لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قرض د لوظنامې وړومبۍ ارزونې لپاره د آی ایم اېف ډله په 2م نومبر پاکستان ته سفر کوي


ټاکل شوې ده چې د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف وفد به د نومبر په 2مه نېټه د پاکستان سفر کوي چې مقصد یې د پاکستان سره د لاسلیک شوې د 3 اربه ډالرو قرض د لوظنامې د لومړې جاېزې په اړه خبرې کول دي.

اقتصاد پوهان وايي پاکستان ته به د آي اېم اېف د 71 کروړه ډالرو بل قسط په اسانه تر لاسه شي خو فکر دا دی چې ددې عارضي اسانۍ وروسته به څه کېږي؟

پاکستان ته سږ کال د جولایي مياشت کې د آي اېم اېف د قرض د عارضي معاهدې لاندې د 1.2 ارب ډالرو لومړۍ قسط ورکړل شوی وو چې له امله یې پاکستان د اقتصادي سقوط څخه بچ شوی وو.

د خبري اېجنسۍ رويټرز ترمخه پاکستان کې د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف استازي ویلي، د آي اېم اېف ډله به د قرض د اوسني تړون لاندې د لومړۍ ارزونې لپاره د نومبر په 2 نېټه د پاکستان سفر کوي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي پاکستان د بجټ خسارې د راکمولو لپاره په ترقياتي بجټ کې د پنګو نه زیاتې برخې پرېکړې دي چې مقصد يې آي اېم اېف ته ښودل دي د پاکستان مالياتي خساره کمه شوې ده.

اقتصاد پوهه ډاکټر عبدالجليل وي او ای ډیوه ته وایي، پاکستان ته به د آي اېم اېف لخوا دوېم قسط ترلاسه شي خو اصل سوال دا دی چې د دې عارضي پروګرام د ختمېدو وروسته به بيا څه کېږي؟

د هغه په وینا" ایا چې نوی حکومت راشي نو هغه به د آي اېم اېف سره يوه بله اوږد مهاله د قرض لوظنامه کوي او که نه ؟ اوم که آي اېم اېف سره بله لوظنامه کوي نو د هغې لپاره څه تېارۍ په پام کې نيول شوې دي؟"

د آي اېم اېف سره شوي لنډ مهاله تړون کې دا ټاکل شوې وه چې نزدې د 1.2 ارب ډالرو لومړۍ قسط به پاکستان ته ورکړي او پاتې 1.8 ارب ډالر نور به د دوو ارزونو وروسته ورکوي.

د آی ایم اېف لخوا پاکستان سره شوې دا د نهو میاشتو لپاره يوه عارضي دقرض لوظنامه وه چې مقصد یې په لنډ وخت کې د پاکستان اقتصادي ضرورتونه پوره کول وو.

دپاکستان او آي اېم اېف ترمنځ کال 2019 کې د 6.5 اربه ډالرو اوږد مهاله دقرض لوظنامه لاسلیک شوې وه خو د قرض د وروستي قسط پېسې ورکول تېر کال نومبر کې د ځنډ ښکار شوې وؤ چې دغه مهال د پاکستان په اقتصادي مشکلاتو کې اضافه وشوه او د معاشي اصلاحاتو راوستو لپاره پاکستان ته د لنډ وخت لپاره عارضي ریلیف یا اسانتیا ترلاسه شوه.

د اقتصادي او مالي چارو څېړونکي وايي د دې لنډ مهاله قرض پروګرام سرته له رسېدو وروسته به دې هېواد ته د ايي اېم اېف سره يوه بله اوږد مهاله دقرض لوظنامه لاسلیک کول وي ولې پاکستان ته لا هم د اقتصاد په څانګه ستونزې ورپېښې دي.

داقتصادي چارو خبریال مهتاب حېدر وایي، پاکستان د اقتصاد د ښه کولو هڅې کوي خو سږکال یې د 950 ارب روپو د ترقياتي بجټ څخه يوازې 42 اربه روپۍ جارى کړی شوې دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دپاکستان اقتصاد وده پرځاى ودرېدلې ده، ترقي نه کېږي خو د آي اېم اېف سره د راتلونکي جاېزې خبرو کې به په بهرنیو مرستو کې موجود خلا او د ډالر په مقابله کې د روپۍ زيات شوی قدر ستونزې جوړوي.

د آي اېم اېف سره د عارضي قرض لوظنامې سره ځنې مثبتې اشارې د پاکستان په اقتصاد کې په نظر راتلل پېل شوي چې د ونډو بازار په کاروبار کې غوره والی او د امريکايي ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر ښه کېدل پکې شامل دي.

د پاکستان انسټیټیوټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس وايس چانسلر او وتلی اقتصاد پوهه نديم الحق ډیوه وايي قسط ترلاسه کېدل لويه خبره نه ده خو د فکر خبره دا ده چې د پاکستان واکداران دا هېواد د ترقۍ او پرمختګ په لوري بوتلو ته تېار نه دي.

هغه وایي "زموږ حکمرانان د ترقۍ خبره نه کوي، هغوي د اقتدار خبرې کوي او د هېواد په شا د بوتلو خبرې کوي"

د پاکستان سټېټ بېنک روانه مياشت کې ویلي وو چې پاکستان د آی اېم اېف څخه د 4.5 ارب ډالرو امدادي پېکج د ترلاسه کولو لپاره ټاکلي اهداف پوره کړي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG