لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هایکورټ شپږو ججانو د استخباراتي شبکو د لاسوهنې پر ضد سپریم جوډیشل کونسل ته خط لیکلی


د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په عدليه کې د خفيه ادارو د ښکاره مداخلې پر ضد سپريم جوډيشل کونسل ته خط ليکلى او غوښتنه يې کړې ده چې د ښکاره مداخلې اؤ په قاضیانو د فشار راوړلو په اړه دې یو قضایي کنونشن راوبلل شي.

دا خط د اسلام اباد هایکورټ د شپږو ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس طارق محمود جهانګیري، جسټس بابر ستار، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس تمیم رفعت امتیاز لخوا لیکل شوی او د خط نقلونه د سپریم جوډیشل کونسل ټولو غړو ته استول شوي دي.

د دغه لیک په اړه تر اوسه د پاکستان پوځ یا حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی خو پاکستان تحریک انصاف ګوند د دغه لیک په ملاتړ له سترې محکمې څخه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

لیک کې څه ویل شوي ؟

خط لیکونکیو قاضیانو په دې لیک کې پخپل ځان د فشار د هڅو په اړه د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ته په کال 2023م او 2024م کې لیکل شوي لیکونه هم شامل کړي اؤ د هغو پېښو یادونه یې پکې کړې ده چې دغو ججانو ته وخت په وخت مخکې ته راغلې دي.

د وي او ای اردو د خبر ترمخه، اسلام اباد هایکورټ شپږو ججانو په دې لیک کې ویلي چې د عمران خان پر ضد د ټیریان وایټ کیس نه د ججانو رایو کې اختلاف شورو شوی، چیف جسټس عامر فاروق د ټیریان وایټ قضیه د اورېدنې وړ بللې وه اؤ کومو ججانو چې دا قضیه د اورېدنې وړ نه وه بللې په هغوي د آي ایس آي د چارواکو له لوري د هغوي د خپلوانو اؤ دوستانو له لارې بې حده فشار راوړل شو.

لیک کې ویل شوي کله چې دا معامله د اسلام اباد هایکورټ د مشر قاضي اؤ بیا د هغه وخت د سپریم کورټ د مشر قاضي مخې ته کېښودل شوه نو د سپریم کورټ مشر قاضي وویل چې هغوي د آي ایس آي د ډي جي سي سره خبره کړې ده اؤ بیا به داسې نه کیږي خو وایي چې بیا هم دا لړۍ تم نه شوه.

خط کې ويل شوي چې د خفيه ادارو لخوا په ججانو د پرله پسې فشارونو مسله د اسلام اباد هایکورټ د چيف جسټس مخې ته پورته کړې شوې ده چې له هغې وروسته د اسلام اباد هایکورټ چيف جسټس ډي جي سي سره ليدنه کړې او هغه باور ورکړی شوی چې بیا به داسې نه کیږي خو وایي د آي ایس آي لخوا لاسوهنې اوس هم دوامداره دي.

شپږو ججانو پخپل لیک کې ویلي چې په مئ کال 2023م کې د اسلام اباد هایکورټ د یو جج اوښی (د خور مېړه) یونیفارم په تن کسانو وتښتولو، په هغه یې تشدد وکړو اؤ د بجلۍ شاټونه یې ورکړل .

خط وایي دغه تښتول شوی تن د بیان په ریکارډ کولو مجبور کړل شو، بیا ددغه جج خلاف سپریم جوډیشل کې ریفرنس دایر کړل شو اؤ پر ضد یې میډیا کې د مهم چلول کېدو له لارې هغه باندې د استعفا ورکولو لپاره فشار راوړل شو.

خط کې ویل شوي چې حتی د یو جج د بید روم یا د څملاستو د خونې څخه خفیه کیمره ترلاسه شوې ده چې په هغې کې ددغه جج د کورنۍ ویډیوګانې ریکارډ کړل شوې وې، دغه ویډیوګانې د نورو ججانو ته په وړاندې هم چلول شوي دي خو تر اوسه په دې هیڅ اقدام ونه کړی شو.

په لیک کې د ججانو له لوري په عدالتي چارو کې د استخباراتي استازو د مداخلې په اړه د قضایي کنونشن راغوښتو وړاندیز شوی اؤ ویل شوي چې د جوډیشل کنونیشن نه به معلومه شي چې ایا د نورو ایالتي محکمو ججان هم د داسې وضعیت سره مخ دي؟

په خط کې ویل شوي چې د خفيه ادارو لخوا په عدالتي چارو کې لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هایکورټ جج شوکت عزيز صديقي هم د استخباراتي ادارې د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه چې په هغې نوموړی په 11م اکتوبرکال 2018م کې له خپل منصب څخه ګوښه کړل شوی ؤ اؤ اوسنۍ سترې محکمې د مارچ په 22مه په خپله پرېکړه کې د جسټس شوکت صديقي ګوښه کېدل ناسم وبلل او هغه يې هغه ته یې ریټایر شوی جج وویلو.

خط کې ویل شوي چې جسټس ریټایرډ شوکت عزیر صدیقي ویلي چې د هغه لخوا لګول شوي تورونه دې وڅېړل شي، مونږ د شوکت عزیز صدیقي د پلټنو د دریځ بشپړ ملاتړ کوو.

خط کې زیاته کړل شوې چې که چېرې هغه وخت د عدلیې په ازادۍ کې مداخله کیده نو د عدلیې د ازادۍ تروړونکي څوک وؤ؟ د هغوي کومک چا کولو ؟ باید دې ټولو نه ځواب وغوښتل شي چې راتلونکي کې بیا داسې عمل تکرار نه شي؟

سپریم جوډيشل کونسل ته د لیکل شوي خط په اړه ججانو ویلي چې د ججانو په کوډ اف کنډکټ کې هیڅ لارښوونه نشته چې داسې وضعیت په کومه طریقه مخې ته راوړي؟

د ججانو لیک ته غبرګون:

د دغه لیک په اړه تر اوسه د حکومت له خوا کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی اؤ ددې ترڅنګ د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې أي ایس پي ار پرې هم څه نه دي ویلي خو په تيرو وختونو کې د آي ايس آي په ګډون په عدليه کې د هر لوري لخوا د لاسوهنې تورونه په تواتر سره رد شوي او دروغ بلل شوي دي.

د دې خط په اړه حکومت مخاله ګوند پاکستان تحریک انصاف هم یو بیان جاري کړی دی چې پکې دوی ویلي د خفیه ادارو او ریاستي ادارو د غیرقانوني او غیر آییني فعالیتونو په اړه د هایکورټ د ججانو دغه خط د یاد ګوند د مشر عمران خان او د تحريک انصاف د دريځ پخلی کړی دی.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) یو مرکزي مشر سعد رفیق هم په سوشل میډیا سایټ ایکس خپل پیغام کې ویلي چې د 2018م کال په اکتوبر میاشت کې دوو معززو ججانو مونږ وروڼو ته د ضمانت راکولو پر ځای پر موږ ملنډې وهلې، حکم د ضمانت نه ورکولو ؤ خو سپکاوی پکې اضافي کارروایي وه. اوریدل مې دي چې ضمیرونه اوس ویښ شوي دي.

د خط ځواب کې په ججانو ځوابي تورونه :

د اسلام آباد هائي کورټ د ججانو لخوا د خفيه ادارو په ضد د تورونو په جواب کښې په سوشل ميډيا د همدغو ججانو په ضد تورونه لګول کيږي۔

خط لیکونکیو ججانو څخه د یو جج محسن اختر کیاني په اړه په سوشل میډیا د بیلابیلو اکاونټونو نه د هغه خلاف ریفرنس اؤ دستاویزات خپاره کړل شوي اؤ په یاد جج د مالي درغلیو په ګډون یو شمیر تورونه لګول شوي دي.

په تېرو وختونو کې هم څه په خفیه ادارو تورونه لګول شوي خو پاکستان کې داسې په وړومبي ځل شوي چې د یو هایکورټ د چیف جسټس سربېره نورو ټولو ججانو د خفیه ادارو په مبېنه مداخلت پوښتنې راولاړې کړې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG