لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د مورنیو ژبو تحریکونو زور نیولی، وړې ژبې پکې د خپلې بقاء په جګړه بوختې دي


نن په ۲۱مه فرورۍ چې په ګرده نړۍ کې د مورنیو نړیواله ورځ نمانځل کیږي، په پاکستان کې د وړو ژبو نه ور په اخوا سترې مورنۍ ژبې پښتو، سیندي، بلوڅي او آن تر دې چې د پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو مقابله نه شي کولى )(فایل فوټو)
نن په ۲۱مه فرورۍ چې په ګرده نړۍ کې د مورنیو نړیواله ورځ نمانځل کیږي، په پاکستان کې د وړو ژبو نه ور په اخوا سترې مورنۍ ژبې پښتو، سیندي، بلوڅي او آن تر دې چې د پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو مقابله نه شي کولى )(فایل فوټو)

څېړونکي وایي که څه هم پاکستان کې د هر کال په تېرېدو سره د مورنیو ژبو د ودې تحریکونه اؤ غږونه زور نیسي خو ددې باوجود هم ماضي کې د ژبو په شخړه مات شوي دغه هېواد کې د اردو په مقابله کې نورو ژبو ته هیڅ ارزښت نه ورکول کیږي اؤ په ملک کې ویل کېدونکو وړو ژبو ته د خپلې بقاء خطرې ورپېښې دي.

نن په ۲۱مه فرورۍ چې په ګرده نړۍ کې د مورنیو نړیواله ورځ نمانځل کیږي، په پاکستان کې د وړو ژبو نه ور په اخوا سترې مورنۍ ژبې پښتو، سیندي، بلوڅي او آن تر دې چې د پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو مقابله نه شي کولى اؤ دغه ټولې ژبې د اردو په مقابله کې د خپلې بقاء په جګړه بوختې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پروسکال د پاکستان د سيند صوبې په اسمبلۍ کې متفقه قرارداد منظور شوی ؤ چې په صوبو کې ويل کېدونکې ژبې سيندي، پښتو، پنجابي او بلوچي دې قامي ژبې وګرځول شي خو د یو کال په تېرېدو سره هم دغه قرارداد ته بیا هیڅ پام نه دی ګرځول شوی.

همدا شان پروس کال د اکتوبر په میاشت کې د خېبر پښتونخوا نګران حکومت د پېښور هايي کورټ د فيصلې په رڼا کې شخصي تعليمي ادارو ته امر کړی ؤ چې پښتو او نورې سیمه یيزې ژبې دې د نصاب برخه جوړې کړي او ماشومانو ته دې په دې ژبو کې زده کړې ورکول پیل کړي خو د پښتونخوا د حکومت اؤ عدالت دغه پرېکړې تر اوسه نه دي عملي شوي.

په پاکستان، په ځانګړي توګه خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې نن په 21مه فرورۍ ګڼ شمیر سیاسي ګوندونو، ولسي تحریکونو، ادبي تنظیمونو او مدني ټولنې د مورنۍ ژبې پښتو په پلوۍ د غونډو، سیمینارونو او مباحثو تابیا کړې ده.

پښتو په پاکستان کې دویمه لویه او د 18.24 فیصد خلکو مورنۍ ژبه ده. په اوله شمېره پنجابي ده چې د پاکستان بیورو آف سټیټسټکس د شمېرو ترمخه د 38.87 فیصدي پاکستانیانو مورنۍ ژبه ده.

اردو، چې د پاکستان قومي ژبه ټاکل شوي ده، د پنجابۍ او د پښتو نه وروسته په پینځمه درجه ده چې 7.08 فیصد خلک یې د مورنۍ ژبې په توګه وايي خو د دې باوجود هم د پاکستان پښتون میشتو سیمو کې اردو د مکتب او دفتر ژبه ده او پښتو د مکتب، دفتر او د روزګار د ژبې حیثیت نه لري.

د ژبې په شخړه د پاکستان ماتېدل:

په 21مه فرورۍ کال 1952 کې د ختیځ پاکستان (اوسنۍ بنګله دیش) په پلارمینه ډهاکه کښې د طالب علمانو لخوا بنګالۍ ژبې ته د قامي ژبې د درجې ورکولو لپاره راجوړ شوي لاریون باندې د پوځ لخوا ډزې شوې وې چې ګڼ شمېر طالب علمان پکې وژل شوي او ژوبل شوي وو.

په دغه پېښه کې د وژل شوو او ژوبل شوو طالب علمانو قربانۍ ته د درنښت ورکولو په موخه وروسته ملګرو ملتونو 21مه فروري د مورنیو ژبو د نړیولې ورځې په توګه اعلان کړه.

وتلی لیکوال اؤ خبریال ښاغلی روښان یوسفزی وایي هر څو که په ماضي کې پاکستان هم د ژبو په شخړه دوه ټوټې شوی خو بیا هم دلته ریاست په بې منطقه ډول د اردو په مقابله کې د نورو وړو اؤ سترو ژبو سره د زیاتي اؤ استحصال لړۍ دوامداره ساتلې .

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي ، په مورنۍ ژبه زده کړې د هر ماشوم بنیادي حق دی اؤ دا حق حتی ملګرو ملتونو هم منلی دی خو دلته اردو اؤ انګریزي د خلکو په ذهنونو کې داسې کښېنول شوې ده چې اوس د خېبر پښتونخوا په سکولونو کې استاذان ماشومان پخپله مورنۍ ژبه پښتو له خبرو کولو هم منعې کوي.

د روښان یوسفزي په وینا د نړۍ د څومره پرمخ تللو هیوادونو تاریخونه که مطالعه کړل شي نو هغوي ترقي په پردو ژبو کې نه ده کړې بلکې په خپله ژبه کې یې کړه خو له بده مرغه پاکستان لګیا دی په پردۍ ژبه کې په زده کړو کولو کې د ترقۍ خوبونه ویني چې دا به هیڅ تعبیر ونه لري.

هغه وایي په روس،چین ،جاپان اؤ داسې نورو ګڼو هیوادونو کې انګریزي نه ویل کیږي خو هغوي نن ډیر پر وړاندې تللي دي اؤ ډیره ترقي یې کړې ده.

د نوموړي وینا وه چې د ډيرو ژبو زده کړه یو انسان د نړۍ سره اشنا کولی اؤ په علومو سمبالولی شي خو وایي کومه زده کړه چې په مورنۍ ژبه کې کیږي هغه هیڅکله په پردۍ ژبه نه کیږي.

پروسکال د سیند اسمبلۍ ښځینه غړې هیر سوهو صوبایي اسمبلۍ ته قرارداد وړاندې کړی ؤ سيندهي، پښتو، پنجابي او بلوچي دې قامي ژبې وګرځول شي.

هیر سوهو د ډیوه خبریال فضل عزیز سره خبرو کې ویلي وؤ،په هند کې دا وخت 26 ژبو ته د قامي ژبو درجه ورکړی شوې ده ځکه دوی هم غواړي چې په پاکستان کې دې سیندي، پښتو، پنجابي او بلوچي ژبې قامي ژبې کړی شي.

سوهو غوښتنه کړې وه چې د ۱۸م اييني بدلون وروسته دې صوبو ته دا واک هم ورکړی شي چې په صوبو کې کومې نورې ژبې ويل کيږي او صوبه وغواړي چې سیمه ييزه ژبو ته د صوبايي ژبې حیثيت ورکوي چې دغه واک لري.

سیند اسمبلۍ کې هر څو دغه قرارداد په ګډ ډول منظور کړی ؤ خو وروسته بیا تر اوسه دغه موضوع ته څه پام نه دی راګرځول شوی.

د ملګرو ملتونو د ذیلي ادارې یونیسکو له مخې دا مهال د حکومتونو ،ولسي ادارو اؤ اکیډمک ټولنو له لوري دستاویز شوې په ټوله نړۍ کې 8324 ژبې وجود لري چې ویل کیږي یا هم علامتي دي. په دې 8324 ژبو کې خوا و شا 7000 ژبې اوس هم ویل کیږي..


د کارپوهانو په وینا د رسمي پیژندل شویو ژبو کې 1500 ژبې پکې د ورکېدو په درشل کې دي. ‎

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG