لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احتجاج کوونکي بلوڅان وایي‌ که غوښتنې یې په اوو ورځو کې ونه منل شي، فیصله بلوڅ ولس ته پرېږدي


د بلوڅانو د يووالي کمېټۍ مشرانو ويلي د پاکستان مرکزي حکومت ته يې په خپلو غوښتنو د مذاکراتو لپاره اووه ورځې وخت ورکړی دی او د ددغې مودې په دوو ورځو تېرېدو لا هم حکومت ورسره رابطه نه ده کړې.

د بلوچ یکجهتې کمېټۍ يو ذمه وار مشر صبغت الله وايي راتلونکې کړنلاره به يې خپله مقدمه د بلوچ ولسونو په وړاندې حتمي فېصلې ته کښېښودل وي.

صبغت الله وایي حکومت ته د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره په ورکړې موده کې څلور ورځې پاتې دي خو زياتوي داسې ښکاري چې مرکزي حکومت د دوی د ستونزو په هواري کې سنجيده نه دی:

"زموږ راتلونکی لایحه عمل به خپله مقدمه د بلوچ ولس عدالت ته وړاندې کول وي او ګورو به چې هغوى څه فېصله کوي، زموږ مهم کوښښ دی چې په بلوچستان کې کور په کور خلک را پاڅوال شي".

د پاکستان نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ د بلوچ پرلتوالو سره د خبره لپاره درې کسيزه ډله جوړه کړې چې پکې د اطلاعاتو او کلتور د نګران وزیر مرتضى سولنګي په ګډون دوه نور نګران وزيران شامل دي.

له دې مخکې د بلوچ یکجهتي کمېټۍ په استازيتوب ماهرنګ بلوچ له حکومته غوښتنه کړې وه چې د ملګرو ملتونو د کاري ډلې په مشرۍ دې په بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د پلټنو لپاره د حقاېق موندنې ډله واستوي.

ماهنګ بلوچ غوښتنه کړې وه چې په صوبه کې دې جبري لا درکه کسان یا خوشي شي او یا عدالت ته وړاندې شي او په بلوچستان کې دې د ترهګرۍ ضد څانګه باندې بندیز ولګول شي.

د بلوچ یکجهتي کمېټۍ په مشرۍ لسګونه بلوڅان د ډسمبر د 23مې راهیسې اسلام اباد کې د مطبوعاتو د کلب مخې ته په احتجاجي پرلت ناست دي چې ډېرې پکې ښځې او ماشومان دي.

د سایره بلوچ ورور او دوه نور خپلوان له کلونو راهیسې لا درکه دي خو وايي د اسلام اباد له واکدارانو د هېڅ ښېګړې اميد نه لري.

"د تېرې يوې مياشتې راهيسې په احتجاج يو، خپل ضعيف مور او پلار او د وروڼو واړه بچيان یې شاته پرېيښي دي او د انصاف په لټون کې دلته راغلي يو خو د بده مرغه موږ دلته لاچاره او بې وسه ناست يو او د خبرې اورېدو مو څوک هم نشته، نه پوهېږو چې چرته او چا له لاړ شو".

بلوڅانو د هغې وروسته په احتجاج لاس پورې کړی چې د بلوچستان د ترهګرۍ ضد پوليسو د نومبر په 23مه په تربت کې په يوه نښته کې د څلورو مشکوکو وسله والو د وژنې خبر ورکړو، خو بلوچ فعالان وايي په هغو کسانو کې د بالاچ مولا بخش په نامه هغه سړې هم شامل وو چې د پولیس په بند کې وو.

د مېرمن ماه جبين بلوچ د تره زوی زهير په کال 2015م کې د حب سيمې څخه لا درکه کړې شوی دی او وايي مور یې د راتګ لارې څاري:

"مونږ د اسلام اباد نه هېڅ اميد نه لرو خو د ملګرو ملتونو او د نورو هېوادونو نه مو تمه شته چې کېدی شي هغوی زموږ مرسته وکړي او ټول لا درکه کسانو په اړه راته څه خبر راکړي. "

په پاکستان کې د کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زياتره یې بلوڅان او پښتانه دي او بلوچ ملتپاله سياستوال او د بشري حقونو فعالين او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په لا درکه کولو تورنوي خو هغوی دا تورونو ردوي.

پوځ وايي ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، د ناقانونه وسله والو په ليکو کې شامل شوي دي.

د پاکستان نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ په اکتوبر کې د بي بي سي سره په مرکه کې ويلي وو چې خلک د لا درکه تنانو په ستونزه سياست کوي او ادعا یې کړه وه چې يوازې 50 کسان لا درکه دي او په دې اړه سرکاري کمېش د ستونزې د هواري هڅه کوي.

د بشري حقونو ډلې وايي چې لسګونه زره کسان ورک دي چې ورڅخه یې ځینې وژل شوي هم دي او سرکاري کمېشن هم نزدې نه زره کسان ورک بولي چې وايي يوازې دوه زره پکې بلوڅان دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG