لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان کډوالو د ویستلو قضیه کې سپریم کورټ مرکزي حکومت او اېپکس کمیټې ته نوټسونه ورکړي


د پاکستان سپريم کورټ هېواد کې په غېر قانوني توګه مېشت د افغان وګړو د ويستلو په قضيه کې مرکزي حکومت، د بهرنیو چارو وزارت، اېپکس کمېټۍ او اټارني جنرل ته نوټسونه جاري کړي دي.

سترې محکمې په خپل ریمارکس کې ویلي چي له هېواده د غېر قانوني افغان وګړو د ویستلو معامله د اييني تشريح سره هم تړاو لري او زياته کړې یې ده چې سرکاري وکيل یا اټارنى جنرل دې په دې معامله د لوي بېنچ جوړلو په نکته د عدالت معاونت وکړي.

په خواست د اورېدنې وروسته د عدالت نه بهر د خواست کوونکو وکيل اعجاز ګېلاني ډيوه سره خبرو کې وويل عدالت زموږ د ابتدايي دلایلو د اورېدو او قبلولو وروسته خواست د اورېدنې لپاره منظور کړو.

اعجاز ګېلاني وویل، نن د اورېدنې په مهال د سپريم کورټ ججانو وویل چې دا معامله د بنيادي حقونو سره تړاو لري او د پاکستان اېين چې کوم بنيادي حقونه ورکړي هغه يوازې د پاکستاني وګړو لپاره نه دي بلکې دغه حقونه په پاکستان کې موجود د هغو ټولو کسانو لپاره هم دي چې په کې 1.7 میلیونه افغان وګړي شامل دي څوک چې لکه د ګډو بېزو د پولې پورې غاړې ته لېږل کېږي.

دا خواست د پيپلز ګوند فرحت الله بابر، د جماعت اسلامي سنېټر مشتاق احمد خان ،د ملي جمهوري غورځنګ ګوند محسن داوړ او د بشري حقونو ډلو لخوا د نومبر په لومړۍ نېټه جمع کړی شوی و.

سپریم کورټ کې خواست اورېدنه په داسې حال کې شوې ده چې بلخوا د پنجاب صوبې د لاهور يونيورسټي اف منېجمینټ ساينس یا لمز پوهنتون شپږو پروفېسرانو سپريم کورټ خواست کړی چې د پاکستان مرکزى حکومت یا صوبايي حکومتونو چې د افغان کډوالو د ويستلو کومه پرېکړه کړې ده هغه د پاکستان د اېين او نړيوال قانون پرضد ده او غوښتنه یې کړې ده چې سپريم کورټ دې په دې اړه جوډيشل کمېشن جوړ کړي.

سپریم کورټ ته خواست کونکي فرحت الله بابر د جمعې په ورځ د اورېدنې په مهال عدالت ته ویلي چي د نګران حکومت سره د غېر قانوني وګړو له هېواده د ويستلو اختيار نشته او چې کوم افغان وګړي ويستل کېږي هغوي د سياسي پناه اخېستو خواستونه کړي دي.

هغه وویل حکومت د افغان وګړو سره غېر انساني چلند کوي.

د فرحت الله بابر په خبره حکومت چې کوم 17 لکه افغان وګړي بېرته لېږي هغوى کې ډېر داسې خلک دي چې دلته پېدا شوي دي او کوم کسان چې دلته پېدا شوي دي هغه بېرته لېږل قانوني بڼه نه لري.

هغه وایي "بيا په دې کې ډېرې زنانه دي، ماشومان دي او په دې کې داسې خلک هم دي چې د 15 اګست 2021 وروسته دلته راتښتېدلي دي او هغه چې ته واپس ولېږې د هغوي نه خو سر پرېکوي او مونږ په خپل درخواست کې دا خبره هم کړې ده"

د پاکستان مرکزى نګران حکومت د اکتوبر تر 31 نېټې پورې ملک کې په غیر قانوني توګه میشت بهرنیانو ته د وتلو وخت ورکړی او د لومړي نومبر څخه د افغان ګډوالو د وتلو لړۍ پېل شوې ده .

د حکومتي شمېرو ترمخه تر اوسه نزدې څلور لکه افغان ګډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي.

ملګرو ملتونو، نړيوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې د پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان د دغه پرېکړې بېرته اخستو غوښتنه کړې وه خو پاکستان وايي چې په غیر قانوني توګه د میشت بهرنیانو د ايستلو پرېکړه يوازې د افغان کډوالو لپاره نه ده بلکې د ټولو لاقانونه غېر ملکيانو لپاره ده.

د خواست اورېدنې په مهال درې کسيزه بېنچ کې شامل ججې عاېشه ملک په خپل ريمارکس کې ویلي د ملګرو ملتونو لوظنامې ګډوالو ته تحفظ ورکوي او پاکستان د ملګرو ملتونو په لوظنامو د عمل کولو پابند دی.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند یوه مشره بشرا ګوهر وايي، که پاکستان د طالبانو په پروکسي حکومت فشار اچوي نو هغه دې په بل رنګ واچوي.

د هغې په خبره "نګران حکومت دې دا نخرې نه کوي، خلکو ته دې دړکې نه ورکوي او د خلکو چې کوم سامانونه ضبط کیږي او پېسې ترې اخلي او کوم لوټ مار چې شروع دی، دا دې بند کړي. که هغوى ځي هم ترې پېسې اخلي او چې راځي هم یې ترې اخلي دا قلنګ دی او دا دې هم بند کړي"

وروسته سپريم کورټ د غېر قانوني افغان وګړو له هېواده د ويستلو په قضيه کې وفاقي حکومت، اېپکس کمېټۍ، د بهرنیو چارو وزارت او اټارني جنرل ته نوټسونه جارى کړي او د مقدمې اورېدنه یې تر بلې اوونۍ پورې وځنډوله.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG