لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سیاسي مشران وایي د افغان کډوالو د ویستلو پرېکړه د نګران حکومت له واکه پورته ده


په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو مشران اؤ د پارلیمان غړي وایي چې هیواد نه دافغان کډوالو د ویستلو پرېکړه د نګران حکومت له صلاحیته پورته ده اؤ کوم خلک چې دلته له تېرو 45 کلونو راهیسې پراته وو اوس هغوي په سملاسي ډول بېرته لېږل د دواړو هېوادونو په اړيکو هم غټ اثر غورځولی شي.

په پاکستان کې دملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ، د پاکستان پيپلز ګوند وتلي مشر اؤ پخواني سینیټر فرحت الله بابر، د جماعت اسلامي سنیټیر مشتاق احمد خان ،د بشري حقونو فعالانو امنه مسعود جنجوعه، قانون پوهه جبران ناصر، ايمان زېنب مزاري او نورو د پاکستان سپريم کورټ په زوره د افغان کډوالو د ویستلو پر ضد عریضه کړې ده.

پاکستاني مطبوعات وایي، سپريم کورټ تر اوسه دغه عریضه د اورېدنې لپاره نه ده منظور کړې.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داود وي او ای ډیوه ته ویلي سپريم کورټ شوې عریضه کې چې هغوي کوم وجوهات ښودلي دي هغې کې يو دا دی چې نګران حکومت دومره لويه فېصله په خپل سر نه شي کولی.

هغه وایي ، دا لويه سياسي فېصله ده، کوم خلک چې دلته له 45 کلونو راهیسې پراته وو اوس هغوي په سملاسي ډول لېږل د دواړو هېوادونو په اړيکو هم غټ اثر غورځولې شي.

د پاکستان حکومت په دريم اکتوبر اعلان کړې و چې هیواد کې په غیر قانوني توګه میشت بهرنیان دې د اکتوبر د 31مې نېټې پورې په خپله خوښه وځي، ګني د نومبر له لومړۍ وروسته به نيول کېږي او بېرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کېږي.

د ورکړل شوي مهلت سرته له رسېدو وروسته حکومت د لا قانونه بهر ملکي وګړو خلاف په ګرد هیواد کې عمليات پېل کړي دي او پاکستاني مطبوعات د کورنیو چارو د وزارت له قوله وايي چې د اکتوبر مياشتې له پېل راهیسې نزدې یو لک 40 زره او 322 بهرنیان په رضا کاررانه توګه خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

پاکستان کې بې استاده کډوالو ته ورکړل شوی مهلت اوړمه ورځ پای ته رسېدلی خو پاکستان کې دننه او بهر په زور د افغان کډوالو د شړلو مخالفتونه شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او دپاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر پر ټولنیزه رسنۍ اېکس(پخواني ټويټر) خپل بیان کې د پاکستان لخوا د افغان کډوالو په زور ويستل غندلي دي او لېکلي یې دي چې "دوي اسامه بن لادن، د طالبانو مشرانو او د نړۍ په زرګونو وسله والو ډلو ته پناخ ورکړې، خو د بې وزله افغان کډوالو په جبر د ویستلو لپاره یې يوازې يوه مياشت لنډ مهلت ورکړی او هغه هم داسې وخت کې چې افغانستان کې د یخ ژمی شروع شوی دی"

د افغان کډوالو د قانوني حقونو لپاره د کار کوونکي غېر دولتي تنظيم شارپ مشر لياقت بنوري د پاکستان دحکومت له لوري د لا قانونه بهرنیو ګړو له هېواده د ويستلو پرېکړه بې وخته بللې ده .

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "په دومره لويه شمېره کې په بیړه د کډوالو د وستلو سره دا خطره شته چې دا په ممکنه توګه يو لوي بشري بحران کې بدل شي او که داسې بحران جوړ شي نو بد اثرات به په پاکستان هم پريوځي"

هغه وایي، که دا کډوال افغانستان ته لاړ شي چرته چې هېڅ انتظام نشته نو دغه خلک د غلطو وسله والو ډلو لاسونو ته هم تللی شي او دا به پاکستان او د نړۍ امن ته يو بل ګواښ وي.

اخوا امریکا هم له پاکستان غوښتي چې باید افغان کډوال په زوره ونه باسي.

د امریکا د خارجه چارو دمحکمې وياند ميتهو ملر ویلي، مونږ د پاکستان په ګډون د افغانستان د ګاونډي هېوادونو پوره ډاډګيرنه کوو چې هغوى دې د نړیوال تحفظ غوښتونکو افغان وګړو ته هېواد کې د داخلېدو اجازه ورکړي او د بشري مرستو رسولو لپاره دې د بشري حقونو نړیوالو تنظيمونو سره رابطه جوړه کړي.

يوه هفته وړاندې ملګرو ملتونو هم خبردارې ورکړی ووچې پاکستان څخه د اسنادو نه لرونکو افغانانو شړل د بشري حقونو د بحران سوب جوړېدی شي.

پاکستان دا غوښتنې رد کړي‌ اؤ وایي هر کله چې د نړۍ یو هیواد هم پرته له قانوني لارو بهرنیو وګړو ته خپل هیواد کې د اوسېدو اجازه نه ورکوي نو بیا پاکستان دې ولې په غیر قانوني توګه بهرنیو وګړو ته خپل هیواد کې د میشته کېدو اجازه ورکړي.

دپاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ تېره ورځ پخپله یوه مرکه کې ویلي کوم افغانان چې دلته په غیر قانوني توګه میشت دي که هغوي خپلو هیوادونو ته لاړ شي اؤ بیا په قانوني توګه پاکستان کې د میشته کېدو یا روزګار خواهش ولري نو حکومت به ورته په دغه لړ کې مرسته ورکړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG