لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: اسټريليا، جنوبي افريقې ته په ماتې ورکولو د 2023م ورلډ کپ فاينل ته رسېدلې


د اسټريليا کرکټ لوبډلې د ورلډ کپ 2023م په دویم سيمې فاينل کې جنوبي افريقې ته ماتې ورکړې او فاينل ته رسېدلې ده، له دې وړاندې هند نيوزي لېنډ ته په لومړي سيمې فاينل کې ماتې ورکړې او فاينل ته رسېدلې وه.
فاينل يا پایلوبه د اتوار، يکشنبې په ورځ ټاکل شوې ده.

اسټريليا له دې وړاندې په کال 1987, 1999,2003,2007,2015 کې د کرکټ نړيوال کپ ګټلی، په 1975 او 1996 کې فاينل ته رسېدلې خو پايلوبه یې نه وه ګټلې.

د اسټريليا کرکټ لوبډله په اتم ځل د کرکټ نړيوال کپ پايلوبې ته رسېدونکې لوبډله ګرځېدلې ده.
تېره شپه د ترسره شوې سيمې فاينل سيالۍ ټاس يا پچه د جنوبي افريقې لوبډلې ګټلی او لومړی بېټنګ یې اخستی وو.

د جنوبي افريقې ټول لس سره لوبغاړي اوټ شوي او212 رنزونه یې جوړ کړي وو.

او د اسټريليا ټاکلی هدف په 48م اوور کې په اووه لوبغاړو اوټ کېدو پوره کړی او سیالي يې په درو وکټو وګټلې ده.

د اسټريليا او هند ترمنځ د نړيوال کپ پايلوبه د اتوار/ يکشنبې په ورځ 19م نومبر ټاکل شوې ده.

د هند کرکټ لوبډلې د سيمې فاينل نه وړاندې کړې نهه سره سیالۍ ګټلې وې او په سيمې فاينل کې یې نیوزي لېنډ ته ماتې ورکړې وه.

د 2023 نړيوال کپ کوربه هند خپلې ټولې سیالۍ ګټلي دی.

او اسټريليا د سيمې فاينل نه وړاندې په نهه سياليو کې اووه ګټلې او دوو کې یې ماتې خوړلې وه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG