لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د خليجي همکارۍ د تنظیم سره ازاده تجارتي معاهده لاسلیک کړه


پاکستان د خليجي همکارۍ د تنظیم یا جي سي سي سره ازاده تجارتي معاهده لاسلیک کړې ده چې د پاکستان د تجارت د نګران مرکزي وزير ګوهر اعجاز په وینا دا په تېرو څوارلسو کلونو کې لومړنۍ معاهده ده چې په تنظیم کې شاملو هېوادونو د پاکستان سره کړې ده.

د تجارت نګران مرکزي وزير ګوير اعجاز د خليجي همکارې د تنظيم سره د پاکستان آزاده تجارتي معاهده يو غوره پرمختګ ګرځوي۔

د تجارتي او مالي چارو پوهان وايي پاکستان سره د ټېکسټايل مصنوعاتو او د سپکو وسلو د درآمد کولو پرته نور داسې معياري سامان نشته چې په دغه تنظيم کې شاملو هيوادونو ته يي برآمد کړي۔

پرون د شورو په ورځ اسلام اباد کې د خبري غونډې پرمهال نوموړي ويلي چې د جي سي سي هيوادونه د يو کهرب ډالرو سامانونه برآمد کوي او هم داسې د پينځه نيم سوه اربو ډالرو سامان درآمدکوي۔

د ښاغلي اعجاز ګوهر په وينا پاکستان د نولس اربو ډالرو د ماليت سامانونه د خليجي همکارۍ په تنظيم کې د شاملو هيوادونو څخه راغواري چي زياتره برخه يي د توانايي او پټروليم مصنوعاتو باندې مشتمله ده خو د پاکستان په برآمداتو کې برخه يوازې دوه نيم اربه ډالره ده.

دتجارت نګران وزیر ګوهر اعجاز وایي،د دې آزادې تجارتي معاهدې بنيادې مقصد د خليجي همکارۍ د تنظيم د ستر مارکيټ څخه ګټه پورته کول دي چې اوس پکې زموږ برخه نيم فيصدي ده او د دې تنظيم کې د شاملو هيوادونو سره په تجارت کې زموږ تجارتي خساره په کلني بنياد ۱۷ اربه ډالره ده، هغه وایي "موږ غواړو چې د دغه مارکېټ لارې ځان ته پرانزو".

د خليجي هيوادونو د همکارۍ د تنظيم سېکټري جنرل جاسم محمد ويلي دي چې د پاکستان سره دا آزاده تجارتي معاهده د دې هيوادونو ترمينځ په نړيوال کچه د پیاوړې تجارتي او اقتصادي همکارۍ څرګندونه کوي.

که څه هم پاکستان دا يوه تاريخي معاهده ګرځوي خو د تجارتي او مالي چارو پوهان وايي پاکستان سره د ټېکسټايل مصنوعاتو او د سپکو وسلو د درآمد کولو پرته نور داسې معياري سامان نشته چې په دغه تنظيم کې شاملو هيوادونو ته يي برآمد کړي.

د مالي او تجارتي چارو کارپوهه شاهد محمود وي او ای ډیوه ته وویل،سعودي عرب او ځېني نور عرب هيوادونه د پاکستان څخه له مخکې نه ټوپکې او نورې سپکې وسلې اخلي او امکان دی چې له دې معاهدې وروسته به دغو هيوادونو ته د پاکستان د دفاعي مصنوعاتو په برآمد کې اضافه وشي،

دهغه په خبره ،نور بس دغه ټېکسټايل مصنوعات دي چې پاکستان يي برآمد کوي.

پاکستان په دې وروستو کې د بهرملکي پانګونو د راغب کولو لپاره د خصوصي پانګونو د اسانتياو کونسل جوړ کړی چې مقصد يي د کرکيلې، دفاعي پيداوار او د کان کيندنې په څانګو کې په ځانګري ډول د عرب هيوادونو څخه پانګونې راوړل دي او اقتصاد پوهان وايي چې د خليجي همکارۍ د تنظيم سره د آزادې تجارتي لوظنامې د لاس ليک کولو مقصد هم دغه پانګونو ته لاره هوارل دي.

اقتصاد پوهه شهريار بټ وایي، د دې معاهدې د پاکستان په اقتصاد ښه اثر کېدای شي، ډيوه سره خبرو کې هغه وویل "زموږ چې د انفارمېشن ټيکنالوجې کومې کمپنيانې دي هغوي له دې څخه ګټه پورته کولی شي او د دې تر څنګ پاکستان هلته غوښه هم برآمد کولی شي خو دا هر څه هله ممکن کېدای شي چې پاکستان د تاجرانو لپاره ايل سيز پرانزي ځکه چې پاکستان دا وخت د ډالرو د کمي سره مخ دی او حکومت برآمد کوونکو ته اوس مهال اسانۍ هم نه ورکوي".

د پاکستان د تجارت نګران وزير اعجاز ګوهر ويلي چې سعودي عرب او متحده عرب امارات به هم د دې آزادې تجارتي لوظنامې لاندې په پاکستان کې پنګونې کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG