لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: پاکستان دې ګواښونو سره مخ افغان وګړو ته د تحفظ ورکولو عمل دوامداره وساتي


د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې يو این ایچ سي ار او د مايګرېش اېجنسۍ آی او اېم د پاکستان حکومت ته خواست کړی چې د خطر سره مخ افغان وګړو ته تحفظ ورکول دې دوامداره وساتي او هغه افغانان چې له پاکستانه د تحفظ غوښتنه کوي باید افغانستان ته ونه لېږل شي.

خو په پينډۍ اسلام اباد کې مېشت افغانان وايي د کورونو مالکانو ورته جواب ورکړی چې کورونه باید خالي کړي ځکه چې حکومت د کورونو مالکانو ته وینا کړې ده چې افغانانو نه باید خپل کورونه خالي کړي.

ملګرو ملتونو د ادارې ترمخه افغانستان دا مهال د يو شمېر بشري بحرانونو څخه تېرېږي چرته چې په خصوصي توګه ښځو او جينکو ته د بشري حقونو د سرغړونو چیلنجونه مخې ته دي.

د خالي په ورځ د د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې يو این ایچ سي ار او مايګرېش اېجنسۍ آی او اېم په يو ګډ بیان کې د پاکستان حکومت ته د افغان ګډوالو د اندراج او د هغوي دې هېواد کې د نور وخت لپاره د پاتې کېدو وړانديز کړی دی او ورسره ملګرو ملتونو دا خواست هم کړی چې د ګواښ او خطر سره مخ د افغان وګړو حفاظت دې دوامداره وساتي.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي داسې وګړي چې پاکستان ته یې د حفاظت خواست کړی، که چېرې هغوي په سملاسي ډول بې دخل کړی شي نو د خطر سره مخامخ کېدای شي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د لومړي نومبر پورې دې غېر قانوني بهر ملکيان د ملک څخه ووځي ګني بيا يې پرضد عملیات کولی شي.

د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د ګډوالو د ادارې دې تازه بيان ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، البته د پاکستان د خارجه چارو نګران وزیر جليل عباس جېلاني تبت کې د هانګ کانګ د ټي وي چېنل فينکس سره يوه مرکه کې وېلي چي يو هېواد هم غېر قانوني غېر ملکيانو ته په خپل هېواد کې د پاتې کېدو اجازه نه ورکول غواړي او د غېر قانوني افغان کډوالو په ګډون د نورو غېر ملکيانو د ويستلو په اړه د پاکستان پرېکړه د نړیوال طرز عمل مطابق ده.

اخوا د پاکستان حکومت د کورونو هغو مالکانو ته، چې افغان کډوالو ته یې خپل کورنه په کرایه ورکړي دي، خبرداری ورکړې چې د خپلو کورونو او اپارټمنټونو څخه افغان ګډوال وباسي.

د اسلام اباد سره جوخت د راولپنډۍ ښار په جناح ګارډن کې مېشته افغان کډوال عرش چې غواړي امریکا ته لاړ شي ډيوه ته ویلي دغلته چې څومره هم افغان استوګن دي قانوني وېزه او پاسپورټ لري.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلی عرش وایي د کورونو مالکانو دوي ته اطلاع ورکړې ده چې په يوه مياشت کې دې دننه کورونه پرېږدي.

هغه وایي "اوس مونږ نه پوهېږو چې چرته لاړ شو او ددې وروستۍ پرېکړې له کبله زموږ مشکلات زيات شوي دي"

د بشري حقونو نړیوالې او ملکي ادارې هم د غېر قانوني بهرملکيانو د ويستلو په اړه د پاکستان د نګران حکومت پرېکړه غندي.

کارپوهان د غېر قانونه افغان کډوالو د هېواد څخه د ويستلو د پاکستان د حکومت پرېکړه په افغانستان واکمنو طالبانو باندې د فشار اچولو هڅه ګرځوي.

خبریال رفعت الله اورکزی وایي پاکستان په هېواد کې میشت د څلور مېليونه افغان کډوالو د ويستلو فشار اچوي اؤ ددې ترڅنګ یې په پولو د تګ راتګ نظام هم سخت کړې دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دپاکستان لخوا د ټرانزټ تجارت باندې هم اضافي ټېکس لګول شوی دی او پاکستان دا سختي په مرحله وار ډول سېوا کوي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي د پنجاب نګران وزیر اعلي محسن تقوي هم تېره ورځ د خبريالانو سره د خبرو پرمهال په پنجاب ايالت کې په غېر قانوني توګه مېشته له ټولو غېر ملکيانو څخه غوښتي دي چې په خپله خوښه ووځي.

له دې وړاندې د پاکستان د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ ویلي وو چې په هېواد کې په غېر قانوني توګه د مېشتو غېر ملکي وګړو د ويستلو په منصوبه به په مرحله واره توګه عمل کولی شي.

دې ورستو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ پېښو کې د اضافې وروسته د پاکستان او په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ترمنځ اړېکې خرابې شوې دي او د پاکستان حکومت تور لګوي چې پاکستان مخالف وسله وال د برېدونو لپاره د افغانستان مځکه کاروي خو افغان حکومت دا تورونه په بيا بيا ردوي.

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب د غېر قانوني افغان کډوالو د ورستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې او دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سياستوالو او ديني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو راوګرځوي.

د پاکستان حکومت د افغانستان د ټرانزټى سوداګرۍ تړون له مخې پر وارد شوو توکو د لس فيصد پروسيس فيس د لګولو هم اعلان کړی دی چې دواړه خواؤ ته سوداګر یې يو سخت ګام ګرځوي او وايي د پاکستان د حکومت دا اقدام د جنېوا کنونشن سرغړونه ده.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي د پاکستان او افغانستان ترمينځ د خرابو اړيکو تاوان د دواړو هېوادونو سوداګرو ته رسېږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG