لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې زیاتې شوې ترهګرۍ ته په کتلو څېړونکي وایي ټي ټي پي په اسلام اباد خپل فشار زیاتوي


په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز ویلي، پاکستان کې د نومبر په میاشت کې رياست مخالف پېښې سېوا شوي دي اؤ څېړونکي نظر لري چې د خپلو بریدونو زیاتولو له لارې ټي ټي پي په پاکستان فشار زیاتول غواړي.

د څېړنيزې ادارې پېکس شمېرې ښیي چې د نومبر میاشت کې دپاکستان دننه په 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنیتي اهلکارو او 33 ملکي وګړي په ګډون 83 کسان وژل شوي دي.

دا شمېرې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د پاکستان حکومت هم د ترهګرو ډلو په ځانګړي توګه "افغانستان کې د مېشت" تحريک طالبان پاکستان پرضد د عملیاتو په غوښتنه د افغان طالبانو په رد عمل مايوسي څرګنده کړې ده.

د پاکستان د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ ویلي ترهګرې ډلې په افغانستان کې پټې ځالې لري او پاکستان د هغوي په مستقل موجوديت سنګينې اندېښنې لري او دغه ډلې په پرله پسې ډول پاکستان کې حملې کوي چې له کبله یې مرګ ژوبله اوړي.

د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پېکس د نومبر مياشتې په حواله خپل رپورټ کې ویلي چي د ناامنۍ په پېښو کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زیاته اغېزمنه پاتې شوې ده.

د ترهګرۍ په فعاليتونو نظر لرونکي ماهرين وایي د نومبر مياشت کې ترسره شوي زياتره برېدونه پاکستان مخالفې ترهګرې ډلې ټي ټي پي کړي چې مقصد یې په پاکستان فشار زياتول دي.د پېکس تحقیق کار عبدالله خان وي او ای ډیوه ته وایي، ټي ټي پي د پاکستان څخه د مرور تلونکو افغان کډوالو د حالاتو نه ګټه پورته کوي اؤ غواړي چې هغوي په خپلو لیکو کې شامل کړي .

هغه وایي ټي ټي پي دپاکستان نه مرورو ستنو شوؤ افغان کډوالو ته قناعت ورکوي چې "مونږ ستاسو بدل اخلو، د پاکستان په امنيتي ځواکونو او هدفونو حملې کوو او ښي چې مونږ ستاسو په غم کې شريک يو او په داسې کولو سره هغوي کوشش کوي چې نور افغانان ځان سره بهرتي کړي"

پاکستان کې د ترهګرۍ پېښو کې د اضافې دا شمېرې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د پاکستان او په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ترمنځ تعلقات خراب شوي دي.

د پاکستان د خارجه دفتر وياندې اوړمه ورځ اوونيز مطبوعاتي کانفرنس ته دوینا په مهال افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو په موجودیت او هلوځلو باندې د پاکستان اندېښنې یو وارې بیا تکرار کړې.

ممتاز زهره بلوچ افغانستان کې مېشت د لا قانونه تحریک طالبان پاکستان پرضد د موثره او نتیجه ورکوونکې کارروایۍ لپاره د پاکستان غوښتنه تکرار کړه او وي ویل تر اوسه پورې د اسلام اباد د غوښتنو کوټلي پاېلې مخې ته نه دي راغلي.

دڅېړنيزې ادارې پېکس په رپورټ کې ويليشوي، د اکتوبر کال 2023 په مقابله کې د نومبر په میاشت کې وسله وال بريدونه 34 فيصده سېوا شوي، وژنې 63 فيصده او ژوبلې 89 فيصده زياتې شوې دي.

رپورټ زياته کړې، د 2022م کال د لومړو 11 مياشتو په مقابله کې د روان کال په لومړیو 11 مياشتو کې په 599 وسله وال بريدونو کې 897 کسان وژل شوي او 1241 ژوبل شوي دي.ویل شوي، د تېر کال په مقابله کې سږکال وسله وال برېدونه 81 فيصده سېوا شوي، د وژنو کچه 86 او د ژوبلې شرحه 64 فيصده زياته شوې ده.

د افغان چارو څېړونکي وايي اګست کال 2021م کې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ سره پاکستان کې ترهګریز بریدونو کې په پرله پسې ډول اضافه شوې ده.

خبریال رفعت الله اورکزی وایي په افغانستان کې دطالبانو واک ته له رسېدو سره د ټي ټي پي وسله والو ته په افغانستان کي لويه ټکانه ترلاسه شوه.

د ښاغلي اورکزي په خبره "په هغوي څه بنديز نشته چې چرته ځي، کوم ځاې پاتې کېږي او دوېمه خبره دا ده چې د کابل د سقوط سره د هغوي لاسونو ته د نېټو او امرېکې وسله هم ورغله او بيا تقریبا 3000 د هغوي قېديان د مختلفو جېلونو نه رها شول او دې سره سره مونږ وکتل چې د 40 نه زیات واړه او غټ تنظيمونه د ټي ټي پي سره شامل شوي دي"

پاکستان تورونه لګوي چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده خو په افغانستان واکمن طالبان په تکرار دا تورونه ردوي او وايي ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسله ده او باید چې اسلام اباد د خپلو ناکاميو پړه پر افغانستان وانه چوي.

کارپوهان وايي دا صورتحال د افغان طالبانو لپاره د فکر وړ شېبه ده، يو خوا هغوي د نړۍ سره د خپلې مځکې د ترهګرۍ لپاره د نه کارېدو ژمنې کړي نو بل اړخ ته تحریک طالبان پاکستان نور افغانان ځانته راکاږي .

د څېړونکي عبدالله خان په نظر د ترهګرۍ د لړۍ له کبله د دواړو هېوادونو اړېکې خرابې شوي دي او دا چې د نومبر په میاشت کې بريدونو کې کومه اضافه شوې ده نو د هغې په نتیجه کې د تعلقاتو د لا نور خرابېدو امکان دی.

د پاکستان نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ د نومبر په 8 نېټه وېلي وو چې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده. خو د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان نګران وزیر اعظم تورونو ته په غبرګون کې ویلي وو،څنګه چې طالبان په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کي هم امن غواړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG