لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په امریکا کې د خپل ورور په جنازه کې ګډون وکړ


د افغان خبریال بلال سرورې له ټوېټر څخه اخېستل شوی انځور
د افغان خبریال بلال سرورې له ټوېټر څخه اخېستل شوی انځور

واشنګټن – د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جون په دریمه نېټه د امریکا په مېرېلېنډ ایالت کې د خپل مشر ورور قیوم کرزي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

۷۷ کلن قیوم کرزی چې په خپله هم د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ولسمشرۍ نوماند پاتې شوی، د تېرې زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د امریکا په مېرېلېنډ ایالت کې وفات شوی.

که څه هم ځینو خلکو تل په ولسمشر کرزي باندې له طالبانو سره د اړیکو درلودلو او هغوی ته د ورور په خطاب کولو باندې نیوکې کولې خو د راپورونو له مخې تر اوسه هېڅ کوم طالب چارواکي د هغه په مړینه باندې غمرازي نه ده ښودلې.

حامد کرزی د خپل ځان د درملنې لپاره جرمني ته تللی و چې ناڅاپي ورته د خپل ورور د مرګ خبر ورسېد او دی یې په جنازه کې د ګډون لپاره امریکا ته راغی.

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی کرزی د افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته امریکا ته راځي خو دا ځل په کوم رسمي سفر نه بلکه د خپلې کورنۍ د غم او ویر په ټغر د راټولېدو لپاره په شخصي سفر راغلی.

د ښاغلي کرزي د سفر په اړه افغان خبریال بلال سروري په اېکس یا پخواني ټوېټر لیکلي، "امریکا ته د ښاغلي کرزي ټول پخواني‌ سفرونو خورا زیات سیاسي ارزښت درلود خو دا سفر ښيي چې د افغانستان په اړه حالات څومره بدل شوي چې داسې یوه وتلې او نامتو کورنۍ هم غوره ګڼي چې خپل مړي په بهر کې خښ کړي."

د قیوم کرزي د جنازې له مراسمو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د ښاغلي کرزي د کورنۍ د ګڼو غړو ترڅنګ د پخواني‌ جمهوري دورو ګڼو لوړ پوړو چارواکو او عامو افغانانو ګډون کړی وو او په ټولنیزو رسنیو باندې هم ګڼو مشرانو د هغه په مړینه باندې غمرازي ښکاره کړې او هغه یې د کندهار یو هوښیار او ولسي مشر بللی.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاخېل په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې د هغه کورنۍ ته د صبر غوښتنه کړې.

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدايي، د ښاغلي کرزي د ورور قیوم کرزي د جنازې په اړه په اېکس لیکلي،

"د یو هېواد ولسمشر هم د خپل ورور مړی په بل هېواد کې دفن کوي. د افغانستان اصلی کېسه همدا ده."

د عوامي نشنل پارټۍ مشر اسفندریا ولي خان د ولسمشر کرزي د ورور قیوم کرزي په مړینه خپګان څرګند کړی او د کرزي کورنۍ ته یې د تسلیت وړاندې کولو ترڅنګ هغه ته د بخښنې غوښتنه کړې.

ولسمشر کرزي تر دې مخکې خپل وژل شوی کشر ورور احمد ولي خان کرزی د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۱۳ نېټه د کندهار په کرز کې په خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارلی و.

احمد ولي کرزی
احمد ولي کرزی

وسلوالو طالبانو هغه وخت په یو خپور کړي بیان کې د احمد ولي کرزي د وژلو پړه منلې وه او دا یې خپله یوه لویه لاسته راوړنه بللې وه.

ولسمشر کرزي د احمد ولي خان د جنازې په مراسمو کې ویلي، "د خپل ورور احمد ولي کرزي وژل کېدل هم لکه د نورو افغانانو د وژل کېدو په څېر دردونکی دی. خو پر دې سربېره چې طالبانو زما ورور وواژه، یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوم، چې راشي او د سولې له بهیر سره یوځای شي."

حشمت خلیل کرزی
حشمت خلیل کرزی

له هغې وروسته د ۲۰۱۴ کال د جولای په ۳۰ مه نېټه د ولسمشر کرزي د تره ځوی او قومي مشر حشمت خلیل کرزی چې په کندهار کې پرې په خپل کور کې د اختر مبارکۍ پر مهال ځان مرګی برید وشو هم په کندهار کې خاورو ته سپارل شوی و.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG