اېچ آر سي پي: پاکستاني چارواکي د بې درکه کسانو مړي هم په موندل شوو بې درکه کسانو کې شماري
په هېلو وي اوای پروګرام کې د بلوچستان د اېچ آرسي پي یومشر کاشف پانېزی ویلي موندل شوی تن هغه وي چې بې درکه وي خو بیا ژوندی وموندل شي او کور ته راشي. د پاکستان حکومت او پوځ دا خبره ردوي چې د خلکو په بې درکۍ کې امنیتي ادارې لاس لري. هغه د چمن د پرلت په مسله هم د پروګرام کوربنې ثمینه احسن سره خبرې وکړې.