لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان ته هر کال د 20 او 25 اربو ډالرو تر منځ بهرني پورونه ستنول د آي ایم ایف له نوي پور پرته ممکن نه دي


د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف وياندې جولي کوزيک په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته ویلي د نوي قرض پروګرام په اړه د پاکستان سره په ان لاېن بڼه مذاکرات روان دي او د سټاف په کچه يوې معاهدې ته د رسېدو په لوري پرمختګ شوی دی.

مطبوعاتو رپورټونه وايي امکان دی چې پاکستان د نوي پروګرام لاندې آي اېم اېف ته نزدې د 6 ارب ډالرو د قرض خواست وکړي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي پاکستان ته هرکال د 20 او 25 اربه ډالرو ترمنځ بهرنۍ قرضې بېرته ستنول دي چې د آي اېم اېف سره د نوي اوږد مهاله قرض پروګرام پرته یې ستنول ګران دي.

اقتصاد پوهه ډاکټر ساجد امین وي او ای ډیوه ته ویلي،پاکستان ته سږکال په روانه میاشت کې نزدې 25 اربه ډالره قرضه بېرته ستنول دي.

هغه وایي که د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف سره لوظنامه نه کېږي او یا لوظنامه وروسته کېږي نو ددغه ستنوونکو پیسو انتظام کول به حکومت ته یو ستر چیلنج وي.

پاکستان تېر کال د جون میاشت کې د اقتصادي سقوط څخه له هغې وروسته په لږ څه کې بچ شوی ؤ چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره یې د 3 اربه ډالرو د لنډ مهاله قرض پروګرام ترسره کړو او د هغې راپدېخوا د ګرانۍ کچه د تېر کال د مې میاشتې د 38 فيصدي په نسبت سږکال مې کې 17 فيصد ته راښکته شوه.

پاکستان لا هم د لوړې کچې مالياتي کمي سره مخ دی، که څه هم په درامداتو باندې د کنټرول د لارې یې دا خساره قابو کړې ده.

آي اېم اېف د پاکستان سره د وروستیو خبرو پېل کولو څخه د مخه خبرداری ورکړی و چې ددې هېواد د اقتصاد لپاره منفي خطرې په غېر معمولي توګه زياتې دي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي که څه هم په نړيوال مارکیټ کې د تېلو د بېعو د راکمېدو او په ملک دننه د غنمو د غوره پېداوار له کبله د ګرانۍ کچه 11 فيصدي ته لاندې راغلې ده خو باید چې دا د حکومت د اطمینان سبب ونه ګرځي.

اقتصاد پوهه ډاکټر عابد قيوم سلهري وایي حکومت چې د مالياتي استحکام لپاره کوم ګامونه پورته کول باید چې هغه دوامداره وساتي.

اخوا د درجه بندۍ نړیوالې اېجنسۍ موډيز خبرداری ورکړی چې د پاکستان په ګډون راپورته کېدونکي مارکيټونه په ممکنه توګه د غېر ملکي زر مبادلې ذخایر د قرضو بېرته ستنولو دپاره کارولی شي چې له کبله یې د هغوي په نزدې موده کې د اقتصادي سقوط خطرې زیاتیدای شي.

د اېجنسۍ ترمخه پاکستان د اقتصادي شراکت دارانو سره د غوره اقتصادي همکارۍ په لټون کې دی چې داسې د 350 اربه ډالرو خپل کمزوری معشيت بحال کړي او په دې لړ کې اسلام اباد د ګڼ اړخيزه اتحاديانو او نړیوالو مالي ادارو څخه قرضې هم غوښتي دي ولې دا هېواد د ادایيګيانو د توازن د دايمي بحران سره مخامخ دی.

د مالياتي چارو پوهان وايي د سود د لوړې کچې اثر د قرضونو په حجم او د سود په ادایيګيانو پريوځي.

اقتصاد پوهه شهريار بټ وایي " زموږ د زر مبادلې ذخایر 3 اربه ډالرو ته غورځېدلي وو او اوس 9 اربه ډالرو ته رسېدلې دي که مونږ درآمدات ودرولي دي او که د آي اېم اېف سره د اږود مهاله پروګرام اړخ ته ځو نو په درامداتو لګول شوي بنديزونه به پورته کوو او چې کله درآمدات پرانستل شي نو په روپۍ به فشار سېوا کېږي او قوي امکان دی چې د يو ډالر قيمت به 400 روپو ته لوړ شي"

موډېز هم امکان ښودلی چې د پاکستان او نورو هېوادونو لخوا ادايیګيانې به کال 2028م کې ددغو هېوادونو د ټول امدن څخه په يو کې څلور چنده زياتې شي او ددې ملکونو د سود د کچې تر اوږدې مودې پورې د زيات پاتې کېدو له امله د هغوي د وړاندې څخه د بجټ محدوده وساېل به د هنګامي صورتحال زغملو جوګه پاتې نه شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG