په همدې نومبر میاشت کې حکومت د پوځي عملياتو اعلان وکړ او د تحریک نفاذ شریعت محمدي خلاف یې عملیات پیل کړل.
د باجوړ ځايي مشر شيخ جهانزاده وي او اې ډيوه تته وويل "زه هلته وم، لومړی مولانا صوفي محمد باجوړ ته راغی. موږ ورته وویل چې د دې جګړې د بندولو اعلان وکړه. صوفي محمد مونږ او نورو مشرانو سره د جګړې بندولو خبره ومنله، مونږ ورته وويل چې وسلوالو ته دې ووايه چې وسله کښېږدي، هغه دې خبرې ته تيار شو، خو ناڅاپي صوفي محمد خپلو ملګرو موټر ته وخېژاوه او له باجوړه ووتل، له هغه پس په باجوړ کې بدامني شوه، د حکومت او تورپټکو ترمنځ ځای په ځای نښتې پېل شوې".
په ملاکنډ کې د پوځي عملیاتو وروسته هم تحریک نفاذ شریعت محمدي وخت په وخت هلته خپل تحریک ته دوام ورکاوه. د تور پټکو د تحريک يو غړي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې په اسلامي تاریخ کې د هغو کسانو لپاره- چې د فتحې لپاره جهاد ته ځي- تورې پګړۍ په سر کول روا دي.
کله چې د ستمبر له 11مې وروسته امریکا او متحدین یې افغانستان ته راغلل، د مولانا صوفي محمد د لور د خاوند فضل حیات- مشهور په ملا فضل الله- په ګډون د ملاکنډ ډویژن زرګونه ځوانان افغانستان ته د جنګ لپاره د باجوړ له لارې روان شول، په 2007م کال کې چې د لال مسجد عملیات وشول، دا د سلفي فکري مکتب لپاره یوه لویه غمیزه وه، د مولانا صوفي محمد زوم د دې په غبرګون کې په ټول هېواد کې د ځانمرګو بريدونو کولو اعلان وکړ. د تحریک طالبان پاکستان ډېری حنفي دیوبندي جنګیالیو په ملا فضل الله باندې د "پنجپیري" په نوم نیوکې کولې، ځکه چې دوی پنجپیريت د سلفیت لومړی پړاو ګڼي.
د 2009م کال له عملیاتو وروسته ملا فضل الله له خپلو ملګرو سره د افغانستان کونړ ولایت ته وتښتېد او تر مرګه هلته پاتې شو.
آیا سلفيان په افغانستان او پاکستان کې د داعش په نفوذ کې دي؟
ابو مصعب الزرقاوي چې په اردن کې زېږېدلی وو، د عراق او شام په جګړو کې يې مهم رول لوبولی وو او وروسته يې د داعش بنياد کښېښود، خو د روس د جنګ نه متاثره زرقاوي پېښور او افغانستان ته سفر کړی وو او دې جنګ کې برخه اخستونکو سره يې ليدنې شوې وې چې پکې اسامه بن لادن هم شامل وو، خو زرقاوي د شام د عالم ابو بصیر الطرطوسي له افکارو ډېر متاثر وو او هغه یې خپل استاد ګڼلو. دا هماغه الطرطوسي دی چې څو میاشتې یې په کونړ او باجوړ کې له شیخ جمیل الرحمن سره تېرې کړې وې. د «دعوت» په میاشتنۍ مجله کې د شیخ جمیل الرحمن بل ملګری عبدالرحیم مسلم دوست هغه تن دی چې په افغانستان کې د داعش نظرياتي بنياد ايښودونکی ګڼل کيږي. عبدالرحيم مسلم دوست لومړی د «تحريک خلافت افغان» او «تحريک خلافت خراسان» بنيادونه کښېښودل او همدغه شان په افغانستان کې لومړنۍ ډله د دغو تنظیمونو د جنګيالیو نه جوړه شوه. د داعش خراسان اولنی امیر حافظ سعيد خان اورکزی وو، چې سلفي جهادي او د شيخ جميل الرحمان د نظرياتو پلوی وو. اورکزی د پاکستاني طالبانو وياند هم پاتې شوی وو، عبدالرحيم مسلم دوست چې د شېخ جميل الرحمان په وژل کېدو غلی پاتې شو او وروسته يې ځان د هغه د تنظيم نه لرې کړو، نن سبا د داعش نه هم ځان لرې ساتي.
داعش د طالبانو يا سلفيان د ديوبنديانو پرضد دي؟
د 2021م کال له اګست مياشتې څو کاله وړاندې داعش د افغانستان په ننګرهار او کونړ کې خپل اثر پیدا کړی وو، خو په عین حال کې افغان طالبان که له یوې خوا د امریکا د ایتلافي ځواکونو پر ضد جنګېدل، بلې خواته د داعش خلاف هم جنګېدل، خو چې د همدې کال د اګست په 15مه طالبانو افغانستان په زور د واک لاندې راوست، د نړيوالو ځواکونو د وتلو لړۍ لا هم روانه وه، چې داعش د کابل په هوايي ډګر برید وکړ او افغان طالبانو ته یې چېلنج ورکړ چې په افغانستان کې یواځې دوی نه وو، د بهرنيو ځواکونو د وتلو سره جګړه ختمه نه شوه او لا روانه ده.
په هوايي ډګر د بريد څو ورځې وروسته د کابل مشهور سلفي عالم شیخ عبیدالله متوکل په مرموز ډول ورک شو او څو ورځې وروسته یې مړی په کابل کې وموندل شو. نوموړی په تېرو وختونو کې هم د داعش لپاره د وسلوالو په ګومارلو تورن شوی وو. په افغانستان او پاکستان کې د اهلِ حدیثو سلفي مذهب مشرانو دغه پېښه په کلکه غندلې وه. په همدې حال کې افغان طالبانو په ټول افغانستان کې د سلفي فکر د مرکزونو او جوماتونو څارنه سخته کړه. له بلې خوا په ننګرهار کې هم ګڼ شمېر اهلِ حدیث سلفي عالمان و وژل شول. د اهلِ حدیثو حلقې د دې پړه پر افغان طالبانو اچوي او وايي سلفیان د داعش تر نامه لاندې په نخښه کیږي.
دا چې اهلِ حدث د افغانستان په کونړ ولایت کې زیات کسان لري، د افغان طالبانو د والي عثمان ترابي، چې هلته په دنده وګمارل شو، ستونځې لا پسې زیاتې شوې. افغان طالبانو له واک تر لاسه کولو وروسته د جمعیت علماء اسلام اړوند علماوو ته په څو مهمو دولتي پوسټونو د کار کولو بلنه ورکړه. په همدې حال کې د باجوړ یو جهادي قومندان عثمان ترابي هم د کونړ والي شو. کله چې په کونړ کې د داعش پر ضد عملیات روان وو. هغه په دوام کې څرګنده کړه چې د اهلِ حدیث سلفي مکتبه فکر خلاف به هیڅ اقدام نه کیږي، خو د کابل د سقوط نه وړاندې د افغان طالبانو او د جميعت علماء اسلام پلوي او مشهور حنفي ديوبندي عالم شيخ رحيم الله حقاني په پېښور کې د افغان طالبانو د ملاتړ په تور د پېښور په يو مدرسه کې په نخښه شو، خو هغه خوندي پاتې شو. وروسته د 2022م کال په اګست میاشت کې داعش په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې هغه وواژه. په دې حالت کې والي عثمان ترابي د مېلمه په توګه له پښتونخوا د جمعیت علماء اسلام له ډلې یو عالم راوغوښت، چې په ښکاره یې سلفیان له خوارج سره تشبیه کول او هغه يې د درناوي د نخښې په توګه په خپله څوکۍ کښېناوه، د دغې ناستې وېډيو چې پر ټولنيزو رسنيو په تېزۍ خپره شوه نو د ولسي زور په نتيجه کې عثمان ترابي له خپلې څوکۍ لرې کړل شو.
په دې اړه د پاکستان وتلي خبريال ضياء الرحمان وي او اې ډيوه ته وويل "د خېبر پښتونخوا عالم مفتي نديم په بنيادي توګه د جميعت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې سره تعلق ساته او د سلفيت سخت مخالف دی، همدغه وجه وه چې کله عثمان ترابي دی د مېلمه په توګه راوغوښت او د کونړ خلکو وليد نو اهلِ حديث مکتب فکر لرونکو خپله ناخوښي وښودله، همدغه وجه وه چې عثمان ترابي د کونړ د ګورنرۍ د څوکۍ نه لرې کړل شو او په کونړ کې ورته ژوند تېرول ګران شو".
په افغانستان کې د افغان طالبانو او داعش تر منځ اختلاف دومره زیات شو چې د 2022م کال په اپرېل کې داعش په ښکاره د جمعیت علماء اسلام د غړو د وژلو فتوا صادره کړه. په دې پس منظر کې په باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام د ځايي مشرانو د هدفي وژنو لړۍ پیل شوې ده. داعش د 30 داسې پېښو زمه وارۍ منلې دي چې پکې د مفتي سلطان محمد، مولانا عبدالسلام، قاري الياس، مولانا شفيع الله او د جمعيت علماء اسلام مفتي بشير وژل شامل دي.
د 2023م کال په اپرېل کې داعش یوه اعلامیه خپره کړه چې د عثمان ترابي ساتونکی یې وواژه او په باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام په غونډه د ځانمرګي بريد څو ورځې وړاندې په باجوړ کې د کونړ د پخواني والي عثمان ترابي د مېشته خپل حاجي نجيب الله د وژلو ذمه واري هم اخیستې وه.
داعش خراسان د باجوړ د ځانمرګي بريد وروسته يوه د 92 پاڼو کتابچه د جمعیت علماء اسلام په ضد خپره کړې ده او د دوی په عقيده او سياست يې سختې نیوکې کړې دي.
هغه مخالفت چې له افغانستانه د روس له وتلو وروسته په دې هېواد کې د جنګياليو ډلو په ضد د شيخ جميل الرحمان د تحريک په شکل کې مخې ته راغلی وو نن د افغانستان نه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان طالبانو او د جميعت علماء اسلام په ضد د داعش خراسان په شکل کې مخې ته راغلی دی.
Forum