لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ: د شهرام خان ترکئ په حجره د وسله وال تن ډزو کې  د حجرې ساتونکی وژل شوی


Swabi
Swabi

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په صوابۍ سیمه کې د تحریک انصاف ګوند د یو وتلي مشر اؤ د قامي اسمبلۍ د غړي شهرام خان ترکئ په حجره کې د یو وسله وال تن په ډزو د شهرام خان د حجرې ساتونکی وژل شوی اؤ د پولیسو سره په مقابله کې بیا برید کوونکی هم وژل شوی دی.

د صوابۍ د کالو خان پولیس ټاڼې یو چارواکي اقرار باچا وي او ای ډیوه ته ددې پېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دا پېښه د شورو یا خالي په ورځ رامنځته شوې ده.

د اقرار باچا د وینا له مخې ، یو وسله وال تن غوښتل د شهرام خان حجرې ته ننوځي خو وایي کله چې د حجرې ساتونکي هغه له دننه تګ منعې کولو نو هغه په ساتونکي ناتاره ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.

د وژل شوي ساتونکي پېژندګلو د ګل نواس په نوم شوې ده چې د پېښور د بډه بېرې سیمې اوسیدونکی ؤ.

پولیس چارواکی اقرار باچا وایي د پېښې نه وروسته برید کوونکي د تېښتې هڅه کوله اؤ پولیسو د هغه تعقیب کولو چې په دغه مهال وسله وال تن په پولیسو هم ډزې کړي اؤ کله چې پولیسو په هغه ځوابي ډزې وکړې نو په دغو ډزو کې وسله وال هم وژل شوی دی.

د پولیس وینا ده چې د پولیسو په ډزو کې وسله وال تن د سیمې صوابۍ اوسیدونکی دی.

پولیس وایي دا د ترهګرۍ کومه پېښه نه وه بلکې یو تن غوښتل چې د وسلې سره د شهرام خان حجرې ته ننوځي .

پولیس زیاتوي چې د پېښې ایف آي ار یې درج کړی خو په هغې کې د ترهګرۍ دفعه نه ده شامل کړل شوې.

وي او ای ډیوه د پېښې په اړه دشهرام خان ترکرئ د نظر اخستو په غرض هغه سره د واټسف له لارې د تماس نیولو هڅه وکړه اؤ هغه نه یې د یو غږییز پېغام له لارې هم نظر وغوښتو خو شهرام خان ترکئ لا د ډيوه پوښتنې ته څه ځواب نه دی ویلی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

باجوړ کې په دویمه ورځ هم د ناامنۍ په ضد احتجاجي پرلت دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG