لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: د تيرا راجګل کډوال دې خپلې سيمې ته ستانه کړل شي


د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پشتين غوښتنه کړې، د خېبر د تيرا راجګل سيمې کډوال دې بيرته ستانه کړل شي، پښتين په ملګرو ملتونو او بشري حقونو په تنظيمونو غږ کړی چې د تيرا راجګل د کډوالو د بشري حقونو په سرغړونو ولې خاموشه دي، او د پاکستان په عدالتونو او پوځ یې د بې کوره خلکو په مسله غلي پاتې کېدو باندې نيوکې کړي دي.

نزدې د یوې میاشتې راهسې د تيرا راجګل کډوال په احتجاجي پرلت دي، دوی لومړی په باب خېبر پرلت پيل کړی او بيا یې پرلت د جمرود بګياړۍ پوستې ته منتقل کړی دی. چې له امله یې د فغانستان او پاکستان ترمنځه د تورخم په لويه لار د ګاډو لوی لوی قطارونه دواړو خواو ته ودرېدلي او لاره د هر ډول تجارتي غټو ګاډو تګ راتګ په وړاندې بنده ده.

د خېبر تيرا راجګل سيمې کډوال غوښتنه کوي دوی ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين پرون په 30م اګست جمرو کې د راجګل د کډوالو پرلت ته ورغلی او وينا یې کړې ده.

نوموړي وويل، "ریاست د تيرا راجګل په سیمه کې پوځي عمليات کول، خلکو ورته کورونه خالي کړه، 16 کاله د دغو خلکو وشو چې کډوال شوي د خپل وطن څخه محرومه شوي دي".

هغه وويل، "عمليات يوه وقتي جګړه وي، خو دلته په کلونو کلونو د عملياتو خبره ختمه نه شوه. مونږ په دې خاوره ترهګري نه منو، خلک د خپلو وطنونو نه لرې ساتل کيږي دوی دې خپلو سيمو ته ستانه کړل شي".

منظور پشتين اعلان وکړو، د 11م اکتوبر د پښتنو د قامي عدالت جرګه به په خېبر کوي.

د تيرا د راجګل د کوکي خېلو پرلتوال وايي، د کال 2011/12م څخه د پوځي عملياتو د لاسه د 6000 نه تر 6500 پورې کورنۍ چې د خپلې سيمې څخه کډوالې شوې، تراوسه ستنېدو ته په تمه دي.

د يادې سيمې څخه خواوشا 15,000 کورنۍ کډوالې شوې چې نورې یې څو کاله وړاندې بيرته ستنې کړل شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې وروستيو کې ويلي وو، د خېبر تيرا زياتره سيمو ته کډوال ستانه شوي او په ځينو سيمو کې لا هم د وسله والو په ضد عمليات روان دي او دغه سیمې په مکمله توګه نه دي پاکې شوي.

نزدې لس ورځې وړاندې د افغانستان سره لګېدلې خېبر ضلعې د تيرا سیمې اوسېدونکو وي او اې ډیوه ته ويلي وو، د تيرو څو ورځو راهسې په سيمه کې د وسله والو موجودګي سېوا شوې، خلک سخت اندېښمن او په ويره کې دي.

ځايي خلکو ويلي وو، پوليسو ځای په ځای څوکۍ پرېښودي د تاڼو پورې محدود شوي او خلک دې ته ډېر پرېشانه دي چې په سيمه کې پوځ هم موجود دی او وسله وال هم ليدل کيږي.

د خېبر ضلعې د پوليسو مشر (ډي پي او) رای مظهر اقبال وي او اې ډيوه ته ويلي وو ، په بازاري علاقو کې وسله وال نشته، پوليس موجود دي او د پولې سره جوختو پرتو علاقو په اړه پوځ ځواب کولی شي، خو پوځ تراوسه پورې په دغه اړه ځواب نه دی ويلی.

د پاکستان پوځ په پوله د پرتو علاقو په اړه څه نه دي ويلي، خو پرون یې ويلي، د خېبر په تيرا کې یې د استخباراتو په اساس عملياتو کې د تحریک طالبان پاکستان نور 12 وسله وال وژلي دي، د پاکستان پوځ د وژل شوو کسانو نومونه يا پېژندګلو نه ده ښکاره کړې او نه تر دې دمه لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په دغې اړه څه ويلي دي.

پوځ ويلي، د 20م اګست راهسې د استخباراتو په اساس په تيرا کې عمليات کوي، او "تراوسه پورې په دغو عملياتو کې 37 ترهګر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي او دغه عمليات به دوام لري".

په 27م اګست پوځ په تيرا کې د عملياتو په اړه ويلي وو، "د فتنه الخوارج، لشکر اسلام او جماعت الحرار پرضد د استخباراتو په اساس عمليات کوي".

په دغه بيان کې "د پينځو وسله والو او نښته کې د څلورو عسکرو وژل کېدو ويل شوي وو".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG