لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي امين ګنډاپور منلې، صوبه کې د ورګډو قبايلي ضلعو سره شوې ژمنې نه دي عملي شوي


د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډا پور وايي، د قبايلي ضلعو په صوبه کې ورګډولو په وخت چې کومې ژمنې شوې وې، هغه پوره نه دي عملي شوي. خو دوی اوس د قبايلي ضلعو د پرمختګ دپاره پلان جوړ کړی دی، د قبايلي ضلعو اوسېدونکي وخت په وخت شکايت کوي چې د دوی سره شوې ژمنې نه دي پوره شوي.

پرون په پينځم ستمبر د قبايلي ضلعو د مشرانو او منتخب استازو ګډې جرګې ته په وينا کې نوموړي وويل، په حکومت کې د راتلو سره ورته ډېر چېلنجونه ورمخې ته وو، او په هغې کې د امنيت مسله تر ټولو غټ چېلنج وو، او په تيرو دوه نيمو کلونو کې د صوبې امنيتي حالات ډېر خراب شوي، او د امن نه بغېر پرمختګ نه شي کېدی.

نوموړي وويل، اول به په صوبه کې امنيت په ځای کولی شي، او د هغې وروسته به خپلې علاقې ته پرمختيا ورکول وي او د دې وروسته به د قبايلي ضلعو د ډوميسايل بغېر څوک نه شي بهرتي کول کېدی.

پرون د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، دا وخت د صوبې په جنوبي ضلعو او ځينو نورو علاقو کې حکومتي رټ ختم شوی، هلته حالات ډېر خراب دي، په رڼا ورځ د خلکو ګاډي ودرول او ګاډي لوټل کيږي، نو ګو علاقې جوړې شوي، او داسې حالات دي چې د صوبې حکومت پرې په مجرمانه توګه غلی دی او دا خاموشي ښيې چې هغه د ترهګرو سره مېلاو دی څوک چې امنيت خرابوي.

علي امين ګنډاپور مطبوعاتو سره په خبرو کې په ګورنر نيوکې کړي او ويلي يې دي هغه بې ځايه او ناسم بيانونه ورکوي.

پرون د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، "د ترهګرۍ ضد د کلکې تګلارې لاندې کوټلي عمليات روان دي، په څلورو پړاونو کې د ترهګرۍ ضد عمليات دوام لري، د 46,000 مربع کلوميټرو نه زیاته علاقه د ترهګرو څخه پاکه کړل شوې، پاکستان کې کومه نو ګو ايريا يا داسې علاقه نشته چې د ترهګرو په عملدارۍ کې وي".

علي امين ګنډاپور د جرګې ګډون والو ته په وينا کې وويل، باوجود د دې چې صوبې ته یې معاشي حقونه نه ورکول کيږي، خو د قبايلي ضلعو دپاره د پرمختګ دپاره یې کوټلی پېکج جوړ کړی او باور یې ورکړی چې د دوی سره کومې ژمنې شوي او هغه نه دي پوره شوي، په دې دور کې به پرې عملي کار وشي.

هغه زیاته کړه، د قبايلي ضلعو دپاره د پرمختيا فنډ مقرر کړل شوی په هغې به مشورې کولی شي چې څنګه وکارول شي.

قبايلي ضلعې چې په کال 2018م کې د 25م ایيني بدلون د لارې په خېبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوي، ځايي اوسېدونکي یې وخت په وخت وايي، د دوی سره شوې ژمنې نه دي پوره شوي، او تش د نوم تر حده قبايلي ضلعې په صوبه کې ورګډې شوي، عملي اقدامات نه دي شوي.

قبايلي ضلعو کې وخت په وخت خلک د ناامنۍ ضد پاڅونونه کوي او وايي يواځينۍ غوښتنه یې د امن ده چې په سيمه کې امنيت په ځای کړل شي او د دوی سره شوې ژمنې دې عملي کړل شي، ځکه د دوی په وينا د تاوانانو، ځپل کېدو او خېبر پښتونخوا کې له ورګډېدو وروسته هم هغسې د پرمختيا څخه وروسته پاتې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG