لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران له پاکستانه غوښتي په خپله خاوره کې دې د ترهګرو د اډو جوړولو مخه ونیسي


د ايران لخوا له پاکستانه د ترهګرو د مخنیوي له غوښتنې وروسته پاکستان ویلي، ترهګري د سيمې او نړۍ امن ته خطر او د دوه اړخیزې او سيمه یيزې همکارۍ له لارې ددې د مخنیوي ضرورت دی.

تېره جمعه د ايران په صوبه سيستان بلوچستان کې په يو ترهګريز بريد کې 11 ايراني امنیتي عسکر وژل شوي وو چې د ايران په قول بريد کوونکي له پاکستانه ايران ته ننوتي وو. د بريد پړه ترهګر ډلې جېش العدل په غاړه اخستې وه.

کارپوهان وايي که پاکستان د ايران غوښتنه سنجیده ونه ګڼله نو اړیکې به يې خراب لوري ته لاړې شي.

د ايران په صوبه سيستان بلوچستان کې د تېرې جمعې په ورځ د پوليسو په تاڼه شوي بريد وروسته د ايران لخوا د پاکستان په ضد سخت غبرګون مخې ته راغلی دی.

د ايران سرکاري خبري اېجنسۍ ایرنا د رپورټ ترمخه د ايران د کورنیو چارو وزیر احمد وحيدي په پاکستان غږ کړی چې هغه دې د خپلو پولو دننه ترهګر له اډو جوړولو ودروي.

پاکستان د ايران تورونو ته خپل ځواب کې د ترهګرۍ په ضد د ايران سره د اسلام اباد خپل دريځ تکرار کړی او ویلي يې دي چې ترهګري يو شريک چېلنج مني.

څېړونکي وايي دغه پېښې ته د ايران سخت عکس العمل ښیي چې د پاکستان او ايران تر منځ اړېکې ښې نه دي.

د نړیوال چارو کارپوه ډاکټر خورشید احمد وایي، "پاکستان د طالبانو خلاف جنګ کې بوخت دی، خو ايران دا سوچ کوي پاکستان کې داسې تنظيمونه دي چې د پاکستان د رياست ملاتړ ورته ترلاسه دی او سرپرستي یې کوي".

ایران او پاکستان له کلونو راهیسې په يو بل تورونه لګوي چې هغوى په خپل اوږد سرحد باندې په ممکنه توګه پټو ترهګرو د ختمون لپاره د پام وړ ګامونه نه پورته کوي.

په کال 2019 کې ايران او پاکستان ویلي وو چې دوی په پوله د وسله والو د مخنیوي لپاره يو شريک ځواک جوړوي خو له هغې وروسته ددې ځواک په اړه څه وه نه ویل شو.

څېړونکي وايي ايران ته هم د خپلو کورنیو او بهرنیو چارو تګلاره سمول پکار دي. په دې اړه د امنیتي چارو کارپوه عبدالله خان وي او اې ډیوه ته وویل:

"ايران په ټوله نړۍ کې د پراکسيز کفالت کوي چې په منځني ختيځ کې دي، يمن او شام کې هم مونږ وليدل او په پاکستان کې هم داسې ډلې دي چې په ممکنه توګه ايران یې ملاتړ کوي دغه په افغانستان کې د فاتمون او الازېنبون خبرې هم کېږي".

د ايران د کورنیو چارو وزیر ویلي د ابتدايي پلټنو څخه ښکاره شوې چې حمله کوونکي د پاکستان څخه ايران ته ور داخل شوي وو.

مطبوعاتي رپورټونه وايي د ايران په سيستان بلوچستان کې په پوليسو شوی بريد روان کال په دې سيمه کې تر ټولو خونړۍ حمله وه چې د افغانستان او پاکستان سره تړلي د ايران سرحد ته نزدې شوې ده.

د چارو کارپوهان وایي باید چې پاکستان دا بريد سنجيده واخلي ګنې څنګه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ حالات کړکېچن دي هم داسې د ايران او پاکستان اړیکې به هم خرابې شي.

د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د دوشنبې- ګل په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلیفون خبرې کړې او د دوه اړخیزو اړیکو پر اهمیت او د سیمې پر حالاتو یې خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیستان بلوچستان پر پولیس تاڼه برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي‌ چې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په برخه کې پاکستان له ایران سره د نیژدې کار کولو عزم څرګند کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG