لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان نه په زوره د افغانانو د ویستلو پرضد د پاکستان د بشري حقونو ملي کمیشن ته عریضه شوې ده


Afghan Refugees in Pakistan
Afghan Refugees in Pakistan

د پاکستان بېلابېلو سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د اکتوبر په 25مه د افغان کډوالو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د پاکستان د بشري حقونو ملي کمیشن اېن سي اېچ ار ته عريضه کړې ده چې په کې ویل شوي د پاکستان حکومت دې د افغانانو د هېواد څخه په زوره د ويستلو پرېکړې ته بيا کتنه وکړي.

دا عريضه د پيپلز ګوند پخواني سینیټر فرحت الله بابر ،د ملي جمهوري غورځنګ ګوند پخواني سینیټر افراسياب خټک، د جماعت اسلامي سینټر مشتاق احمد خان او د بشري حقونو فعالې امنه مسعود جنجوعه کړې ده.

د بشري حقونو د ملي کمېشن مشرې ته د یادو شخصیاتو لخوا ورکړل شوې عريضه کې ویل شوي چې د دې مياشتې په پېل کې غېر منتخب نګران حکومت هغه وخت هر څوک حېران کړل کله چې د ګډوالو په اړه یې د پاکستان 40 کلنه تګلاره بېرته واخسته.

عريضه کې ویل شوي له مطبوعاتي رپورټونو له مخې دا ناساپي پرېکړه د اېپکس کمېټۍ لخوا شوې چې نه يوازې په اساسي قانون کې ځاې نه لري بلکې دغه پرېکړه د کال 2017 د کابينې د هغه فېصلې هم سرغړونه کوي چې د هغه وخت منتخب حکومت له لوري شوې وه.

سياستمداران وايي د پاکستان رياست چې کله هم د مهمو ستونزو څخه د خلکو پام اړول غواړي نو د افغانانوځورول پېل کړي.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند یوه مرکزي مشره بشرا ګوهر وایي، پاکستان ته نه ده پکار چې په هغو بې وزله افغانانو لاس واچوي چې د پاکستان د تګلارو په نتیجه کې پاکستان کې په پناه اخستو مجبوره شوي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"د پاکستان د رياست څخه دا تپوس څوک نه کوي چې تاسو د کوټې شورا او د حقانيانو ډله د کوم قانون لاندې پاکستان کې کښېنولې وه؟"

د مېرمن ګوهر په وینا "افغانستان یې په دغه خلکو دړې وړې کړو دا ولې شوي دي او مونږ له د هغې احتساب کول پکار دي دا نه چې په هغو بې وزله افغانانو لاس واچوي څوک چې د پاکستان د تګلارو له کبله دلته راغلي دي"

د پاکستان نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ يو ځل بيا د افغان کډوالو په ګډون د ناقانونه غېر ملکيانو د ويستلو د پرېکړې دفاع کړې ده او د مطبوعاتي رپورټونو له مخې د يو شخصي ټى وي چېنل سره یې مرکه کې ویلي د نومبر د لومړې نېټې وروسته به هغه بهرنيان نيول کېږي او خپلو هېوادونو ته به بېرته شړل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.

د شارپ غېر دولتي تنظيم مشر لیاقت بنوري وایي،ګډوال کله هم غېر قانوني نه وي، بلکې غېر رجسټرډ وي او د يو ګډوال په کور کې چې اور لګېدلې وي هغه له ځانه سره اسناد نه شي راوړی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي ،کله چې يو ګډوال له پولې را واوختو او تحفظ ته راغلو نو بيا دا د رياست ذمه واري ده چې اندراج یې وکړي خو د پاکستان رياست د افغان کډوالو لپاره هیڅ طريقه کار نه دی جوړ کړی.

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي دجمعې په ورځ ویلي چې د نومبر د وړومبۍ نېټې نه وروسته به پاکستان کې په غېرقانوني توګه د میشت بهرنیانو لپاره هیڅ ځای نه وي او نه هغوي ته ورکړل شوي مهلت کې د پراختیا څه امکان شته.

د بشري حقونو ډلو هم د پاکستان دغه پرېکړه غندلې، هېومن رايټس واچ وېلي وو،د پاکستاني چارواکو لخوا تر يو ميلين زياتو افغانانو د ويستلو ګواښونه د دوي د ځورونې سوب شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې يو اېن سي اېچ ار هم د پاکستان څخه غوښتي وو چې افغانان دې په زوره نه وباسي.

د ډېفنس اف هيومن راېټس تنظیم مشره امنه مسعود جنجوعه وایي د افغانانو د بشري حقونو احترام په مونږ لازم دی او حکومت نه شي کولی چې د دوي د بشري حقونو سرغړونه وکړي.

هغه وایي "دلته چې څومره هم قانوني او غېر قانوني افغان وګړي مېشت دي پاکستان حق نه لري چې هغوي په جبر وباسي"

د پاکستان حکومت تېره میاشت د افغان کډوالو په ګډون ټولو غېر قانوني بهرنيانو ته د اکتوبر تر 31 نېټې له هېواده د وتلو خبرداری ورکړی و او ګواښ یې کړی و که چا په دې عمل ونه کړو نو له هېواده به په زور ويستل کېږي.

په افغانستان د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې وروستیو کې دپاکستان په اعلان خپل غبرګون کې ویلي وو د پاکستان د حکومت دا پرېکړه د منلو وړ نه ده او له چارواکو یې غوښتلي وو چې دې تګلارې ته دې بيا کتنه وکړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG