لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې عیسایي لږکي وایي په پاکستان کې سږ کال د دوی لپاره یو بد کال وو


په پېښور کې مېشتو د عیسایي مذهب لږکیو پرون د عیسی مسیح د زېږېدو د خوشالۍ ورځ «کرسمس» ولمانځله او د نوي کال لپاره یې هم نېکې هیلې څرګندې کړې، ځکه دوی وایي سږ کال په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو لپاره یو سخت کال وو.

په اګست میاشت کې د پنجاب په جړانواله سیمه کې له تشدده ډکې پېښې له وجې- چې قهرجنو خلکو د عیسایانو کلیساګانې وسوځولې- د پيښور عیسویان یا مسیحیان سږ کال د اقلیتونو لپاره یو بد کال ګڼي.

د پاکستان د بشری حقونو قامي کمیشن وایي صرف د کال 2022م د جنورۍ نه د کال 2023م تر جولای میاشتې پورې دوی د مذهبی اقلیتونو پرضد شوې 133 مختلف قسمه پېښې ریکارډ کړې دي.

خو د سږ کال په 16م اګست باندې د پنجاب په جړانواله سیمه کې د عیسایانو په شاوخوا 80 کورونو او کلیساګانو باندې د خلکو ورتللو او سوځولو غوندې تشدد پېښې عیسایان د ملک په هر ځای کې خفه کړي دي.

خو د پېښور مسیحیان اوس هم د هر کس لپاره د امن او سلامتۍ پیغام لري. د جړانواله د پېښې په اړه د پيښور یو مسیحي کامران ګلزار وایي دا د شرخوښو کار وو:

"هر ځای ښه او بد خلک وي، څه شرخوښو مسلمانانو او کریسچنو یو بل سره په جګړه کولو شرارت کړی وو، خو زمونږ پیغام د سولې او سلامتۍ پیغام دی".

د مذهبي اقلیتونو پر ضد شوې دغه قسمه حملو نه پس اوس هم څه مسیحایان په پاکستان کې د خپلو کرسمس غوندې خوشالۍ په ورځ هم ځان غیرمحفوظ ګڼي.

د پېښور اوسېدونکی یو بل مسیحي واجد وایي، 2023م کال د خرابو امنیتي حالاتو له وجې په دوی باندې په ډېر مشکل کې تېر شو:

"دا کال مو ډېر بې ارامه محسوساوه، جړاواله فیصل اباد کې چې کومه واقعه وشوه سږ کال تاسو ګورئ زمونږ اقلیتونه ډېره په ویره کې وو".

خو د نوې کال لپاره اوس هم د پېښور مسحایان د امن او سلامتۍ دعاګانې کوي او هیله لري چې نوې کال به پرامنه تېر کړي.

د پېښور یوه عیسایي پېغله جمیکا شهباز وایي، "دا کال زمونږ دپاره سخت کال او او ډیر ګرانې مرحلې راغلې وې. زه هیله لرم چې سږ کال کوم مشکلات یا بحرانونه راغلي، نوي کال کې دغه هر څه پاکستان کې ختم شي او دا د نور ملکونو په شان یو پرامن ملک جوړ شي".

د مذهبي آزادۍ لپاره د امریکې کمېشن په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، په پاکستان کې 96.5 فیصده مسلمان اکثریت دي، چې 85 فیصده سنیان او 10-15 شیعه مسلمانان دي، 0.2 احمدیان او پاته نور 3.5 فیصده عیسايي، هندو، سیک، بهایي او نور مذهبي اقلیتي ډلې دي.

رپوټ وایي د احمدیانو پرضد قانون او د مذهب د سپکاوي په اړه د قانون څه غیرواضحه شقونه، د دې مذهبي اقلیتونو پرضد د دروغو الزام لګولو لپاره غلط استعمالیږي، چې له کبله یې ټولنیز تشدد یا هدفي وژنې اوس هم د مذهبي اقلیتي ډلو ژوند ته یو غټ خطر دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG