لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غبن مقدمو سره مخ پخوانی وزیراعظم نوازشریف څلور کاله وروسته سبا بیا پاکستان ته ستنېږي


ټاکل شوې ده د پاکستان پخوانی وزير اعظم نواز شریف سبا د اکتوبر په 21 نېټه بېرته هېواد ته ستون شي خو په پاکستان کې ځینې قانون پوهان دا ګڼي چې د عدالت لخوا به هغه ته په کېسونو کې ریلیف تر لاسه شي اؤ‌ ځېنې بیا وایي چې د نا اهلۍ عدالتي فیصله یې د سیاسي مستقبل مخې ته خنډان جوړولی شي.

د نواز شریف د راستنېدو نه وړاندې اسلام اباد هایکورټ د اکتوبر تر 24مې نېټې د هغه ضمانتي حفاظت منظور کړی دی چې د عدالت په دې فیصله هم په سوشل میډیا کلکې نیوکې شوې دي .

د پاکستان د یو شخصي ټي وي نطاق منصور علي خان وایي دلته په وړو،وړو جرمونو کې ککړ کسان په کلونو،کلونو د عدالتونو مخې ته ربړیږي اؤ عدالت یې قضیې نه فیصله کوي خو برعکس د لویانو لپاره بیا عدالت په سمدستي توګه بینچونه هم جوړوي اؤ ضمانتونه هم ورکوي.

پاکستاني میډیا د مسلم لیګ نون د خولې وايي د نواز شریف الوتکه به وړومبی اسلام اباد کې کوزیږي اؤ دغلته د یو څه تم کېدو نه وروسته به ماښام ښاغلی شریف د لاهور ښار مينار پاکستان کې د هرکلي لپاره راټول شؤو د خپل ګوند کارکنانو ته وېنا کوي.

تېره ورځ اسلام اباد هاي کورټ او د اسلام اباد احتساب عدالت د العزيزيه ، اېون فيلډ او د توشه خانې په قضيو کې د نوازشریف د اکتوبر تر 24 نېټې حفاظتي ضمانتونه منظور کړي او حکم یې کړی چې نوموړی دې نه نیولی کیږي.

قانون پوهان وايي د اېون فيلډ په قضيه کې اسلام اباد هاي کورټ دوه نور شريک ملزمان مريم نواز شریف او کېپټن صفدر بري کړي دي او د دغه عدالتي فېصلې پخواني وزیر اعظم ته ګټه رسېدلی شي.

قانون پوهه اؤ د سپریم کورټ وکیل شېخ احسن الدین وايي که ددې مقدمې په اړه د اسلام اباد هايکورټ د پخواني چيف جسټس اطهر من الله فېصله په نظر کې وساتل شي نو ګڼي چې قضيه کې د سزا جواز نه جوړېږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې شېخ احسن الدین اېډوکېټ وویل"دا سياسي کېسونه دي او د نړۍ په عدالتي تاريخ کې داسې نه دي شوې که چرته په چا مقدمه جوړه شي نو عدالت د هغې مقدمې د څارنې لپاره ځانله جج مقرر کړي او زما په اند که دې قضیې ته په مېرټ وکتل شي نو دا مقدمه ختمېدای شي"

پخواني وزیر اعظم نواز شریف په کال 2019 کې د علاج لپاره لندن ته له تګ وړاندې د العزيزيه سټيل ملز په مقدمو کې د احتساب عدالت لخوا هغه ته اورول شوې د 7 او 20 کلونو د بند سزا تېروله.

ځنې قانون پوهان وايي ښاغلی نواز شریف سپريم کورټ د لسو کلونو لپاره د سياست څخه نااهله ګرځولی دی او د ستر عدالت دغه پرېکړه د نوموړي په لار کې خنډ جوړېدای شي.

د سپریم کورټ یو بل وکیل شېر امان خان اېډوکېټ وي او ای ډيوه ته وایي،د نواز شریف د ډلې د قانوني ماهرانو وینا ده چې د کال 2017م په الیکشن ایکټ کې په دې وروستیو کې د پارليمان لخوا شوی ترميم نواز شریف ته ګټه رسولی شي چې په کې د نااهلۍ موده 5 کاله کړی شوې ده.

خو هغه وایي "زما په اند د سپريم کورټ دغه فېصله موجود ده، چا نه ده چلېنج کړې او د هغې فېصلې حېثيت لا پرځای دی"

د پاکستان مسلم لیګ نون ګوند عمومي سېکټر احسن اقبال د بي بي سي اردو سره خبرو کې ویلي د نن حالات د کال 2018م نه مختلف دي او په کال 2018م کې د نواز شریف خلاف سازش کوونکي کردارونه ټول بې نقابه شوي دي او وايي هيله لري چې عدالتونه به هغه ته ريليف ورکړي.

د سياسي چارو څېړونکي وايي دې کې هېڅ شک نشته چې پنجاب کې نواز شریف تر اوږدې مودې په ولس کې يو مقبول مشر پاتې شوی دی خو د تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان د هغه دغه مقبوليت ته زيان هم رسولی دی ولې د عمران خان د مقبوليت پرشا چې کوم طاقتونو وؤ هغه اوس نه شته.

د سياسي چارو کارپوهه او کالم لیکونکی ښاغلی حماد حسن وایي، د نواز شریف لپاره اوس د اسټبلشمنټ په زړه کې خواخوږي پېدا شوې ده او ددې حالاتو څخه يقيناً نواز شریف فاېده پورته کولی شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "د مينار پاکستان د هرکلي جلسه د نواز شریف او د هغه د ګوند د مقبولیت ازمېښت دی چې هغوى څومره خلک راغونډوي"

څېړونکي وايي د پي ډي اېم د سورى لاندې د شهباز شريف د شپاړلسو مياشتو لپاره حکومت کول، د مسلم لیګ نون ګوند سیاست ته زیان رسولی، ځکه چې هغه وخت د پخواني وزیر اعظم عمران خان مقبوليت په لاندې کچه ختمېدو خو اپریل کال 2022م کې د خان د حکومت د ختمېدو سره د پنجاب سياست بدلېدل پېل شو.

په پاکستاني میډيا هم د نواز شریف هېواد ته د بېرته راستنېدو په هکله تاوده بحثونه پېل شوي دي اؤ چرته که څېړونکي اؤ خبریالان دا ګڼي چې نواز شریف ته به دپاکستاني عدالتونو نه د هغه پرضد جوړو مقدمو کې ریلیف یا اسانتیا ترلاسه شي هلته ځېنې خبریالان اؤ څېړونکي د نواز شریف بېرته راستنېدو ته اسټیبلشمنټ سره دجوړ جاړي نوم ورکوي اؤ ددې غندنه هم کوي.

خبریال منصور علي خان د ای ار وایي ټي‌ وي یو پروګرام کې د خبرو په مهال ویلي دا ډیره عجیبه خبره ده چې پاکستان کې په وړو ، وړو جرمونو تورن کسان د انصاف ترلاسه کولو لپاره کلونه کلونه د عدالتونو مخې ته ربړېږي خو وایي په سترو غلاګانو اؤ جرمونو تورنو کسانو لپاره د لویو شخصیاتو لپاره بیا ځانګړي عدالتي بینچونه هم جوړیږي اؤ قضیې هم شپه په شپه فیصله کیږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG