لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مذهبي لږکي د پاکستان په انتخاباتو کې د خپل ځانګړي استازي ټاکلو حق غواړي


په پاکستان کې مذهبي لږکیو د پېښور یو عدالت ته خواست کړی چې د ملک په راتلونکو عمومي انتخاباتو کې دې دوی ته د پارلمان لپاره د خپل ځانګړي استازي د ټاکلو حق ورکړي.

په پېښور هايکورټ کې د مذهبي لږکیو ډلې دوو کسانو د جنورۍ په 13مه خواست جمع کړی چې پکې غوښتنه شوې په ايين کې د کال 2010م د اتلسم ترمیمي ایکټ یا قانون دوه داسې شقونه دي چې دوی يې په اسمبلو کې د خپل مخصوص نماینده د منتخب کولو د حق نه محروم کړي، وایي اقليتونو ته دې د خپل نماینده د منتخب کولو حق ورکړی شي.

د پېښور یو مسیحی رمیز اسلم د یو بل ملګري انیل مسیح سره په ګډه د پېښور هایکورټ ته خواست کړی چې په ملک کې څنګه نور وګړي د خپل امیدوار یا نماينده منتخب کولو آییني حق لري، مذهبي اقلیتونو لکه هندوانو، سیکانو او عیسايیانو ته دې هم د خپلې خوښې د نماینده یا امیدوار پخپله انتخاب کولو حق ورکړی شي.

په درخواست کې غوښتنه شوې چې د پاکستان د آیین کومو ترمیم شویو شقونو دوی د خپل پارلماني استازي د ټاکلو د حق نه محروم کړي دي هغه دې بیرته ختم کړی شي.

رمیز اسلم وایي، "مونږ اقلیتونو سره ډېر زیاتی کیږي، کوم زمونږه کسان دي هغه زمونږه خبره نه مني او مونږه چې یو کار لپاره ورشو هغه وایي مونږه ستاسو د ووټ نه نه یو راغلي نو دې په وجه مونږه دا درخواست ورکړی چې کوم زمونږ حق دی او مونږ عام کس دپاره آواز اوچت کړی دی".

د دغو مذهبي اقلیتي غړو نمایندګي کوونکی وکیل نعمان محب کاکاخېل وایي د کال 2010م د اتلسم آییني ترمیم قانون په دوو شقونو 51 او 106 سره سیاسي پارټیو ته دا حق ورکړی شو چې د مذهبي اقلیتونو نماینده اسمبلو ته ولېږي خو وایي "مونږ غوښتي د مخکې په شان دې مذهبي اقلیتونو ته پخپله د دغه انتخاب حق ورکړې شي".

په پاکستان کې عامو انتخاباتو ته ټولې 22 ورځې پاته دي، خو دغه قانونپوهان اوس هم خوشبینه دي چې که عدالت په دې اړه څه فیصله وکړي نو مذهبي اقلیتونو ته به د خپلو استازو د ټاکلو څه لاره برابره شي.

د خواست کوونکو وکیل نعمان محب کاکاخیل وایي، "الیکشن را لنډ هم دی، نو په دې کې مونږ سره اوس هم وخت شته، مونږ په دې باندې صرف دا غوښتي چې لکه ډایرکټ الیکشن دې وشي او دې کې چې کوم دا ترامیم شوي دا دې بدل کړی شي او د 2010م نه مخکې سیسټم دې نافذ شي".

دغه قانونپوه وایي عدالت اختیار لري چې دوی ته ضمني ریلیف یا مرسته ورکړي او کوم سیاسي ګوندونه چې په انتخاباتو کې څومره سیټونه وګټي، د مذهبي اقلیتونو لپاره چوکو باندې دې د اقلیتي غړو اعلان تر هغه وخته نه کوي تر څو په دې خواست عدالت څه فیصله نه وي کړې.

رمیز اسلم اوس هم هیله من دی چې مذهبي اقلیتونو ته به د ملک په قامي او صوبایي اسمبلو کې د خپل ځانګړي نماینده د منتخب کولو آییني حق ورکړی شي.

"مونږ خواست کوو مونږ ته دې دا حق واپس راکړی شي ولې چې مونږ کوم کس منتخب کوو هغه به سبا زمونږه خبره هم مني سبا به هغه مونږ ته کار هم کوي".

دا خواست په داسې وخت پېښور هایکورټ ته شوی چې نن د پاکستان الیکشن کمیشن په اتم فروري کېدونکو عام انتخاباتو کې د مذهبي اقلیتونو لپاره په قامي اسمبلۍ کې مخصوصو 10 څوکیو لپاره د سیاسي ګوندونو نامزد شوو 37 امیدوارانو کاغذات هم منظور کړي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG