د ایران د صدر د مرګ په ملکي سیاست او د سېمې په حالاتو اثر او په کرغېزستان کې ګېر پاکستاني طالبعلمان او په پاکستان کې دهغوې د کورانو فکرونه
د ايران سرکاري مطبوعاتو ویلي صدر ابراهيم رېيسي او د بهرنيو چارو وزير حسېن امیرعبداللهيان او نور چارواکي د هيلي کاپټر د غورځېدو د پېښې په ځای کې مړه موندل شوي دي. دغه پېښه د ایران په ملکي سیاست او د سېمې په حالاتو په خاصه توګه د اسرایل او حماس په جګړه څومره اثرات لرلی شي؟ او په کرغېزستان کې ګېر پاکستاني طالب علمان او په پاکستان کې دهغوې کورنۍ څومره فکرمنده دي؟ په دغه موضوعاتو د بحث مېلمانه دي د نیویارک نه د ډېوه څېړنکار جهانګیر خټک، خبریال او څېړنکارعبدالهادي مایار، د مردان نه د ډیوه خبریال ریاض حسېن او د منځني اېشیا د چارو ماهر پروفېسر ډاکټر شبیر احمد کوربنه: ثمینه احسن د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@
ټوک
-
November 26, 2024
بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
-
November 25, 2024
د ډیوه د روانو چارو خپرونه په ټي وي
-
November 25, 2024
لویه پښتونخوا په ټي وي
-
November 25, 2024
بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
-
November 24, 2024
د ډیوه د روانو چارو خپرونه په ټي وي