لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوېتزرلېنډ کې د افغانستان پیسې خوندي پاتې دي، طالبانو ترې نه دي اخېستي


واشنګټن – په سوېتزرلېنډ کې د امریکا تر ملاتړ لاندې د افغانستان پیسې چې ۱۶ میاشتې مخکې هلته جمع شوي تر اوسه هم د اړوندو چارو لپاره چاته نه دي ورکړل شوي.‌

دغه خبره د یادو پیسو لپاره د جوړ شوي بورډ یوه غړي کړې ده.‌

دغه پیسې په امریکا کې د افغانستان د کنګل شویو نیمايي اندازه پیسو څخه د دې هدف لپاره جلا شوي چې طالب چارواکو ته له ګټې رسېدو پرته د افغانستان د اقتصاد له ثبات سره پرې مرسته وشي.‌

په ۲۰۲۱ کال کې په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته، په سوېتزرلېنډ کې د افغانستان دغه خوندي شوې پیسې ۳.۵ بیلینه ډالره کېږي چې پخوا دغه پيسې د افغانستان مرکزي بانک پورې تړلې وې.‌

دا اجازه شته چې دغه پيسې له افغانستان څخه د نړیوالو ادارو په قرضو، د وارداتي برېښنا په پیسو او تر دې چې د پيسو د چاپ په برخو کې ترې ولګول شي.

د دغو پیسو د تنظیم د بورډ مرستیال مشر انور الحق احدي امریکا غږ ته وویل، "زه حیران یم چې دوی (طالبانو) تر اوسه پورې د کومو پيسو غوښتنه نه ده کړې."

احدي ټینګار په دې ټینګار وکړ چې کولای شي د هغو پیسو په ورکړه کې اسانتیاوې برابرې کړي چې د اجازه ورکړل شویو کارونو لپاره وي.

طالب چارواکو په دې اړه له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

که څه هم له دغو پیسو څخه کار اخېستل کېدای شي خو طالبانو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې دوی د وارداتي برېښنا (بجلۍ) بېلونه له کورنیو پیسو څخه ورکړي دي.

د دې ترڅنګ یو اروپايي مرستندویه تېر کال له افغانستان سره مرسته وکړه چې د نړیوال بانک قرضه ورکړي او له دې سره د بانک نوې مرسته پرانېستل شوه.

نړیوال بانک تېره اونۍ اعلان وکړ چې دوی له افغانستان سره یوه نوې تګلاره تصویب کړې او هغه دا چې د پیسو ګټلو (عوایدو راوړلو) د فعالیتونو ملاتړ به کوي.

د نوې تګلارې له لیارې به د ۱.۲ بیلینو ډالرو پر پروژې کار بیا پیل شي چې له مخې به یې له تاجکستان، کرغېزستان څخه د افغانستان له لیارې پاکستان ته پاکه انرژي ورسېږي.

افغانستان همدارنګه د اسیایي بانک بقایا هم لري چې له امله یې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د اسیايي بانک د منظمې مرستې پروګرامونه درول شوي دي.

احدي وویل، د اسیايي بانک د قرضو په ورکولو باندې د دوی بورد غور کولای شي.

هغه زیاته کړه، "خو مونږ وروستی پړاو یو."

د افغانستان تر نهو بیلینو زیات ډالر په امریکا، اروپا او عربي متحده اماراتو کې ګنګل شوي دي او طالبان ترې کار نه شي اخېستی.

په امریکا کې په پاتې ۳.۵ بیلینو ډالرو باندې د سپټمبر د یولسمې نېټې د برید قربانیانو دعوې کړې.

دا روښانه نه ده چې دغه برخه پیسې دې د سوېتزرلېنډ د پیسو په څېر کومه ګټه کوي او که نه.

احدي وویل، په سویزرلېنډ کې د افغانستان پیسو تر اوسه تر ۲۰۰ میلیونو زیات ډالره ګټه هم کړې.‌

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG