لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې د منکي پاکس څلورمه پېښه مخې ته راغلې


خېبرپښتونخوا کې د اېم پاکس يا [منکي پاکس] څلورمه پېښه مخې ته راغلې ده، د بهر ملک څخه راتلونکي 47 کلن تن کې د اېم پاکس وايرس تصدیق شوی دی.

خېبرپښتونخوا کې د عامې روغتيا د محکمې مشر ډاکټر ارشادعلي وايي، ناروغه تن د بهر هیواد نه راغلی دی.

هغه ويلي، د پېښور په باچا خان هوايي اډه سکريننګ کيږي، د بهر څخه راتلونکي تن طبي معاينه شوې، د پېښور 47 کلن تن کې د اېم پاکس وايرس تصديق شوی دی.

نوموړي ویلي، د ناروغه تن روغتيايي حالت ښه دی او د پوليس په سروسز روغتون کې یې درملنه کيږي.

د ارشادعلي په خبره، خېبرپښتونخوا کې د سږني کال دا څلورمه پېښه ده، په ځايي کچه تراوسه پورې کومه پېښه نه ده رپورټ شوې.

خېبرپښتونخوا کې پرون درېمه او نزدې لس ورځې وړاندې دويمه پېښه مخې ته راغلې ده.

پاکستان کې چارواکي وايي، د اېم پاکس د څارنې دپاره یې په هوايي اډو د څارنې کلکه تابيا کړې ده.

د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې د اېم پاکس يا منکي پاکس د ناروغانو رپورټ کیدو وروسته د صحت چارواکو خبرداری ورکړی چې اروپايي هیوادونو کې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو زیاته شمېره مخې ته راتلی شي.
د رپورټونو ترمخه د دغه وژونکې ناروغۍ د لاسه په جمهوریه کانګو کې په سلګونو کسان مړه شوي دي.

د صحت نړیوالې ادارې بیا د دوایانو جوړونکو کمپنو باندې غږ کړی چې د دغه ناروغۍ مخنیوي لپاره دې په ویکسینو جوړولو تادي وکړي.

ويل شوي، د افریقې نه بهر په سویډن او پاکستان کې د منکي پاکس تر ټولو خطرناک قسمونه ریکارډ شوي دي.

منکي پاکس ناروغي د یو وايرس نه خوریږي چې د ځناورو نه انسانانو ته لګي، خو د انسانانو نه هم یو بل ته د نزدې کیدو د لاسه لګېدلی شي. د دې مرض لګېدو سره سخته تبه، د هډوکو درد او په بدن دانې راخیژي.

د صحت نړیوالې ادارې په وروستیو کې د منکي پاکس 1 بي قسم د زر خورېدو له امله د صحت بیړنی حالت اعلان کړی او ادارې د انتهايي خطر حالت اعلان کړی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG