لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند وايي، قطر یې اته پخواني سمندري پوځیان خوشې کړي دي


واشنګټن – د هند د بهرنیو چارو وزارت د ګل یا دوشنبی په ورځ وویل، قطر د هند اته پخواني سمندري پوځیان چې مخکې تر نیول کېدو وروسته، اسرایلو ته د جاسوسۍ په تور په مرګ محکوم شوي وو خوشې کړي دي.‌

د هند د بهرنیو چارو وزارت د دغو اتو هندیانو او په هغوی د تپل شویو جرمونو په اړه هېڅکه معلومات نه دي ورکړي او د قطر هم د دغې قضیې په اړه نه کومه تبصره کړې او نه یې په عامه توګه دغه تورونه په ډاګه کړي.

خو د هند رسنیو راپور ورکړی چې دغه کسان چې پخواني لوړ پوړي پوځیان هم پکې دي، او هغه کپټانان هم پکې شته چې یو وخت یې د جنګي بیړیو قومانده ورکوله، د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې په دوحه کې نیول شوي وو.‌

په اکټوبر کې هند وویل، دوی هک حیران شول کله چې قطري محکمې هغوی په مرګ محکوم کړل خو دغه سزا په ډیسمبر کې کمه کړای شوه.

د وېب پاڼې له مخې،‌دغو اتو هندیانو له یوې خلیج مېشتې کمپنۍ الدهره سره کار کاوه چې د فضا، امنیت او دفاعي ‌چارو کې کار کوي.

هندو ورځپاڼې خبر ورکړی چې دغو کسانو دریم هېواد ته جاسوسي کوله او ټایمز اف انډیا ویلي، چې په ګڼو راپورونو کې ادعا شوې چې دوی اسرایلو ته په جاسوسۍ تورن شوي وو.

نوي ډلي‌ د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې ټول اته واړه کسان نیول شوي دي.‌

د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، "د هند حکومت له الدهره نړیوالې کمپنۍ سره د اتو کار کونکو هندیانو چې په قطر کې نیول شوي‌وو د خوشې کېدو هرکلی کوي."

بیان زیاتوي، "له اتو څخه یې اوه بېرته هند ته رسېدلي دي." او په دې اړه یې د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني د پرېکړې مننه کړې چې له مخې یې "بندیان خوشې او هېواته ستانه شول."

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG