لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم له سعودي او عرب اماراتو د 50 اربه ډالرو پانګونو راتلو تمه څرګنده کړې


د پاکستان نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ ويلي، سعودي عرب به پاکستان کې د کان کيندنې، زراعت يا کرکيلې او د انفارمېش ټېکنالوجۍ په څېر څانګو کې پانګونې کوي، د کاکړ په خبره دا په هېواد کې نېغ په نېغه پانګونو کې د اضافې راوستلو د هڅو برخه ده، رویټرز خبري ادارې ويلي انوار الحق کاکړ دغه خبره نړيوالو مطبوعاتو ته کړې ده.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] تر مخه ښاغلي انوارالحق کاکړ هيله څرګنده کړې، د سعودى عرب او منځني ختيځ هېوادونو څخه به د 25 ،25 ارب ډالرو دا درنه سرمايه کاري د دوو او پينځو کلونو ترمنځ موده کې پاکستان ته راځي.

د سعودى عرب حکومت لا تر اوسه د پاکستان د وزير اعظم د دې دعوې تصدیق نه دی کړی خو که د دې تاييد وشي نو دا به په پاکستان کې د سعودي عرب د سرمايه کارۍ تر ټولو غټه منصوبه وي.

د اقتصادي چارو څيړونکي وايي د پانګونو د دې منصوبې په لاره کې سياسي عدم استحکام، په پاليسيو کې د تسلل نشتوالی او د امنیت ستونزه لوي چېلنجونه دي.

د اقتصادي چارو ماهر خبریال طاهر امين وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، داسې منصوبې په کال 2018-19 کې هم جوړې شوې وې او د هغو منصوبو لاندې هم په پاکستان کې د 30 اربه ډالرو د سرمايه کارۍ دعوې شوې وې.

د ښاغلي طاهر امين په خبره، اوس هم دا پلان دی چې پاکستان ته به نزدې 100 اربه ډالره پانګونې راځي چې په کې به د 25 اربو ډالرو سرمايه کاري د سعودي عرب ،25 اربه ډالره د متحده عربي اماراتو څخه، 25 ارب ډالره د قطر او نورې پانګونې د مينځني ختيځ هېوادونو څخه راځي..

هغه زياته کړه، د دې پانګونو په لاره کې لا هم چېلنجونه شته.

د پاکستان نګران وزیر اعظم دا نه ده واضحه کړې چې رياض په کومو مخصوص منصوبو کې پانګونې کول غواړي خو تېره میاشت بېرک ګولډ ويلي وو چې هغوى ته د بلوچستان په رېکوډک کې د سرو زرو او تانبې په منصوبه کې د سعودي عرب په شراکت دارۍ اعتراض نشته.

د انوارالحق کاکړ په وينا پاکستان کې د معدينياتو د شتمنو ماليت نزدې شپږ ټريلينه ډالره دی او ويلي یې دي، حکومت به په راتلونکو شپږو مياشتو کې د توانايۍ د دوو منصوبو د نجکارۍ عمل هم مکمل کړي.

د مالي چارو کار پوهان وايي پاکستان اوس مهال د ډالرو د سخت کمي سره مخ دی او ورسره د هېواد د جارى کهاتې خساره هم د 2.2 اربه ډالرو څخه اوسېوا شوې ده او دا وخت د پاکستان ټول پام د سعودي عرب او مينځني ختيځ هېوادونو پانګونو ته اړولی دی.

ښاغلی شهريار بټ ډيوه ته وايي اوس مهال دا يو مشکل کار ښکاري ځکه چې په دې اړه عملي ګامونه نه ليدل کيږي. له دې وړاندې هم د سرمايه کارۍ لوظونه شوي وو، ويل کېده چې سعودي عرب په کراچۍ کې د تېلو صفا کولو کارخانه لګوي خو په هغې هم عملي کار ونه شو.

زما په فکر د پاکستان حکومت له به په دې اړه په جنګي بنيادونو کار کول وي او دلته به د بهرنيو پانګونو لپاره يو ښه ماحول جوړول وي. د سرمایه کارۍ د اسانتياو خصوصي کونسل هم په دې لړ کې غوره ګام دی خو په دې عملي کار نه دی شروع کړی شوی.

په مطبوعاتو کې داسې ګنګوسې هم خورې دي چې د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان به په هند کې د جي 20 کانفرنس د ګډون لپاره د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان هم لنډه دوره وکړي او نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ ويلي چي د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه په دې اړه يو بل سره تماس کې دي او چې د دورې په نېټه اتفاق وشي نو شهزاده محمد بن سلمان به د پاکستان سفر وکړي.

د جولايۍ په مياشت کې د پاکستان او آی اېم اېف ترمنځ د 3 اربه ډالرو د لنډ مهاله قرض لوظنامه د لاسلیک کېدو وروسته سعودي عرب د پاکستان مرکزي بېنک کې 2 اربه او متحده عربي اماراتو 1 ارب ډالره اېښودي وو، چې مقصد يې د پاکستان غورځېدونکې د زر مبادلې ذخيرې ته کومک ورکول او په مالي ستونزو د قابو موندلو لپاره د پاکستان سره همکاري کول وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG