په فلسطين کې د کرونده ګرو سازمان وايي، په غربي غاړه کې د اسرایلو لخوا په فلسطيني کرونده ګرو د زياتېدونکو بريدونو له کبله د زېتون پېداوار کم شوی
دغه سازمان وايي په اوم اکتوبر د حماس لخوا په اسرايل د بريدونو وروسته په دغه سيمه کې په کرونده ګرو حملې زياتې شوي چې د يهوديانو آبادۍ ته څېرمه په زرګونو د زېتون ونې د دانو نه ډکې دي خو څوک يې نه شي ټولولې.
د وي او ای يان بوچات رپوټ کې نور تفصيل بختور شاه وړاندې کوي.