لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل وايي، یو مشکوک جهادي یې په ډرون برید کې وژلی


د اسرایلو پوځ د جمعې په ورځ ویلي، چې دوی د مقبوضه لویدیځې غاړې په جینین سیمه کې د زیارت یا پنجشنبې ناوخته یو ډرون برید ترسره کړی او د اسلامي‌ جهاد ډلې یو مشکوک وسلوال یې پکې وژلی دی.‌

د پوځ په بیان کې راغلي، چې یاسر حنون خپله د برید ترسره کولو ته روان وو خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

پوځ ویلي، چې حنون په تېرو وختونو کې هم د اسلامي جهاد لخوا په ترسره شویو بریدونو کې ښکېل و.

په لویدیځې غاړې کې د اکټوبر د اوومې نېټې راهیسې کله چې حماس په اسرایلو برید وکړ تاوتریخوالی زیات شوی.

اسرایلو دا هم ویلي، چې له حماس سره اوربند ته رسېدو لپاره نوې هلې ځلې هم روان دي چې په لنډ مهاله توګه په غزه کې جګړه ودرېږي او سل تنه برمته شوي اسرایلیان چې تر اوسه هم له حماس سره دي، خوشې کړای شي.‌

اسرایلي رسنیو ویلي، په دغو هڅو کې د جمعې په ورځ په پاریس کې د تړون په اړه خبرو ته د مذاکره کونکو استول هم دي.

د اسرایلو د استخباراتي ادارې موساد مشر به ددغو مذاکره کونکي پلاوي مشري کوي.

تر دې مخکې د اسرایلو د دفاع وزیر یوې ګېلانټ د منځني ختیځ‌ لپاره د امریکا استازي بریټ مکګرګ ته د زیارت په ورځ وویل، چې حکومت به "زمونږ د بندیانو په اړه مذاکره کونکو ته واک ورکړي."

د هغه دغه تبصرې وروسته له هاغې شوي چې بینې ګېنټ او د اسرایلو د جګړې د وخت د کابینې وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو د شورو یا چهارشنبې په ورځ‌ وویل، چې د اوربند د تړون لپاره نوې هڅې شوي.

دا په قاهره کې د اسرایلو، امریکا، مصر او قطري چارواکو ترمنځ تېره اونۍ د مذاکراتو له درېدو وروسته د اسرایلو لخوا د نویو هڅو د څرګندولو په اړه لومړۍ نخښه بلل کېږي.‌

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG